هغه مړه  كړئ، هغه  جاسوسه ده

ليكوال : ميرويس مېوند عمرخيل كابل ،دسلواغې ۲۰ مه . دغه كيسه په   ۲۰۰۱ ميلادى كال كې د سپټمبر ۱۱ ترپيښې وروسته د هغې برټانيوۍ ژورنالستۍ ( يوان ريډلي ) په اړه ده كومه چې طالبانولخوا  امريكا او برټانيا ته د جاسوسۍ په تور په ننګرهار كې نيول شوى وه  او د نيولو او پريښودلو وروسته مسلمانه شوه.   ژورناليزم هم يوه عجيبه له پيښو او كړاونو سره  تړلي دنده ده  ،كله كله سړى ورسره دمرګ ترپولو هم رسى ، كله بيا  سړى ته دسر په زيان تماميږى ، په جګړه ايزو سيمو كې ژوناليزم لپاره كار كول او د يو حقيقي ژرنالسټ پيژندل ښايې له وسله والو، او په جګړه كې د ښكيلو كسانو سره يې توپير او پيژندل يوڅه  ستونزمن او ګران كار دى . ځنې وخت بيا په نړۍ كې د ژورنالسټ او ژورناليزم څخه د څارګرى كړۍ په توګه ګټه پورته كيږى ، په دې معنا چې كله نا كله د معلوماتو د راټولولو لپاره د ژورنالسټ څخه د يوې استخبارتي كس په بڼه كې كار اخستل كيږى . دنړۍ د ژورنالسټانو ددفاع كميټه په خپل راپور كې ليكې ، په ۲۰۰۱ م كال كې ۳۷ خبريالان په نړۍ كې وژل شوي دي . له ۱۹۹۲ نه تر ۲۰۰۱ م كال پورې ۳۸۹ خبريالان  دخپل دندي له امله وژل شوى. په افغانستان كې ۸ خبريالان د ۲۰۰۱ م كال د جګړو په ترڅ كې وژل شوى ، درې يې هغه وخت ووژل شول چې طالبانو دنوامبر پر ۱۱ تالقانو ته پر لاره د شمالي ټلوالې پريو كاروان بريد وكړ . څلور نور هله ووژل شول چې كاروان يې تر بريد لاندې راغلل او څوتنه خبريالان وتښتول شول او وروسته د نوامبر په ۱۹ په ننګرهار كې اعدام شول .  په همدې توګه په وروستيو كلونو كې يو زيات شمير خبريالان په نړۍ او افغانستان كې يرغمل او ووژل شول ، په منځنى ختيځ كې د بي بي سي خبريال وتښتول شو. په افغانستان كې ورته د خبريالانو تښتونۍ ترسره شوى . په نړۍ كې ډيرې داسې پيښي ترسره شوى چې د ژورنالسټ په نوم كاركوونكي د يوې استخبارتي ادارى سره تړاو درلود ، همدغه لامل دى چې ځنى وخت د يوې حقيقي ژورنالست توپيرهم خورا ګران كار وى . د۲۰۰۱ ميلادى كال شپې او ورځې وې،له نړيوالو راډيوګانو او ټلويزيونونو څخه مو د امريكا پر نړيوال تجارتي مركز  او د امريكا پردفاع وزارت پنټاګون د خونړيو  او توپاني بريدونو خبر واوريدل  . په زرګونو كسانو پكې خپل ژوند د لاسه وركړل او ډير شمير نور پكې ټپيان شول . پرنړيوال تجارتي مركز بر يد د نړۍ په تاريخ كې د يو ستر بدلون په توګه را څرګنده شوه .او د سپټمبر تر پيښې وروسته دنړۍ په ډيرو برخو كې د ورته پيښو او ورانيو پل كيښودل شو . افغانستان چې په دې وخت كې پر امريكا د بريد كوونكو كوربه و، د امريكايي فوځيانو بريدونو ته شپې او ورځې سبا كولاى . پرافغان وګړو د امريكايي پوځيانو د بريد ويره دومره غټه خبره نه و ځكه افغان وګړى د تاريخ په اوږدو كې ډير ځلې له دغسې نړيوالو بريدونوسره مخ شوى و، ښايې دوې ته پر افغانستان د وخت د روسيي  پوځيانودبريد او خونړيو پيښو شپې او ورځې راپه يادى كړى  . دافغانستان په ډيرو سيمو كې خلګ د سپټمبر دپښې ترشا د سترو بدلونونو په  اړه په فكر كې ول ، دسل په سلو كې د بريد د احتمال ورځې وى ، غواړم ددې ورځو يوه كيسه پيل كړم . دا مهال مونږ په ننګرهار پوهنتون كې پرزده كړو بوخت و، دپوهنتون په انګړ كې چوپه چوپتيا و ، ډير شمير خلك د نورو ورځو په څير لږ ښكاره كيدل ، په سړكونو يو شمير هغه گاډى ترسترګو كيدل چې خلكو پكې خپل كورونه له يوې سيمې څخه خوندي سيمو او ډيرو بيا ګاونډى هېواد پاكستان ته وړلي . افغان محصلين هم ډير ترسترګو كيدل چې خپلې بسترى ترشا د خپلو كورونو پرلورى د تګ نيت درلود. دغه ورځ د جمعي مباركه ورځ و ، په رښتيا هم له نورو ورځ سره يې توپير درلود ، هغه پرونۍ خيال او فكر نن ترسترګو نه ليدل كيده . يو شمير د پوهنتون استادان چې لا تر دې مهاله يې خپل كورونه د امريكايي بريد څخه د خوندي كيدو په نيت خوندي  سيمواو ځايونو  ته نه و وړي  دخپلو كورونو ترڅنګ پريشانه ترسترګو كيدل ، ټول پريشانه ښكاره كيدل اخر څه خبره و ، خو ډيرو بيا د كال ۱۳۵۸هـ  دمرغومۍ په شپږمه نيټه د وخت روسي ښكيلاك ګرو پر افغانستان د  بريد او خونړيو ورځو د پيل په څير فكر درلودل . ما غوښته چې د پوهنتون رياست ته لاړ شم ، خپل يو ملګرى ته مې وويل : راځه چې د پوهنتون تر رياسته لاړ شو او په لاره كې به خبرې هم وكړو، ملګرى مې راته وويل هلكه نن د جمعي ورځ ده هيڅ خبره نشته څه كوو چې ځو. ما ورته وويل راځه هلته به له استادانو څخه د وروستيو پيښو په اړه معلومات واخلو، د پوهنتون رياست ته څيرمه د فوټبال د لوبغالي ترڅنګ د استادانو يوه  ډله مو ترسترګو شول ، ورغلو او ترسلام وروسته مو دهغوې خبرو ته غوږ ونيول . امريكايي پوځيانو خپل بريدونه پيل كړي ، يو شمير امريكايي پوځيان د افغانستان شمال ته چې دا مهالې له طالبانو سره په مخامخ جګړو كې ښكيل و رسيدلي ، ښايي په شمال كې ميشت د طالبانو پر وړاندې د جګړې دپاى شيبې رسيدلي وى ، ځكه څو اوونۍ وړاندې د شمال يو تن قومندان احمد شاه مسعود خپل ژوند دلاسه وركړى دهغه پلاويانو خپل هر څه دلاسه وركړي  ،طالبانو چې تر دې مهاله يې د افغانستان پر      ۹۵ % خاوره يې واك درلود، ښايې چې طالبان پر ټول افغانستان واك ترلاسه كړى څو شيبې وروسته زما  ملګرو ( سيدهارون ، او داود شيګيوال ) راته وويل چې په ښار كې زمونږ  يو چيرته كار دى راځه چې لاړ شو ، ما ورته وويل سمه ده ورځي  چې ځو، هغه ځاى ته ورسيدو چيرته چې هغه هلكانو ته خپل ملګرو انتظار كاوه . له سپين رنګي  ډاډسنۍ نه دهغه ملګري راكښته شو ، تر ستړى مشۍ وروسته هغه هلك راته وويل چې  ته دلته كينه مونږ دغه ودانۍ ته ننوزو، ما ورته وويل سمه ده زه به  دلته په انتظار اوباسم. وروسته زير شوم چې دغه ودانۍ د طالبانو د مهال د استخباراتو پورى اړونده اداره ده، دغه هلكان په پوهنتون كې ديوې پيښې دسپيناوى په اړه راغوښتل شوى و، ښايې څو اونۍ وړاندې د يوې فرهنګي غونډې او مشاعرى په وخت كې د طالبانو له دريځ سره كومه خبره په ټكر كې و  ، نو ځكه دغه محصلين ددې خبرې دسپيناوى په اړه راغلي و . زه په سپينه ډاډسنه كې د هغه دملګرو سره كيناستم ، او خپلو نورو ملګرو ته مو انتظار كاوه ، په همدغه وخت كې دموټر چلوونكي په ټيپ كې د طالبانو د وخت يوه ترانه كيښوده ، دهغه وخت ټولې سندري حماسى وي ، مونږ هم ډير وخت د قاري فضل الدين سراجي تراني اوريدل چې يو له خوږ ژبو ترانه ويونكو څخه و، خلكو له ډار نه يو نيم د موسيقۍ سندرى په پټه او هغه هم په كورنو كې اوريدل . څوشيبي مو همغه ترانو ته غوږ نيولي و، اخر زما زړه هم بړاس وكه او دموټرچلوونكي ته مي وويل : ياره د ډب او ډوپ كومه كسټه كه درسره وى خو ډيره به ښه شي . دا مهال د سپينو او تورو لونګيو تړل يو دود و حتي تردې چې د ښوونځيو پر زده كوونكو هم جبرى تور او يا سپين لونګۍ وهل كيده  ، دموټرچلوونكي ښايسته ځوان هلك او له دود سره سم يې تور لونګۍ پرسر د موټر چوكۍ شاته لاس تير كړ او يوه زړه كسټه يې را وويست . يو ځلي په ټيپ كې د ترانو دغږ پرځاى د يوې نااشنا سړى دغزولو او موسيقۍ غږ مې ترغوږ شو، هلك ته مې وويل ياره سم كار دې وكه. هلكه ! داخلك وايې چې طالبان سندرى نه اورى نو دا كسټه دې د كومه كه ، هلك راته وويل يار مونږ  هم كله ناكله  يو نيم د ډنګ او ډول كستي ساتو،خو ټول طالبان بيا ورته نظر نه درلود. د موسيقۍ  دپيل شيبې وى چې يو ناڅاپه د مرميو او ډزو غږونه مو ترغوږ شول ، وراخطا شو او له موټر نه ژر ښكته شوم ، سل متره لرى مو د موټرو يو لوى كاروان وليدل چې زمونږ په لوري راتلل ، حيران شو چې اخرڅه خبره ده اخر دا امريكايان دلته راورسيدل  . ډزو اوچغو زور وموند ( الله اكبر  الله اكبر ) تر اوريدو وروسته مو زړه ته يو څه ډاډ وركړ ، شكر خدايه چې دا امريكايان نه دى ، اوس حيران وچې دا دومره خلګ دلته د څه لپاره راغلي . د يوې فلاينكوچ ډوله موټر د پاسه يو شمير تنكي ځوانان چې سپين بيرغونه او كلاشينكوفونه يې په لاسونو كې و ، د ډزو ترڅنګ يې مرګ پر امريكا ، زنده باد طالبان چغې وهلې ، د موټرو كاروان ودريدل ، له كرولا ډوله موټر نه خلك راتاو شول . زه او زما نور ملګرى دهغه موټر په لورى ورغلو ، يو سپين ږيرى سړي چې شاوو خوا د شپيتو او يا اويا كلونو په عمر كې و، د مزرى  خولى او ښايسته كليوالي پكړۍ  يې پرسر او پخواني شلخي ټوپك يې په غاړه و، داسې  ښكاره كيده چې دغه سپين ږيرى د شينوارو له ولسوالۍ څخه دى. ما ورته وويل بابا څه خبره ده ؟  ، بابا چې د نارينتوب او ميړاني  چغې وهلې ويې ويل : مونږ د امريكايانواو پرنګيانو جاسوسه او جاسوسان نيولي ، جاسوسه ده  ځان خبركه  او نورو ته يې خطاب كاوه شاباس تكړه شئ  دا مړه كړئ ، چې نور افغانستان ته داپرنګيان او امريكايان زړه ښه نه كړي ( د  ۱۸۳۸  م او ۱۸۷۴ م ) كلونو په دوران كې هغه وخت چې افغانستان دانګريزان سره په جګړه كې و، ډير شمير انګريزى پوځيان دافغانستان د نورو سيمو ترڅنګ د شينوارو او تورخم  له لارې راننوتل  ، په همدې توګه يو زيات شمير افغانانو انګريزانو ته د پرانګيانو خطاب كاوه  . موټر ته نژدي شو غوښتل مو چې جاسوسه وګورو ، په همدې وخت كې زما ملګري چې  تر ما مخكې يې  ځان رسولي و، ماته يې وويل هلكه زر راشه ته خو يو نيم يو څو ټكي په انګريزى ژبه پوهيږى راشه او خبرې وكړه . ورغلم ګورم چې په موټر كې دننه يوه غټه چاغه  ښځه چې پاكستاني ډوله  بقره يې پر تن او ورسره يوه وړه نجلۍ  دوه كسه نارينه  ناست دي ، زه چې لا تراوسه په دې نه پوهيدم چې اخر داخلك څوك دي خو بيا هم نژدى شوم ، يو كس چې تور لونكۍ يې پرسر و ماته يې وويل ته دوى ته په انګريزى  ژبه ووايه چې راښكته شي . زه ورمخكي شوم او په انګريزى  ژبه مې ورته وويل راښكته شىء ، له موټر نه دغه ښځه او هغه دوه سړى راښكته شول ، ومې ليده چې د ښځې پښى لوڅې دى ، ما ورته خپلې سپلۍ وركړ ، هغۍ رانه په انګريزى ژبه مننه وكړه ، ما ورته وويل نه مننۍ ته ضرورت نشته دا زمونږ ملي او اسلامي دنده او دود دى . ښځه چې تر دې مهاله يې پر مخ د ډار او ويرى اثارات ښكاره كيده ، راروانه شوه ، دوي  ته هغه سړى چې تور لونګۍ يې پرسر و  د ودانۍ دننه د تلو لارښوونه وكړ. زه وروسته شوم او نه مې غوښتل چې نور دننه ورشم ، خو كله چې دهغه سړى پام شو غږ يې وكړ ، هلكه ! ولې وروسته شوى راشه دلته دننه ، دغې  ښځې سره په انګريزى  خبرې وكه ، دا وخت ستا ضرورت دى ، دلته هيڅوك په انګريزى ژبه نه پوهيږى ته راشه . زه هم ورغلم لمړى هغې كوټى ته چې له كاروان سره راغليو خلكو پكې شنه چاى  څښلي او په ډير ميړانه  او غرور يې خبري كولاي . مخامخ ناست سړى ملاتاج محمد نوميده خلكو هغه ته د خپل توري او ميړاني په اړه خبرې كولي ، يوتن چې په دغو خلكو كې مشر ښكاره كيده ويې ويل : مونږ د شينوارو ولسوالۍ اړوند خلكو د     صه صوفي په سيمه كې پرافغانستان د امريكايانودبريد پر ضد لاريون كاوه ،هلته مونږ پخوا نه هم خبر و چې د امريكايانو او پرنګيانو جاسوسان راننوتي په همدغه وخت كې مو وليدل  چې دغې جاسوسي ښځې زمونږ تصويرونه اخستل او ومو ليدل  چې دا جاسوسه ده زر مو دغه ښځه ونيوله او تر تاسو مو راوسته . ما ته يوكس چې توره لونګۍ يې وهلي و وويل چې ته راشه هغه بلې كوټي ته هغې ښځۍ سره خبرى وكه چې څوك ده او څه لپاره راغلۍ ده . ورغلم ، كله چې كوټي ته دننه شوم ومې ليده چې هغه ښځه سره د نورو دوه كسانو او يوه ښكلي وړه نجلۍ ناست دي ، د ټولو پر مخونو ويره ښكاره كيده ، لمړى مې هغه بهرنۍ ښځى نه پوښتنه وكړ  او ومې ويل : ډير زيات بښنه غواړم چې زه د پوهنتون زده كوونكي يم او دلته د ملګرو سره راغلي يم  دلته څوك نشته چې په انګريزى ژبه خبري وكړي ، پس زه دلته صرف د څو شيبو لپاره ستاسواو ددې كسانو  د ژباړونكي په توګه يم ، هيڅ د خپګان فكر ونه كړى هرڅه به انشاءالله حل شي  او وروسته مې ترى پوښتنه وكړه  چې څوك يې او نوم دى څه دى . ښځه چې تر دې مهال يې د ويرى احساس كاوه لږ غوندې د ارمتيا احساس يې وكړه  په بندو بندو خبرو يې وويل ، زه يوه برتانيوۍ ژورنالسته يمه نوم مې يوان ريډلى ده، له برټاني نه خپريدنكي ورځپاڼي سڼدى نيوز سره كار كوم ، څو اونۍ مخكي پاكستان ته راغلمه ، او هلته په انټركانټينټال هوټل كې اوسيږم . ما غوښتله ته چې د افغان ګډوالو او پر افغانستان د امريكا د بريدونو په اړه يوه مقاله وليكم ، نو ځكه افغانستان ته د پاكستان د قبايلي سيمو څخه  راننوتمه، پوهيدمه چې دا كار خورا سخته ده ، ځكه ماته خلكو ويلي و چې ښايي ستا ژوند له ګواښ سره مخ شي خو زه راغلمه او ددغو كسانو لخوا ونيول شومه ، دغه دوه كسه له ماسره نه دى. دهغه دوه كسانو په اړه دهغوي د خبرو له مخې يوكس د ننګرهارولايت د كامى ولسوالۍ اوسيدونكي او بل تن د پاكستان تبعه و. ما د برټانيوۍ ژورنالستۍ خبره مسولوكسانو ته وژباړل چې له دوي څخه  د پوښتني لپاره راغلي و، په همدغه شيبه كې هغه كس د باندې ووته ما د وخت نه په گټي اخستني سره يوان ريډلي ته وويل : زه دلته له تاسره هيڅ مرسته نشم كولاى زه يو محصل يم او په پوهنتون كې پر زده كړو بوخت يم ، ته مهرباني وكړه او ماته خپل پته وليكه ممكن كيداى شي چې ستا پته ماسره پاتي شي او كه ستا د نيولو په اړه چاته خبر وركوي زه به يې  خبر كړم ممكن زه څو ورځې بعد پاكستان ته لاړ شم   . ما د يوان ريډلي نه د هغه د شخصي ژوند په اړه پوښتنه وكړه ، هغه راته وويل چې زما ميړه مسلمان دى، يوه لور لرم .  ما ورته وويل صرف يوه لور؟ هغه ځواب راكړه ويې ويل : هو  زه عملياته شوى يمه او نشم كولاي چې نور ماشومان راوړم . يوان ريډلي چې تردې مهال يې د ويرى احساس كاوه بيا هم زړه وره ښكاره كيده او دا ددې معنا وركاوه چې رښتيا هم هغه يوه ژورنالسته ده، رښتيا هم چې ژورنالسټان له داسې پيښو سره مخ كيږى وروسته يې ما ته خپل پته او ټيلفون شميره وليكله   او زما قلم يې واخسته او بيا يې رانكړ . په همدغه وخت كې يوان ريډلي د چايو غوښتنه وكړه ، ما هغه مسول كس ته وويل چې لږ چاى راوړي ، هغه كس چاى راوړه ، ما يوان ريډلى ته چاى واچاو او ورته مې وويل : بوره واچوم ، هغې ځواب راكړه ويې ويل هو بوره واچوه ،  همدغه و چې هغې څو پرلاپسي دشنو چايو  ګيلاسونه وڅښه . ريډلي وويل رښتيا هم ډيره خوندوره چاى وه ډير يې خوند راكړه ځكه مې ډيره وڅكله بيا يې وويله اجازه ده چې خپې وغزوم ستړۍ شوى يمه ، ما ورته وويل هو ولې نه ، زما په ذهن كې لا ددې خبرې ډاډ نه و چې يوان ريډلى په خپلو خبرو كې څومر رښتيا وايې ، ما تل  فكر كاوه چې هغه به راته نا سم ځوابونه راكړى وي . په همدغه وخت كې هغه مسول كس راننوته او ماته يې وويل مننه كور دې ودان ته كولاى شي اوس لاړ شي ، ما هم له دوى نه اجازه واخسته او له كوټي نه ووتم . وروسته خبر شوم چې هغه ښځه ( يوان ريډلي ) طالبانو پريښوده . برټانيي ته له تلو وروسته مسلمانه شوه او خپل د نيولو په اړه يې يو كتاب هم وليكه ، ما تل غوښته چې د يوان ريډلي په اړه دغه كيسه وليكم  خو وخت او حالاتو ددې اجازه نه راكاوه چې زه دغه كيسه بشپړ كړم ، خو يادښتونه مي شاوو خوا وه كاله  مخكې ليكلي و. څوكاله پخوا مې خپل هغه ملګرى وليده كوم چې د يوان ريډلي د نيول كيدو په ورځ هلته و، هغه راته وويل هلكه هغه  ژورنالسته څه شوه ؟ والله چې روغ جاسوسه  وه هسي يې ځان په ژورنالسټانو كې وهلۍ وه ، مسكي شوم او ورته مې وويل اشنا ته خبر نه يې هغه جاسوسه نه وه هغه يوه ژورنالسته وه چې اوس مسلمانه شوى ده .