
خدايه څه شول هغه ښكلي، ښكلي خلك
په ظا هرپه با طن سپيــن سپېــڅلي خـلك
هېـــڅ خنــده مـې لـــدې خـــلكوسره نــشي
ژاړوي مــې هـــغه ښـــكلي تـــللي خـــلـك
هو!مونږهم نن ټول ژاړو،په ډېرې خواشينۍ سره خبرشووچې،
ددستارسړى،دجرګوسړى،دهيواددسياست،ښوونې اوروزنې(دكابل پولېتخنيك انستيتيوت)اودملي ګونددحقه مبارزې دډګرنامتوسټه دمرګ دترخې څاپېړې سره په سيالۍ كې دبې وسۍ په وجه دتل لپاره لدې فاني دنيانه دتلپاتې نړى په لوري وكوچيد.
دوكتورارواښادشاه زارلېوال يوسپېڅلى،صادق،وطنپال،بشردوست،هېواددوست،صابر،روڼ اندى،دپراخې سينې څښتن او غيرتي انسان ؤ.
هغه ټول عمردافغان ولس سوكالۍ،هوساينې،نېكمرغۍ،ملي يووالي،ملي پخلاينې ته وربخښلى ؤدولس،وطن،اوخلكوګټې يې هروخت دځان ترګټوغوره ګڼلې.مونږپه اوكرائين كې ټول مېشته افغانان په تېره بيادافغانستان دملي ګوندغړي پدغه ويراوناورين كې دارواښاددكورنۍ،دوستانواوهمفكرانوسره يوځاى اوښكې تويوو
دزړه له كومې خواشيني اوخواخوږي څرګندوو.دارواښادمحترنې كورنۍ،دوستانو،همفكره ملګرواوځان ته پدې لنډۍ زغم اوصبروركوو:
دتورمرګي نه تېښته نشته كه په اسمان كې خونې وتړې مينه
دښکلادسپېڅلي څښتن په درباركې خداى بخښلي لېوال ته دجنت الفردوسغوښتونكي يوو
په درناوي
دافغانستان دملي ګوند سيميزه شورا.
۲۳-۰۳-۲۰۰۸