هنګامه


یا می شعر ډیر بی مزه دی
یا  مطرب  پوره  نیشه  دی
چی تاثیر  نه  کا  په   خلکو
د  محفل   یاران   ویده  دی
پښتنو   زر   را بیدار   شی
ترږمی  کی   مو  شپه  دی
ځانځانی نه لاس په سر شی
خلک جګړی ځنی خسته دی
وطن ستا واک یی د بل  دی
هر پردی  غټ داروغه دی
ورته رټ رټ  ولی  ګوری
د  خوشحال  توره تیره  دی
زلزله    په  غلیم   جوړ که
ستا   د   خلکو   تلوسه  دی
وطنوال  سره   ټول   شوی
ځما په  غوږ کی غلغله  دی
درته    وایمه    را    پا څه
چی حریت  مو  بر مته  دی
بندګی   می   نه   خوښیږی
آزادی  می  لوی   میله  دی
د    ناپوه    ورور   د  لاسه
په سینه می غټ  بوغمه دی
راوچت  شه  پښتون وروره
چی د خلکو  صف  بسته دی
سر په سر په دښمن وکړه ګذار
مل هم تل حاضر در سره دی
                    جرمنی
               3-2-2008