چا وران کړو دا وطن چا ترې لوټ کړې خزانه ده
ظالمه زمانه ده ، ظالمه زمانه ده
چه خپل يې ورانوي بيا د پردو نه څه ګېله ده
ظالمه زمانه ده ، ظالمه زمانه ده
هر چا تر خپله وسه دا وطن کړلو خراب
څوک ناست دی بلډنګو کې په ډالر کوي حساب
څوک پروت دی په خيمه کې له يخنۍ نه شو کباب
هر چا ده غږولې د خپل خوښې ترانه ده
ظالمه زمانه ده ، ظالمه زمانه ده
په نوم د عدالت دی خو خيانت پکې چالان دی
غريب پدې وطن کې د ماړه نس په ارمان دی
دا ملک چاته جنت چاته په مثل د زندان دی
هستي يې رانه لوټ کړه که مو خپل که بېګانه ده
ظالمه زمانه ده ، ظالمه زمانه ده
خلک لاړه تر کيهانه موږ په خپلو کې جنګيږو
پدې عصرو زمان کې د پردو په ډول ګډيږو
نفاق او تربګنۍ کې هېڅ مطلب ته نه رسيږو
وطن په نامه يو شی ،صرف همدا يوه چاره ده
ظالمه زمانه ده ، ظالمه زمانه ده
ټينګ عزم افغاني او ورورګلوي مو سعادت دی
وطن ته د با دردو هېواد والو ضرورت دی
يووالی اتحاد زمونږه پوهه ده همت دی
وطن به شي اباد که دا مو عزم او اراده ده
ظالمه زمانه ده ، ظالمه زمانه ده
سميع الدين افغانی
۲۵ /۲ / ۲۰۰۸
مهاجرت
وروستي