کاناډا وپېژنی

کاناډا په نړۍ کې دمساحت له  پلوه دويم لوی هېواد دی ګرانو لوستونکو راځی چې د هيواد نه بهر ملکونو سره  اشنا شو دا چې کاناډا کې مې يو څو موده ژوند کړيده د خپل سترګو ليدلې حال به تاسي ته ووايمه دا اسانه نه ده چې د  يو هيواد ټول معلومات په څو کرښو کې ځاې شي خو زه به يي په ساده او مختصره تو ګه يو څه معلومات در کړم خو دا معلومات هر اړخيز او کافي نه دې لکه څرنګه چې کاناډا  په نړۍ کې د روسي نه وروسته دمساحت له نګاه نه دوهمه لوې مملکت دی  چې نژدې ٣١مليون خلک په کې ژوند کوي چې ډير لږ نفوس لري او نړيوال سطحه کې دقانون له لحاظ سوله ساتونکې پاليسي لري چې مرکز يي اتوا انتريو په نوم ياديږي چې يظافه د١١ميليون خلک په کې اوسيږي چې په انګليش او فرانسوي خبرۍ کوي او او د ښار نه بهر هم ډيره خلک دکيوبيک په ساحه کې فرانسوي  خبرۍ کوي د کاناډا خلک ټول د يو نژاد خلک نه دي تاسې به څه فکر کوي چې کاناډايان ټول زيړ ويښتان او شنه سترګي لري ؟ نه داسې نه ده يا دا چې په کاناډا کې ميشته خلک ټول عيسويان دي؟ نه داسې هم نه ده د کاناډا معنی يعنې کلي  دا يو داسې کلې دې چې د نړۍ له هر ګوټ څخه خلک ورته راټول شوي دي د مختلفو ژبو، څيرو،او جامو سره دکاناډا خلک د شباهت له نګاه نه سره ورته ولې نلري کاناډا ډير لږ نفوس لري خو په ډير احتياط او محارت سره هر کال شل زره نوې محاجر د حکومت لخوانه مسلکي کسان لکه ډاکتراان ،نر سان، انجنران او نور مسلکي کسان ور دا خليوي   په کاناډا کې مختلف خلک  د نړۍ له هر ګوټ څخه ليدل کيږي  او اوسيږي د حکومت په اساسي قانون کې راغلې دی چي دخلکومذهبي ، عقايدو ته د خلکو ژبو کلچر يا دودنو او دستورونو ته هيڅ څوک دا حق نه لري چې تيري وکړي د مخالفت يا سپکاوي په په صورت کې ډير سنګين جزا ور کول کيږي  دلته هر څوک حق لري چې ځانونو ته مذهبي جوماتونه عبادت خانې او کليساوي جوړ کړي خو هيڅ څوک دا حق نه لري چې خلک جبرن نورو مذهبونو ته دعوت کړي دلته انسان ته تل د انسان په سترګه کتل کيږي او د هر مذهب پيرو ته يو خاص اخترام مو جود وي  کانا ډا ته د داخليدو شرايط سخت مګر ژوند يي ښه او اسان دی کله چې انسان د حکومت لخوانه کاناډا ته داخل شي نو حکومت د ټولو شيانو مسوليت پر غاړه اخلي کاناډا د  نړۍ د خلکو يو ګډ فرهنګي کوردې او مولتي کلچرل يا د ډيرو کلچرونو مملکت هم ورته ويل کيږي  او ټول خلک يي يو د بل سره صميميت لري اکسرن خلک په دی کوشش کې دي چې ډيری ژبۍ زده کړي او ډير کسان په ډيرو ژبو پو هيږي چې  دا يو معمولي خبره ده په کاناډا کې ډير مختلف څيری ليدل کيږي خو تر ټولو موهمه خبره خو دا چې نژادي ،سمتي ، د ژبی توپير او رقابتونه شته خو دا سالم او د حکومت ترقانون لاندې قانون مراعاتوي او ټولو باندې قانون يو شان تدبقيږي خو د حکومت لخوانه دوه رسمي ژبۍ ل ري چې انګليش او فرانسوي څخه عبارت دي  د کانادا هر طبعه مجبور او مکلف دی چې له دی دواړو ژبو نه په يو ژبه پوشي او خبرې وکړي دا يي د تابعيت قانون دی  د دواړو ژبو خلک ايظافه له ٣٠٠کالو نه را په ديخوا سره يوځاې اوسيږي او ٩٨ فيصد خلک په يو او يا دواړو ژبو خبرۍ کوي خلک يي  بيل رسمونه، رواجونه ،نوې کال ،او اخترونه لري او هر کال کانا ډا د شل زرو  نوي محا جرو لپاره پرانستې ور لري چې د حکومت لخوانه د رفوجي کمپونو څخه د دوې په خوښه کاناډا ته راوستل کيږي   د جولاې اوله ورځ د کاناډا ورځ په يا د کاناډا د خپلواکۍ ورځ په نوم عمومي روخصتي دې او د هر کال د جولاې اوله د کاناډا ورځ په شاندارو مراسمو کې نمانځل کيږي ملکه اليزابت د کاناډا ملکه او د کاناډا مشره ګڼل کيږي  دکاناډا ملي سرود (اووکاناډا ) تر سر ليک لاندې دی    په ١٩٦٧ کا کې  سر جان ای مکډانولد د لومړۍ ځل لپاره دکاناډا د وزير اعظم په توګه و پيژندل شو چې د هغه تصوير تر اوسه پورې د کاناډا د لسو ډالر په لوټ بانادې ليدل کيږي کاناډا د لرګيو له لحاظ د لوې لوې ځنګلونو په درلودلو کې غني هيواد دې دنګ دنګ او فريمانه د چنارو ونې لرې چې له دی عمله د بيرغ سمبول يي د چنار پاڼه دی  کاناډا د ژمې په محال په سپينو واوروکې پټ وي خو سره له دی هم په ورځ او شپه کې د ونو څانګۍ داسې ښايسته ښکاري چې ته به داسی فکر کوي د سپين مالوچو نه چا ونې جوړ کړي وي کله چې لمر شي نو لکه د مين د سترګو اوښکه يادشمع ژړا دا واو ره لږ ويلی شي دڅانګو نه د څيڅيدو په حالات کې ګنګل کيږي چې ډيره ښايسته ښکاري خو که د سپوږمې په رڼا کې يا د څراغونو په رڼا کې او يا کله چې لمر سترګه را ښکاره شي د لمر زرينو وړانګو سره داواوره تاسی وګوری نو داسې به ځليږي لکه د الماسو غمې  خو په وړي کې يوه ډير ښايسته او سر سبزی منظري لري څپانده سيندونه ، غټ غټ چنارونه،دسپيدارو ،مڼو ،ځمکني توتانو،د ګيلاسو اورنګارنګ ميوه داري ونې ډير ښايسته،شنه چمنونه، پارکونه دنګ دنګ بيلدنګونه او رنګين ماښامه د رنګارنګ څراغونه سره دد غې  هيواد  په ښکلا کې لا زياتوالې را ولي  د پسرلي په محال کله چې سهار شي د لمر د څړيکۍ سره لمر د چنار او د سپيدار په ښاخونو باندې راشي نو زه چې د خپل کور په درم  پوړ کې کوټه لرمه د خپلې کوټۍد کړکۍ څخه  څخه دا منظره اکسرن ګورمه چې  سهار نسيم د ونې پاڼې ور پوي نو دغه محال مې ډير خوښ شي او د خداې (ج)قدرت ته حيرانيږمه چې طبعيت ته يي څومره ښکلا ور په برخه کړی ده او بيا مونږ يا د نړۍ ټولو انسانانو ته ور په برخه کړيده دا هغه يادونه دي چې زما  ښکلې افغانستان را ته په يادوي که ددونيا ملکونه هر څومره ښايسته شي زما د افغانستان نه  ندې ښايسته  د وطن يادونه مې ډير خواږه او اولسونه مو ډير ښکلي او زحمتکش خلک دي په کاناډا کې د هنر او ادبيات برخه يي هم غني دي ورځپاڼی هر سهار کورنو ته تازه رسيږي  او ليکولان يي په زړه پوری ليکنۍ کوي په ليکنو کې داسې مطالبو ته ځاې ور کوي چې لوستونکې د کتاب سره مشغول ساتي او لوستونکې دی ته مجبوروي چې کتاب تر اخره پورې ولولي ډير په زړه پورې شعرونه او کيسی ليکي  خو زياتره يي د طبعيت د ښکلاګانو کيسي  او هغه ادبي ليکني لکه د مور په هکله د مينې کيسي او کليوالي کيسې چې اکثرن د غرونو ، سيندونو، ا بشارونو او ګلونو کيسي  مې ډير خوښ دي ډير لولمه داچې زه يو جنګ ځپلې هيواد کې لوې شوې يمه نو جنايي کيسي نه لولمه خو ددی هيواد خلک جناي کيسی ډير لولي رښتيا هم چې دلته غلا او قتل ډيرپه ماهرانه توګه سر ته رسول کيږي  خلک يي د خپل ځان په هکله د کتابونو نه داسې رازونه اخلي چې پو شي غل څنګه غلا کوي او قاتل څنګه قتل کوي او د دې شر نه د خلاصون لاره څه ده سره له دې چې دلته ژوند په سوله او ارامه فضا کې روانه ده خو بيا هم کله نا کله داسې پيښی هم کيږي داسې کسان هم شته چې ډير قتلونه کوي او د روانسناسي له مخې انسان وژنی څخه لذت اخلي خو دلته قصاص په  قصاص روا نه ده مقتول په ډيرو کلونو بندي کيږي خو عدام يا غرغره کيږي نه کله چې زه لومړۍ وختونو کې کااډا ته راغلمه نو مونږ ته داسی يو څوک وښودل شو چې ٧ قتلونه يي کړی وو دا سړی بل هيواد نه راغلی کس وو او خپله يي اقرار کاو چې خپله ښځه او بچيان يي وژلي وو او نور کسان يي هم په بيلابيلو وختونو کې خو هغی دا هم وويل چې پلار یی شرابي وو نشه کول يي د پلار نه زده کړې وو وهل او ټکول يي هم د پلار نه او قتلونه يي هم د نشی په حالت کې کړی وو خو دلته په کاناډا کې  هيڅ څوک  دا حق نه لري چې د نشی په حالت کې د خپل کور نه بهر وليدل شي شرابخاني ځانته مخصوص ځايونه لري که څوک د نشی په حالت کې وليدل شي نو سنګين جزا ورته ور کول کيږي  حتی سګرت څکل هم بعضی خايونو کې ازاد نه ده خو بيا هم کتابونه ډير لوستونکي لري او هر څوک يو وړوکې کتابتون لري په خپلو کورونو کې  ما داسې کسان ليدلې چې تر ٩٤کلنې په شاو خوا کې مذهبي،کليوالي،يا ، ټوکۍټکالې کتابونه ډير لولي ورځپاڼی هر سهار کورنو ته تازه رسيږي ډير اوچت تعليمی سيستم لري تعليم او تربيه د حکومت قانون يو ځاې ورته تدريس کيږي او هر څه اکثرن اول د ښوونکې لخوانه تدريس کيږي بيا عملي شاګردانو ته د فلمونو په واسطه ښوودل کيږي او بيا عملي اجراع کيږي يو متعلم کله چې د مکتب نه خلاصيږي په هرمسلک کې وارد وي په مکتبونو کې هر څه د تدريس تر څنګ د تجروبی په شکل ښودل کيږي  دتعليم سيستم د اول نه تر دولسمه پورې مفت او ددي نه پورته د لايقو شاګردانو ته کوم چې ښه نومرې درلود حکومت مصرف ورکوي د فاکولتي او که و نه لري نو بيا متعلمين په خپلو پيسو تعليم کوي ټول متعلمين هم مکتبونه او فاکولتې لولي او هم کار کوي  ژوند ډير مصرف دی بعضی خلک دوه ځايه کار کوي د ډير مصروفيت له وجی ګاونډيان يو د بل سره يا خو د سره پيژني نه او يا که وپيژني هم نوپه مياشتو مشتو کې سره خبری نه کوي او سره ليدلې نه شي  که چيرته څوک د چا کور ته ځي نو اول به د کور خاوند ته تيليفون کوي او اجازه به غواړي د ما ښام د ٩ نه وروسته څوک حق نه لري چي د خلکو کورونو  زنګ وو هي دا ځکه چې خلک په وخته ويده کيږي او بيا سهار د وخته کارونو ته ځي          کاناډا يو زراعتي هيواد دې چې زياتره ګڼ ځنګلونه ،روان سيندونه  او ګڼ شمير زراعت او مالداري لري چې په پريمانه اندازه په کې ماهيان، جرګان،هګۍ شيدی، مستې پيدا کيږي مهم حاصلات يي غنم، جوار، مشنګ،شړشم او د شړ شمو غوړي ، کچالو، پياز د چار تراش لرګي او داسې نور دي کاناډا ډير ښکلې قديمې اثار او موزيمونه لري چې هر کال د نړۍ ګڼ شمير سيلانايان ورته راځي کې د نړۍ د هر ګوټ نه خلک  راټول شوي دې او په سوله يز فضا کې ژوند کوي په کاناډا کې د حکومت لخوانه منل شوې قانون دی چې د خلکومذهبونو ، د خلکو عقايدو ،رسوم او عنعنا ناتو ته په کلکه درناوې کيږي تر ټولو مذهبونونه زيات نفوس لرونکې مذهب اول عسويت او دوهم پر نفوس لرونکې مذهب اسلام دی چې پدی توګه ټولو خلکو ته کاملان د مذهب پالنی جواز شته او کومه پابندي نشته کاناډا له دريو خواو نه د بهرنو سره ګډ سرحد لري چې دا بهرونه د ارکتيک بهر ، اتلانتيک بهر ،او پاسفيک بهرنو په نوم ياديږيکاناډا زړه وړنکی پسرلې لري په پسرلي کې شپه او ورځ هر خوا ګلو ګزار وي د چنارو سپيدارو ونې کانا ډا  ته ډيره ښکلا بښي سيندونه يي راوان او پارکونه يي د خلکونه ډک وي ژوند په کاناډا کې ډير ارام او دسولې په فضا کې تيريږي خلک يي سره له دې چې ددونيا له هر کنج نه راغلي دي خو سره په ډير صميميت تيريږي تل يو د بل سره کومک کوي