
محترمو افغانانو که څه هم زموږګران هیواد د بدو ناخوالو سره مخ دی او زموږ د هیواد دښمنان هڅه کوي ،چې په خپلو وروڼو مو پر یو او بل نومونو ووژني چې دا وژنه ترنن ورځې پورې ادمه لري ،خو بیا هم موږ بریالی شوي یو چې د خپلې ټولنې خدمتګاران له هیواد څخه ليرې په پردو هیوادو کې ولمانځو ۰
له نیکه مرغه سږ کال د اوکراین په ادېسه ښار کې مسافرو افغانانانو وکړای شول داستاد اولمیر ۲۶ تلین دي ونمانځي . ننی کنسرت ته چې له جرمني څخه دهیواد تکړه او ښکلی غږ لرونکي سندرغاړي ښاغلی نجیب حق پرست او وروريې راغلي وو، پر خپلو ښکلو اوازنويې داستاد اولمیر یاد تازه کړ. داروښاد استاد ښکلي ترانې یی زمزمه کړې ، دې ښکلی کنسرت ته په ادېسه کې میشت ټول مسافر افغانان راغلی وو چې نجیب حق پرست دوی د استاد اولمیر پر ښکلو ترانو خوشالي وروبښله ۰
خدای د وکړی چې د نړۍ په هر ګوټ کې افغانان پر ټینګ یووالي ژوند وکړي او همدارنګه د خپلو خدمتګارانو یاد تازه کړي، لکه څنګه چې نجیب حق پرست د استاد اولمیر په ښکلو ترانو زمزمه کولو تازه کړ۰
ومن الله توفیق
د افغانانو د یوموټی کیدو په هیله ۰
ځوان مسافر