په هيوادکې شته بدبختۍ دجګړې زېږنده دي.

درنوهيوادوالو! جګړې اوخپلمنځي اختلافات، چې په ټولنه کې د ويرماتم ورانۍ ، غميزې اوبدبختی رامېنځته کوي. په ټولنه کې ديومثبت اوښه بدلون پرځای سترې ستونزې اوخنډونه رازيږولی شي .
ګرانوافغانانو!مونږچې اوس په خپل ټاټوبي اوياهم دنورو ګاونډيو په ښارونواوکوڅوکې کومې پتمنې پښتنې کونډې اوبېوزله  ګورړ.   داټول په هيوادکې دتېرو جګړوپاتي شوني دي.
متل دی،چې (وينه  په وينه نه مېنځل کيږي) همداداليل دی چې زمونږ په هيوادکې تراوسه پورې په دغو دريولسيزوکې دجګړې ډګرسوړنه شو.
تاسوفکروکړی، چې په دغو جګړوکې څوک وژل کيږي  او کومې کورنۍ دخپلو غړو دوژنې په غم د وير ساندې وايي  ليدونکو داحقيقت دی ، چې ددغو وژنو او برباديو عامل مونږ او تاسو يو په جنګ کې ښکيلې خواوې  دتل په څيردنوروپه غوښتنه پخپلوکې سره جنګيدلي دي.
هو! داچې دامهال په ګن شميرسره ښکلي ځوانان په بهرنيو هيوادونوکې لرو زمونږ ځوانان ددې لپاره چې خپل هيواد ابادکړي په نورو هيوادونوکې خوالې تويوي او ودانيزې چارې کوي . په دې کې  يوشميرخوداسې ځوانان هم شته  چې که ترې  وپوښتل شي چې دکوم هيواد استوګن يې  دويرې خفګان او دبدنامې جګړې له امله له هويت څخه هم انکاريږي .
خوګرانوهيوادوالو! افغانستان چې يواسلامي هيواد دی په سلو ٩٩فيصده خلک يې مسلمانان دي نو اسلام دمسلمان وژنه په کلکه غندې او بې ګناه ديو مسلمان وژنه داسلام په قاموس کې ځای نلري او عاملين به يې په سخته سزا محکوميږي .
ليدونکو!څه ډول چې ويل شويدي پردی او يا ديو هيواد ملي ګټو لوټماران هغو خلکو ته ورته خصلت لري چې اوبه خړې کړه ماهيان پکې ونيسه  دخپل منځي جګړو پرمهال په لاس ورغلي فروصته ګټه پورته کوي نوهغوی دېته تياروي چې ددواړو لوريو ترمېنځ ديوې وړې خبري پراخولو لپاره داسې زمېنه برابره کړي چې  په يو بل نوم مو تلپاتې جګړې ته وهڅوي.
انسان ديوټولنيز مخلوق په صفت بايد په ټولنه کې ديوښه نيک انسان په توګه ټولنې او نورو انسانو ته  ګته ورسوي نه ديو بد انسان په څير چې خلک په خپلو مېنځو نو کې جګړې ته وهڅوي او دخپلو شوم اهدافو رسولو په خاطر دوې خواوې په جګړې ښکيلې کړي همدا لامل دی چې ځينو شته په نامه بشرپالونکو اوهيوادپالونکو انسانانو  خپله  انساني  اواسلامي دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړي تل يې دخپل هيواد دګټو څخه سطحي بردخورد کړی اودپرديو يرغل ګرو کړيو افکارو او نظريو په خاطر يې خپل هيواد دجنګ ډګر ګرځولی دی  داسې کړۍ چې دبل چا نظرياتو او فکاروته درناوی لري او ځانونوته داتلانو نومونه  ورکوي خوکه بيانوره نړۍ وکتل شي خوزمونږ په څيرانسانان اومسلمانان دي مګر نه غواړي چې په ټولنه کې دنيکيو پرځای بديو ته ملاوې وتړي  هغوی پوهيدلي چې کيدای شي زمونږ يوه ډېره واړه ترويتنه هم دټولو لپاره کومه سردردي او يا ستونزه راوزيږوي نو کله چې نړيوال په دې فکرکې دي، مونږ ته څنګه خپل وجدان اوعقل ددې اجازه راکوي چې دټولو انساني او اسلامي قوانينو برخلاف دجګړې اور ته لمن وواهو
مونږپوهيږو چې کله ناکله جګړه پرمونږ راتپل شوي خو غوره داده چې مونږ دستونزې اصلي ځای اومنشا  وپيژنو نه داچې سمدلاسه دخپل هيواد اوخلکو پرضد په ناروا اوبدکړنو لاس پوري کړو
زماهدف ديادې ليکنې يوه خوانه بلکي دجګړې دواړې غاړې دي چې ددوی له لوري دجګړي په بل شوي اور کې  دامهال بې شماره مظلوم اوبېچاره انسانان دستونزو سره مخ اوپه هرکورکې ژړاګانې دي تاسې فکروکړی چې ايا دا ژاړګانې کومې بد دعاوې نه رازيږوي تاسې که ريښتنې مسلمانان ياستې نو زمونږ غوښتنه  دا ده چې نور داخرت لپاره دخپلو ګناهونو پټي  درنده نکړي بلکې راشي دخپل يو بېچاره ورور لاسنيوی وکړي او دخپل وران ويجاړ هيواد دبياابادولوپه فکرکې شي
ځکه دخپل مينځي اختلاف له مېنځه وړلو له لارې توانيدای شو چې دپرديو بدې څيرې پيدا اوپه هکله يې سمې او دقيقې پريکړې ترسره کړو اوهم توانيدی شو،چې په هيواد اوسيمه کې يوې داسي سوله ايزې په ټولو خواوو پوره او له ستونزو خالي تګلارې په  رامينځته کولو دټولو روانو بدبختيوڅخه يوپاک نظام څښتانانو شو.
په همدې هيله ستاسې ورور زرولي خوشنود.