همت

دلبره زه چې ستا رضا نيسمه
په هر قدم کی می ګناه نيسمه

دا چې شلېدلی ګريوان ګرځمه زه
ځان د مجنون دګورترخوا نيسمه

پدې ساده زاهد مې نه شي باور
دين دکعبې د در پېشوا نيسمه

پرې نه پوهيږمه چې کوم لوری ځم
کله دنيا کله عقبا نيسمه

په بازاري مينه غلط چې نشم
دود د يوسف او زليخا نيسمه

چې می باورد خوږاشنا شي حاصل
دمينې ليار يې په ريښتيا نيسمه

افغانی پرېږده دقسمت خبرې
د همت ليار به خامخا نيسمه