خوب

ما د  وړې  پادشاهۍ  خوب  لیدو
چې سرمې جګ کړ زه په جیل کې ومه
زه  د جیلونو او کمپونو مینځ  کې
د افغانانو  په  سر خیل کې  ومه

خوب کې دخپل وطن امیر ومه زه
په خپل ولس باندې  زهیر ومه  زه
وو  هر طرف  ته ټول  اباد کورونه
په کې ښایسته ښایسته د بڼ ګلونه
ښه راشه درشه او اخلاص مې لیدو
زه  د قومونو  په  هر خیل کې  ومه
زه  دجیلونو او کمپونو  مینځ  کې
د افغانانو  په  سر خیل  کې  ومه

وطن ښایسته ښکلی اباد و زما
د  ولسونو  اتحاد  و  زما
د رنګینو  باغونو  جوړ و  وطن
ښه په ښایسته وادیوموړو وطن
چه سرمې جګ کړ دنیا بل شانې وه
د بی وسی ژوندون په سیل کې ومه
زه د جیلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو په سر خیل کې ومه

څوک دخواږه خواخوږي ویر ته ناست و
د  نا امید  ژوندون  تدبیر ته  ناست  و
عجب  روزګار عجیب  خیالونه  وو  بد
د  ناروا  ښکاري   چمونه  وو  بد
ټول وو پردي ،پردي پردي ښکاریدل
دلا مذهب ښکاري په  ښکیل کې ومه
زه  د جیلونو او کمپونو  مینځ  کې
د  افغانانو  په  سر خیل  کې  ومه

د جوړ وطن نه هدیرې جوړې وې
د  شهیدانو  ترې تپې   ډکې  وې
ورانې جادې وران تعمیرونه وو ټول
زړونه ویشتلي پرې داغونه وو ټول
د خوږ ژوندون اخرنۍ شیبې وې
د تدریجي مرګي په ټیل کې ومه
زه  د جیلونو لاګرونو  مینځ   کې
د افغانانو  په  سر خیل  کې  ومه

د ځان  ځانیو  نه  نفاق جوړ و
د مرګ او ژوبلې اتفاق جوړ و
خلک وو خواره او مهاجر هر طرف
د  کور  او کلي  مسافر  هر  طرف
خوږ افغاني وطن مو وران کړخپله
د مرګني  طوفان  په  ټیل کې  ومه
زه د جیلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو  په  سر خیل کې  ومه