د یار مینه ځوریدل دي بل څه نه
په سوراورکې سوزیدل دي بل څه نه
چې د چا په زړه کې اور د مینی بل شي
مایوسي ده ژړیدل دي بل څه نه
د پتنګ د مینې بد شانته انجام دی
په لمبو کی لمبیدل دي بل څه نه
د جانان مینه د سره قرباني ده
په سوراور ورته دانګل دي بل څه نه
وروستي