صرف هغه عمل قابل قبول دی کوم چه الله تعالی دپاره وی

صرف هغه عمل قابل قبول دی کوم چه الله تعالی دپاره وی۰ فقیه رح په خپل سند سره دمحمود بن لبید رض نه روایت کوی چې نبی کریم (ص) ارشاد وفرمایلو چې ستاسو په حق کی دټولو نه خوفناکه خبره دکومی نه چې ماته ویره ده شرک اصغر دی عرض وکړی شوای د الله رسوله شرک اصغر څه څیز دی؟ ارشاد یی وفرمایلو چې ریاء(رواه احمد) فایده:الله تعالی به بندګانو ته دهغوی دعملونو بدله ورکولو په وخت او فرمایی چې هغه خلکو ته لاړ شی کومو ته چې په دنیاکی تاسو د اعمال ښودل غوښتل لږ خو وګوری ایا دوی سره څه ښیګړه او خیر تاسوته ملاویدا شی؟ فقیه (رح) فرمایی چې داخبره به دوی ته ددی لپاره وویلی شی چې په دنیا کی ددوی عمل د دوهکی په بنیاد وه نو آخرت کی به په دی  بنیاد دی سره معامله کیږی څنګه چی دباری تعالی ارشاد دی ترجمه: بیشکه منافقان الله تعلی سره ددوکی معامله کوی هغه هم دوی سره دغه معامله کولو والا دی ۰ یعنی ددوی د دوکی بدله به دوی ته ورکړی او ددوی دعملونو ثواب به ختم کړی ۰ او ارشاد به اوشی ‌‌چه هغو خلکوته لاړشی چه دکومودپاره مودااعمال کړی وو. ما سره ددی هیڅ ثواب نشته ځکه چی دا خالص د الله تعلی د رضا لپاره نه وه او بنده چه الله دپاره عمل وکړی نو دثواب مستحق جوړیږی کله چه دبل حصه په دی کی راغله نو الله تعلی ددی نه بری کیږی نور بیا (یاسین زی)