ferrari car
Rohi

مونږ څوګ يو؟ روهي رسنيز مرکز له ۲۰۰۶ز کال راهېسې د ان لاين ژورنالېزم په برخه کې د هېواد له معتبرو رسنيو شمېرل کيږي.
د دغه مرکز بنسټ د اورتوپدي برخې متخصص ډاکټر نېک محمد ويال اېښی او تر نن هم د روهي رسنيز مرکز د امتياز څښتن، بنسټګر او عمومي مسوول دی.
د دغه رسنيز مرکز د تخنيکي برخې ډېرۍ چارې د ويال ټېک WeyalTech ټېکنالوژۍ شرکت له خوا سمباليږي.
د روهي کلمې رېښه د روهستان، روهه او روهنيان کلمو څخه سرچينه اخلي چې يو وخت د افغانستان په غرنيو سيمو کې مېشتو پښتنو ته د وخت استعمارګرو او بهرنيو وګړو له خوا کارول کېدلې.
د افغانستان د نورو قومونو ترمنځ پښتون قوم د تاريخ په مختلفو پيړيو کې په بيلا بيلو نومونو ياد شوی چې له دې جملې ورته ورهي، روهستان او روهه کلمې هم دوی او يا هم د دوی د استوګن ځاينونو ته کار ول شوې دي. روهي کلمه د تخلص په بڼه د هېواد د وتلي لېکوال او ملي شخصيت محمد صديق صیب تلخص هم پاتې شوی.
روهي رسنيز مرکز د لومړنۍ موخې ترڅنګ هڅه کې چې د پښتو ژبې د ستر خدمتګار ښاغلي محمد صديق روهي صيب نوم هم ژوندی وساتي، خو په ماناوي او مادي ډول سره روهي رسنيز مرکز د ښاغلي محمد صديق روهي له درنې کورنۍ سره هېڅ ډول تړاو نه لري. روهي اسلامي نړۍ، ګران هېواد او په ځانګړې ډول پښتو ژبې ته د چوپړ په موخه په بې پرې، خپلواک او ناپېيلې ډول چوپړ کوي.


ټیم