خـبـر تـيـا

په جرمني کې دکونړ د ځوانانو دکولتوري ټولنې په نوښت د2008ع کال د مارچ د مياشتې په پنځلسمه (15) نېټه د »کونړ سيند» تر سرليک لاندې ، په لومړي ځل ازاده مشاعره جوړيږي.

دکونړ د ځوانانو کولتوري ټولنه د خپلو موخو او کړنو په لار کې چې  دخپل ولس،ژبـې او کولتور د ساتنې  او پرمختيا لپاره يې کوي، وياړي چې لر او بر پښتانه شاعران، ليکوالان اود قلم خاوندان په يو ټغر راغونډ کړي.

پدې وسيله دهېواد د درنو شاعرانو او قلموالو څخه هيله کيږي چې په خپل ګډون سره دغه مشاعره لا درنه کړۍ، خپل شعرونه مونږ ته په لاندې پته راوليږئ .
په درناوي
د کونړ د ځوانانود کولتوري ټولنې دکار ډله

.

Aziz Sarshar      Westring 28 50389 Wesseling Germany Mob.: 0178 5931968 E-mail: aziz-sarshar@ hotmail.de nasirstori@web.de تيليفوني اړيکې :    0173 2864992: فريدالله ساپی    0173 2435350: شيرولی شير   0163 6051753  :مطيع الله روفی