اغزو ته موسکا

ﻻس مې پورته کړی يوه نوي دعا غواړمه نن به زه له خدايه خير د ټولې دنيا غواړمه   ژونده ما له تانه کله لويه تمه کړي ده زه خو دې دنيا کې بس يوه خوله خندا غواړمه   ډيرو فقيرانو ،زيارتونو باندې ګرځمه خدای نه چې څه غواړمه اول په کې تا غواړمه   شړق وهه بارانه چې غوټۍ له تندې مړې نه شي زه مې په ځان نه يم دې اغزو ته موسکا غواړمه   مونږخو دې تورتمه له دې ژونده پښيمانه کړو ﻻر وکړه سپيدو ته سبانو ته سبا غواړمه   ته راغلې يو نور راغی تيارې مې له زړه ووتې دغه يوه شپه در نه تر ډيره رڼا غواړمه