
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپلو زيات شمير خپرونو په دوام دادی ديوې مطبوعاتي اعلاميې په ترڅ کې دډنمارکي خپرونو له خوا داسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) له سپکاوي ډکو کاريکاتورونو بيا خپرول او د هالينډ هيواد کې د انحضرت په نسبت له سپکاوي ډک فلم برابرول په کلکه غندي . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه عمل نه يوازې غندي بلکې هغه له نړيوال تروريزم سره يو ډول همکاري بولي . داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دي باور دي چې دغه شان عملونه دبيان له ازادۍ سره هيڅ راز اړيکي نه لري بلکې هغه تروريستان ورڅخه ګټه اخلي چې داسلام مقدس دين يى دخپلو تورو عملونو لپاره وسيله ګرځولې ده .