عزت یی شی نصیب چې ربه ستا په لیارې سم دی
ذلت په هغه چا چې د ریا په لیارې سم دی
تیریږی قافلې د زمانې نن او سبا کې
سر لوړی به وی څوک چې د الله په لیارې سم دی
انسان لري ډیر لوړه مرتبه تر بل مخلوقه
زیبیږی ورته کړه چې د عقبا په لیارې سم دی
زاهد په عبادت رسی د زهد مرتبې ته
سجدې یې شي پخې چې درضا په لیارې سم دی
سخي په سخاوت باندې حاصل د زړو رضا کړی
منلی به وی څوک چې د سخا په لیارې سم دی
ژوندون هسی عبث چې تیروي متاع یی څه ده
پیرو د سمی لیار د مصطفی په لیارې سم دی
درګاه ته دې الله زه افغانی لاس په دعا یم
مطلب ته رسی څوک چې مدعا په لیارې سم دی
وروستي