خوب په سترګو کی می نه وه ټول شپه رڼا رڼا وه سپوږمی د څوارلسم وه ځما په سترګو کی ژړا وه * خاطری می د وطن د سپوږمی د شپو را یاد شو فراری چی له وطن شم هوسونه می نا ښاد شو په خیالونو کی شم ډوب شپه نا وخت هر خوا چوپتیا وه سپوږمی د څوارلسم وه ځما په سترګو کی ژړا وه * ها د شپی د بام خوبونه ها نری یخ شمالونه چی په مخ می لګیدله راوړل عطر د ګلونه پاڅیدم سهار له خوبه هره خوا ښکلی هوا وه سپوږمی د څوارلسم وه ځما په سترګو کی ژړا وه * لاړ تیر هغه دوران شو، ها یادونه ، ها بامونه ها رڼا د سپوږمی ، ها د شپی اوږد مجلسونه خاطری می یادول شپه شو تیر (مل) سبا وه سپوږمی د څوارلسم وه ځما په سترګو کی ژړا وه * جرمنی ۴-۳-۲۰۰۸
وروستي