په بينوا ويب پاڼه كې د يو ناسم فرمايشي خبر ( وكيلان علم گل كوچى نه بښو) خپرولو په ځواب كې .
تر ټولو لومړى د پښتو چوپړ لپاره د بينوا له كړنو څخه قدرداني كوم ، د بينوا ويب پاڼي د پنجشنبى ورځ د ورى ۲۲ مى نيټى دخبرونو په برخه كې يو خبر د ( علم گل كوچى نه بښو ) تر سرليك لاندي خپور شوى او د خبر وركوونكى اسحاقزۍ په نوم يو څوك ده ، زه غواړم درنو لوستونكو ته ددى خبر په اړه يو څه ووايم .
څو ورځى وړاندى د ټاكنو پر قانون په ولسي جرگه كې خبرى روانى وې ، كله چې د ټاكنو قانون پر نهمې مادې وار راغى دلته د كوچيانو لپاره پر ټاكنيزو حوزو خبرې پيل شوې ، په همدغه وخت كې د هزارگانو يو تن استازى وويل ( شما كوچيا ها را تعريف كنيد كه كوچى چى را ميگويد ) خبرى وكړي او تر دى خبرى وروسته كله چې نوبت د علم گل كوچى راغى هغه وويل ، دكوچى له نوم سره ولى دومره تبعيض نه كار اخستل كيږى او په احساساتي لهجه يى هزارگانو ته وويل چې تاسى مهاجرياستي او نن دخپل بادار په مقابل كې غږيږى او مونږ نه د كوچى تعريف غواړئ
په همدغه وخت كې هزارگانو چغى او سورى جوړى كړي ، خو وروسته غونډه بيرته ارامه شوه او د كوچيانو لپاره ټول افغانستان ټاكنيزه حوزه د رايو په اكثريت تصويب شوه .
كله چې دا ماده تصويب شوه په همدغه وخت كې هزارگان دغونډى نه راووتل او د علم گل كوچى خبره يې پلمه ونيول .
اوس غواړم د اسحاقزۍ پر ناسم خبر يو څو ټكي وړاندر كړم .
لومړى دا چې د اعتراض كوونكو شمير تر ۵۰ او يا هم تر شپيتو ډير نه و، او دى ته مونږ اكثريت نشو ويلی ، په پارلماني چارو كې د هرى مثلى لپاره د ۱۳۰ څخه تر ۱۵۰ پورى وكيلانو ته مونږ اكثريت ويلی شو او داچې د هزارگانو وروڼو تعداد ډير كم و، مونږ نشو ويلی چې دا اكثريت و ځكه په ولسي جرگه كې ۲۴۹ كرسۍ دى چې اوس د هغوى له ډلي څخه تر ۲۴۰ پورى وكيلان په غونډو كې گډون كوي ، خو كله كله نصاب هم تر دى لږ وي .
بل داچى علم گل كوچى ټولو قومونو ته نه دي ويلي چې تاسى مهاجر ياستي هغه صرف هزارگانو ته د هغوى د خبرو په ځواب كې وويل ، دا چې لكه ستاسي خبر مطبوعات ناسم او له تعصب نه ډك لاسوهنى لري ټولو ته داسى څرګنده شوه چې گوندى علم گل كوچى ټول قومونو ته مهاجر ويلي ، حال داچى علم گل كوچى پښتون دى .
په خبر كې اسحاقزۍ يوه لويه تيروتنه كړى ، ليكلي يى ده (د علم گل کوچي او يو شمير وکيلانو تر منځ هغه وخت لانجه پيل شوه او يو بل ېې د اوبو په بوتلونو ويشتل )
په داسى حال كې چې په غونډه ټول لفظى شخړه و، او يا دا چى د بوتلونو ويشتل اسحاقزۍ ممكن په خوب كى ليدلۍ وه .
حال داچى په ژورنالستيك لحاظ دا دومره غټه تيروتنه ده چى ښايى ورته افترا يا درواغ وويل شي .
دا چى اسحاقزۍ په خپل خبر كې انډول نه ده ساتلی دهغې بله غټه تيروتنه ده ، په خبر كې بايد انډول توازن او بې طرفي په پام كې ونيول شي ، د اسحاقزۍ ټول خبر داسى بريښي لكه چې دده د كورنۍ كوم غړى د هزارگانو له ډلې څخه وي او يا هم كوم هزاره وكيل ورته ناست وى او خپل د خوښې خبر اسحاقزی ته ليكلي او بيا اسحاقزی په پښتو ژباړلى ده او په دى نوم چې په بينوا ويب پاڼه يې خبر خپور شى دا كار يى كړى ده .
په رښتيا هم چې اسحاقزۍ بلكل په دى خبر كې خپل اهداف درلودل ، تاسى خبر ته وگورئ او بيا قضاوت په خپله وكړئ چې اوس څوك پړ دى ، اسحاقزۍ په خپل فرمايشي خبر كى داسى ليكلي
( وکيلانو وويل چې که چيرته کوچيان د افغانستان اصلي اوسيدونکي وي نو هغوي ولي په ملی پوځ ، ملي پوليسو او دولتي ادارو کې استازي نه لري او په دې سربيره هديره هم نه)
تاسې وليده چې ملامته كوچيان دي او كه هزارگان ځكه د اسحاقزۍ د خبر له مخى هزارگانو كوچيانو ته هم د مهاجرو خطاب كړى ، اوس نو خبره سپينه شوه هغه دا چې علم گل كوچى ملامته نه ده ځكه مقابل لوري هم كوچيانو ته د مهاجرو خطاب كړى .
زه وايم كه هر چا چې دا ويلي وي چې كوچيان په دولت كې دندى نلري دا خبره له شعور او عقل څخه لري خبره وي تاسى دا قومونه ، احمدزى ، عمرخيل ،ټغرسليمانخيل ، اكاخيل ، تره خيل ،سول زى ، ابراهيم خيل ، او نور قومونه ټول هزارگان بولۍ او په دولت كې اوس هم ډير كوچيان په دندو بوخت دي ، په ملي اردو كې هم په سلگونه په خټه كوچيان پښتانه دندى ترسره كوي .
او بل د اسحاقزۍ په خبر كې هزارگانو ويلى دى چې كوچيان هديره نلري ، زه وايم خداى مى دى غاړه نه بندوى چا چى اسحاقزۍ ته خبر وركړى ده هغه به مسلمان هم نه وي او يا خو به د كوم بل دين پوري تړلي سړي وي ، تاسې قضاوت وكړئ چې مسلمان ښخيږي او يا سوزول كيږى، كوچيان ټول پښتانه مسلمانان دى او هر څه يى په افغانستان كې لكه د لمر په شانتى په ډاگه دى .
نور نه غواړم په دى اړه خبرى وكړم خو دومره وايم چې ژورناليزم يوه سپيڅلۍ دنده ده چې بايد ورته درناوى وشي او نه هم هرسړى دا ووايى چى زه ژورنالست او يا ژورنالسته يم . په اخر كى د بينوا ويب پاڼى نه دا هيله لرم چې خپل خبر تصحيح كړى او خپل خبريالۍ ته دى ژورنالستيك لارى چارى وښايى او اسحاقزۍ دى هم خپه نشي ځكه زه هم په خټه كوچى يم .
ميرويس عمرخيل
كابل ، وزير محمد اكبرخان مينه .
وروستي