پرون مې ستا په انتظار

پرون مې ستا په انتظار درسته غرمه تېره کړه بيا مې هم وې چې دا مې څه وړه شيبه تېره کړه خدای خبر تاته به د ورځې دريادېږم کنه ما دې تصوير ته ګرانه ياره ټوله شپه تېره کړه خوب مې ليده چې زه او ته جدا له يو او بل ؤ خو چې شوم ويښ په بسم الله مې کلېمه تېره کړه راته ئې سم کړو وينې وينې او کړو درد ئې پرې خور وخت مې جانانه د غزل په خيال چاړه تېره کړه بده ئې مه منه جانانه نن د ژبې په سر ستاسو محلت ستاسو کوڅې نه مې توبه تېره کړه ستا د پخپل حسن قسم وي چې به ژاړې کنه که جنازه ئې د ثاقب ستا په کوڅه تېره کړه