
بسم الله الرحمن الرحيم
د ځوانانو د سولې او يووالي اتحاديه
Youths Peace & Unity Organization
(YPUO)
د ځوانانو د سولې او يووالی اتحاديه چې د تيرو څو کالونو څخه د افغانستان ځوانان د جنګ او نښتو پرځای سوله، يووالی، اتفاق او اتحاد ته رابولي، او هغوی هڅوي ترڅو په خپله د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره د سولې او اتفاق فضا جوړه کړي، د ورور وژنې جنګ چې د تيرو درې لسيزو څخه بل دی، پخپله مړ کړي، او د اور اچونکو د مخونو څخه نقابونه لرې کړي، ترڅو د اسلام او بشريت دښمنان ټول هېوادوال او نړۍ وويني.
د ځوانانو د سولی او يووالی اتحاديه نه خو نوی نوم دی او نه د کوم بل ځای نه مسلطه شوې، بلکې د څو لسيزو نه په فعاليت لګيا ده، اتحاديه د ټولو ګرانو هېوادوالو او د ټولې نړی د مسلمانانو دوستۍ ته سترګې په لار ده، او هيلې لري چې خپلې مرستې د اتحادېې څخه ونه سپموئ .
په ټوله نړی کی د سوله او يووالی په هيله
د ځوانانو د سولې او يووالي اتحاديه