څلوېښتمه کاليزه دې په دې لاندې څو کرښو نمانځو :
ته او موږسره په ګډه
ـ د ژوند پېټی پر سر اېښی ـ
په څه ډېرو تيندکونو، چورلکونو
د مهال
له خورا سختو کړکېچنوکږلېچونو،
له ستغيونو کږو لارو او پېچومو
شو راتېر په هسکه غاړه
او مخسوري...
خو،
دا څه کانه در وشوه
چې دې هسې نا ببره او بېواکه،
په اوړون ټکي د منګ کې ـ
له لاس وکښې د زغم واګې،
ځان دې ښکار کړ هسې خوشې
د بېلارې هوسونو
او پرمخ دې غځېدلې
نوره سمه سيده لار کړه
رانه بيله،
ګوښې ګوښې ځانته بله !!؟
اکسفورډ، 18-09-07
جلاوطن ځوان پښت ته د مورنۍ ژبې ښوونه
د ژبښوونې د بنسټونو په رڼا کې
لومړی - پيلاميزې خبرې
د دې لپاره چې د مورنۍ ژبې ښوونه(تدريس) د ژبپوهنې او بيا کاروني يا تطبيقي ژبپوهنې linguistics) (applied يوه ډېره کاروړ ه څانګه ده او زموږ دا څېړنه هم پر همدغه چلند) ( approach ټيکاو لري، نو د ارې سکالو تر ځانګړې تخنيکي برخې له مخه راته اړينه برېښي چې په همدې تړاو د يوه ښوونيز پلان و پروګرام(curriculum ) او اړوندو ښوونتوکيو (درسي موادو) او لوستتوکيو يا درسي مفرداتو (syllabus) رغوونکيو او بيا ښوونکيو د لا زياتې خبرتياپه موخه يو لړ پيلاميزې(مقدماتي) خبرتياوې، په بله وينا، پېژندونه (تعريفونه) لنډ لنډ وړاندې کړو(1).
ژبـــــــــه
ژبه د يو لړ تړوني( اتفاقي) غږيزو او اوريزو پيلامو(نښو) يو غونډال(سېستم) دی چې هره يوه يې زموږ د يوه ذهني انځور ښکارندويي کوي. دغه انځورونه چې د يوې ټولنې وګړي يې په يوځايي ډول د خپلمنځي پوهاوي اوخبراوي (communication) لپاره پر ژبه راوړي اوخبرو اترو يا وينا( conversation or speech ) ته رښتياينه بښي،د اړوندې ټولنې د غړيو د اندونو، واندونو، ولولو، انګېرنو، نګېرنو، پارېدنو، ځاځونو، پرغزونو، اندېښنو، ګيلو ګوسو، غوښتنو، پوښتنو، غبرګونونو، موخو، وېلاړونو، خوښيو، کړ و وړو او نورو راز راز پژني او رواني اکرو بکرو... څرګندويي کوي او د چاپېريال او مهال څيزونه، ښکارندې، پېښې،ښه او بد... رااخلي. په بله وينا:
ژبه د پوهاوي راپوهاوي وسيله ده.د ژبې په مټ خپل اندونه،واندونه (خيالونه)، ولولې، هيلې او غوښتنې سيده يا ناسيده، عمودي يا افقي نورو ته لېږدولای شو. خبرې اترې يې سيده او ليکنه يې ناسيده ډول دی.که بيا يې هممهالو ته لېږدوو، افقي او که راتلونکو پښتونو( نسلونو) ته يې لېږدوو، عمودي بلل کېږي.
مورنۍ ژبه او ارزښت يې
مورنۍ ژبه له اره هماغه ژبه ده چې يو وګړی يې ړومبی ځل په کوشينه کې له مور، تي مور، پلار، خور، نيا، نيکه يا بل هرهغه کالخوای(ولي، سرپرست) څخه زده کوي چې پالنه او پاملرنه يې ور تر غاړې وي. مانا داچې اړينه نه ده، هغه دې يوازې له هماغې خپلې بيالوجيکي مور زده کړي، خو څنګه يې چې له پخوا زمانو راهيسې په زده کړه کې دادکۍ(ارې) مور ونډه ټاکنده راغلې ده، نو په دوديز او ټوليز ډول په دغه نامه(مورنۍ ژبه) همداسې نومولې پاتې ده. هرګوره، ژبپوهان يې نن سبا تر((مورنۍ)) ((لومړنۍ )) ستاينوم ډېر کاروي . دا سې هم نه ده چې ګوندې هرکوشنی به هرو مرو د خپلې ارې مور ژبه زده کوي او کېدای شي اړوند کالخوای يې د کومې بلې ژبې ويونکی اوسي او هماغه يې لومړۍ زده کړې ژبه وګرځي .
په کابل ښار کې داسې کورنۍ هم ښايسته ډېرې ليدل شوي چې کوشنيان يې تر پښتنو ميندو د پارسيوانو پلرونو او نورو ورسره کورنيو غړيو او کور بهر ورته چاپېريال تر اغېز لاندې يې پارسي لومړۍ ژبه ګرځي او ميندې يې هم دېته اړوځي چې ورسره پارسي و غږېږي. ان هغه مهال چې په هغه ښار کې پښتوژبې کورنۍ لږې او خال خال وې، داسې بېلګه نيمه هم مخې ته راتله چې د پښتنو مور و پلار کوشنيان له چاپېريالي اغېز منۍ سره پارسي ژبي را لوی شوي دي . داچې موروپلار ورسره زياتره پښتو غږېدلي او دوی يې پارسي غبرګون کړې، نو را وروسته يې د اړتيا يا ځانګړې لېوالتياله مخې د دويمې ژبې په توګه په اسانۍ خو له يو لړ ګرامري ښويېدنو او تېروتنو سره څه ناڅه راخپله کړې ده. په هره توګه، که له يوه داسې کمپېښي ((دوه ژبيوالي)) راتېر شو، په ټوليز ډول هره ژبه يا ژبې چې يوکوشنی يې تر کورني چاپېرياله راوروسته زده کوي، دويمه او پردۍ ژبه بلل کېږي (2).
دزده کړې د وسيلې په توګه
ژبپوهان او ښوونپوهان په ګډو څېړنو پلټنو کې دې پايلې ته رسېدلي چې مورنۍ يا لومړنۍ ژبه د پردۍ ژبې په پرتله په سل کې له 25 تر 30 د زده کړې بهير زيات چټکولای او ګټورولای شي. د ساري په ډول يوپښتون کوشنی (ډوډۍ) تر(نان) ځکه ژر لوستلای او ليکلای شي چې له مانا او وينګ سره يې وار له واره بلد دی او ټول پام يې يوازې پر لوست و ليک راټولېږي، همداسې يې پارسيوان هم پرخپل وار تر(ډوډۍ) د (نان) لوست و ليک ژر او اسان زده کولای شي.
له همدې لامله مورنۍ ژبه لږ تر لږه د ليک و لوست او ورپسې د نورو لومړنيو زده کړو د وسيله ( mediumژبې په توګه، لکه پخپله زده کړه (تعليم)، د هرچا له بنسټيزو انساني او مدنی رښتو(حقوقو) څخه ګڼل شوې ده.
نړيوال فرهنګي سازمان يونسکو هم له همدې پلوه ټولو دولتونو او حکومتونو ته پرله پسې سپارښتنه او ټينګارکوي چې بايد د نوي زده کوونکي کوشني دغه رښته(حق) له هر راز بلوساک و زبېښاک، تنګ ليدۍ، سخې رخې، توپيرو تربګنۍ، سيالۍ اوکمينۍ ... خوندي وساتي، که هغه پرهېوادني کچ وي، يا جهاني کچ. په بله وينا، د خپل هېواد دننه وي، يا په جلاوطنۍکې د بل (کوربه) هېواد دننه!
داچې د افغانستان د ښوونې روزنې چارواکو د همدغه سږني ښوونيز يا تعليمي(1386ل) کال له پيل سره د کابل ښار په پښتون مېشتو ښارمېنو (کارتو) او شاوخوا سيموکې يو لړ جلا لومړني پښتو ښوونځي يا د پارسي ژبو ښوونځيو دننه پښتو ټولګي پر کار واچول، د همدغه نړيوال بشري حق پرځايکړه بلل کېږي، هغه هم د کابل ښارد اړوندو کورنيو د کلونو کلونو په پرله پسې غوښتنو اوفشارونو سره.
دا د خواشينۍ خبره ده چې يو شمېر تنګ ليدي او لنډ اندي تش پر نامه هېواد وال دغه ملي- انساني هڅه (( پشتوسازي)) انګېري او د انتي پشتني- افغاني انګروزو په لړ کې يې د يوې تازه پلمې او وسلې په توګه را مخته کوي. د چا خبره، خپل ملي ضد ستم بين المللي او انساني ضد ستم ته ور غځوي!
يوژبی اودوه ژبی
يوژبی (monolingual)هغه څوک دی چې هماغه يوه مورنۍ يا لومړنۍ ژبه يې زده وي او کاروي يې . يوژبيوالی لږ تر لږه درې لاملونه لري : يا يې په اړوند کورني يا ټولنيز چاپېريال کې دويمه ژبه نه وي ، يايې له بل يا نورو ژبنيو چاپېريالونو او ويونکيو سره راشه درشه او اړيکي او ياورته د زده کړې کابو او کېدون . يو ژبې ټولنه بيا هغه ده چې په اړوند ټاټوبي کې يې هماغه يوه ژبه شتون ولري او هماغه يې يوازينۍ ملي او رسمي ژبه اوسي.هرګوره، په نړۍ کې د يوژبيو وګړو او ټولنو شمېر تر دوه ژبيو هغو ډېرليدل کېږي(3).
دوه ژبیbilingual) ) وګړی هغه دی چې له اره يې په دوه ژبي کورني يا هېوادني چاپېر يال کې چې د بېلګې په توګه يې پلار پښتو ژبی وي او مور يې پارسي ژبې، له هماغه زېږون راهيسې هممهال دوې غبرګې ژبې زده کړې وي. دوه ژبې ټولنه بيا هغه ده چې په اړوند ټاټوبي کې يې دوه ژبې وي، لکه په افغانستان کې ديو ګڼ شمېر نورو(لږه کيو) ژبو پر وړاندې دوې غورې(پښتو او پارسي) ژبې له لږو ډېر توپير سره يو برابر رسمي او کاروني ارزښت لري. داهم ازمايل شوې چې د دوه ژبي ذهن، اندو واند(انديشه و خيال) تر يو ژبي همزولي هغه ښه ترا وده وش مو مي، ځکه دوه ژبني سېستمونه سره پکې همزمان اړخونه بدلوي (4).
دويم ډول يې داچې يوه کوشني تر مورنۍ(لومړنۍ) ژبې وروسته دويمه ژبه لږوډېره له نژدې يا لرې چاپېرياله او يا هم د ښوونځي او ليک لوست له لارې زده کړې اوسي، لکه واخلې دري پارسي چې له پخوا راهيسې په کابل کې له وړکتونه تر پوهنتونه پرنورو ګردو استوګنو د يوازېنۍ تعليمي ژبې په توګه تپل شوې ده. له همدې کبله دا راز دوه ژبيوالي ته اجباري، نا طبيعي يا ښوونځيوال دوه ژبيوالی(school bilingualism) وايي او پر وړاندې يې مخکيني هغه ته طبيعي، رښتينی يا بشپړ دوه ژبيوالی (natural bilingualism) او هممهال د يو برابر لاسبري له پلوه غبرګ دوه ژبيوالی
( ambilingualism). همدراز يې د د ندو اوموخو له پلوه نورډولونه هم درواخله(5).
د ښوونځيوال دوه ژبي کوشني(پښتوژبي او بل هر نا پارسي ژبي) د هوښيارتيا او ځيرکتيا کچه(IQ) هم څه ناڅه تر يو ژبي همزولي( پارسيوان) لوړه ختلای شي. د دې خبرې ژوندۍ بېلګې د هېواد په بېلابېلو سيمو، په تېره کابل ښار او اړوندو ښوونځيو کې ښايسته ډېرې ليدل شوې او لا ليدل کېږي.
هرګوره، تر نهه کلنۍ پورې درېيمه ژبه پر کوشني باندې پېټی کېږي . لکه څنګه چې دپاکستان په لومړنيو ښوونځيوکې له هماغه لومړي کال څخه د دوه سلنې(فيصدي) لږه کۍ اجباري سرکاري ژبې (اردو) ترڅنګه عربي او بيا (ښايي)مورنۍ يا سيمه ييږه ژبه ټولو ماشومانو ته ور زده کېږي او پر څلورم کال ور باندې انګرېزي هم ورسرباري کېږي چې نه له ښوونپوهنيزو (پېداګو لوجيکي) ارونو او دويونو(اصولو او قواعدو) سره سمون لري، نه له ژبپو- هنيزو (لېنګويستيکي)، ټولنپوهنيزو (سوسيالوجيکي)، ارواپوهنيزو (سايکولوجيکي) هغو سره، او له دغو ټولو سره سره له بشري رښتو(حقوقو) څخه د دغه دولت يو څرګند سر غړاوی بلل کېږي!
په ټوليز ډول په کوشينه کې د اورېدو له لارې د مورنۍ( لومړنۍ) زده کړې ژبه تر بلې هرې زده کړې ژبې زياته پخه او پياوړې وي او له زړه، ذهن او شعور، په بله وينا، اندو واند او خوب و خيال، نګېرنو، انګېرنو او ولولو سره تر ټولو زيات نه شلېدونکی اړاو تړاو لري. د ساري په توګه هغه ناڅاپي يا هيجاني چغې غږونه يې چې د يوې نا ببرې پېښې، درد، برېښ وڅړيکې، ځاځ و پرغز، پارېدنې، خوښۍ، خپګان، هېښتيا... پر مهال بېواکه او ناڅاپه له خولې راوځي، د هماغې مورنۍ ژبې ښکارندويي کوي(لکه د پښتو په تړاو:(وې، وای، واخ، اخ، و مورې، و خدايه...!).
ليکونکی له داسې يوه ار دوه ژبي افغان سره هم ورپېښ شوی چې يو وخت يې په فرانسه کې له ټکرمخامخېدو سره د مورنۍ ژبې(پارسي)پر ځای د پلار پښتو چغه له خولې ختلې وه. لامل يې هم داوو چې له دوه ژبيوالي سره سره يې په کوشينه کې له يوې مور پرته نور ګرد کورني غړي پښتو غږېدل!
د مورنۍ ژبې ساتنه
که د افغانستان غوندې په ګڼ ژبتوکميز هېواد کې دننه د هرې لويې او وړې مورنۍ (لومړنۍ) ژبې بايلنه بدلونه، نه يوازې د اړوندو ويونکيو لپاره د لومړنيو زده کړو، بلکې ورسره د تړلې فرهنګي ځانګړنې له پلوه چې د ګډ ملي-فرهنګي وکر(هويت) رغنده ټوک بلل کېږي، ناوړې او ناسکيندې پايلې درلودای شي،په بهراو بيا لويديځ کې چې نن سبا يې د وروسته پاتې کړشوي او جنګ و جهل ځپلي افغانستان هماغه ډېری زده کړه وال او پوهيال پاړکی پوړ را نغرلی، هم خورا ډېر رواني او پژني زيانونه رامنځته کولای شي.
لومړی پوخمنګی پښت خو که هرڅومره د نوي کوربه هېواد تر ژبني- فرهنګي اغېز لاندې راشي، نه مورنۍ ژبه له لاسه ورکوي او نه ملي او قومي دود و دستور او فرهنګ او ورسره هممهال را کډوال شوی ځوان پښت ښايي يوازې ژبه و ساتي، خو ورپسې تنکی، په بله وينا، درېيم پښت چې تر راتګ راوروسته د وړکتون او ښوونځي جوګه کېږي ياګرد سره له پوخمنګي يا ځوان پښته نوي رازېږي، مورنۍ ژبه ډېره اسانه له لاسه ورکوي. په تېره چې کالخوايان يې بې توپيره وي او يايې پر نقش و ارزښت دومره نه پوهېږي. ان تردې چې هغوی ورسره د په لوی لاس د مورنۍ ژبې پرځای په نوې زده کړې کوربنه ژبه غږېږي. يهودو د دې لپاره چې پر پردۍ خاوره د دين تر څنګه خپل راتپلي دولت ته داوړو يوه بله پزه هم ور جوړه کړې اوسي، په لومړي سرکې مړه مذهبي عبري له خپلو بچيانو او هغوی په وړکتونو کې له رابايانو (ملايانو) څخه زده کوله!
دا يوازې ځانخبرې(با شعوره) کورنۍ دي چې مورنۍ ژبه د ملي وکر(هويت) او فرهنګ يوازېنۍ لېږندويه او ساتندويه وسيله انګېري اوغواړي، لږترلږه يې ترخپل درېيم پښته تانده او خوندي وساتي او تر وسې وسې يې د بشپړې پردي کېدنې مخنيوی وکړي.
د دغې اړينې موخې د برياينې لپاره داسې روښاندو افغانانو لپاره دوې لارې چارې په ګوته کېدای شي:
1- تر هرڅه مخکې بايد له خپلو کوشنيانو سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې اترې وکاندې او ترڅنګه يې ورته په کورني چاپېريال کې په خپله ژبه، له ټنګ ټکوره نيولې، تر نندارمو او فېلمو پورې اوريزې – وينيزې (ايډيويژوالې) بوختوونکې او سرګرموونکې اسانتياوې برابرې کړي او په دې ډول يې له ډېرو بېلارې کوونکو تېلويزيوني فېلمونو او کمپيو ټري ګېمونو هم بې اړې او بې نيازه کاندې.
همدا رازيې تر کور بهر هم کورټ له پامه و نه غورځوي او تر يوې کچې او هغه هم په ناسيده ډول دا کا بو ور برابره کړي چې په چم ګاونډ، وړکتون يا ښوونځي کې له همژبي هېواد وال يا سيمه وال سره خوري وروري. مينه او دوستي وپالي. اړوندو کورنيو او دوستانو کره يې د روغ رنځور پوښتنې، غم و ښادۍ، کاليزې او مېلمستيا نيمې په پلمه له ځان سره بوځي. په دې توګه يې هم مورنۍ ژبه تاندوتازه پاتېږي او هم يې له ار هېوادني فرهنګ سره اړوندي او تړاو سمبالتيا او پياوړتيا مومي.
داسې هم نه چې يو مخيزيې د نوي يا دويم هېواد له هرراز همرنګۍ (assimilation) خنډ شي او د هند د نيمې وچې يا عربي هېوادو د مسلمانانو په پېښويې د خت پرتاګه، سرپټوني اومخپټوني اغوستنې کارونې ته اړ باسي. که نه په لوی لاس به خپل کوشنيان د توکميزوالې يا راسېزم موخه وګرځوي، که څه هم افغانان له دې پلوه تر تورکانو او ايرانيانو را وروسته په ټول لويديځ کې ښه نوم لري او له خپلو متلو (چېرې چې اوسې، په خوی به دهغو سې يا همرنګ جماعت باش) سره سم ژوند و ژواک راخپلوي.
لومړی او دويم پښت دې له درېيم پښته دومره تمه ونه لري چې له هره پلوه او هوبهو به د دوی پر پله پل اخلي اوکټ مټ به ورته(مشابه) افغاني اندو واند، خوی بوی او کړه وړه راخپلوي. ځکه هغه نور، د چاخبره، د ژبې او فرهنګ له پلوه د نوې(کوربنې) ټولنې لږوډ ېرغړی ګرځېدلی اولا کېدای شي، د مور(يا پلار) له خواهم افغان پاتې نه وي. داسې هم نه ده چې ګوندې دغلته دې د افغانستان غوندې درېواړه پښته سره يوځای يا نژدې واوسېږي او ترخپلې سيده ولکې او اغېزلاندې يې وساتلای شي. نو ددې لپاره چې لږ تر لږه ورباندې خپله ژبه خوندي وساتي، په بله وينا، د دويمې ژبې په توګه يې ورزده کاندې، له نورو څيزونو ورته لږوډېر تېرېدل په کاردي.
2- دويمه لاره چاره پرله غښتې زده کړه ده، هغه داچې په دغه تړاو د کوربه هېواد له مرستو او اسانتياوو څخه پوره پوره ګټه واخلي او که اړتيا پيدا شي، په خپل نوښت او لګښت اوونيز زده کړوځي يا ښوونځي رامنځته کاندې.
ترکوم ځايه چې ليکوال ته پته لګېدلې، سوېډن له هغو لويديزو او بيا اروپايي هېوادو څخه يو بېلګه هېواد دی چې د درېيمې يا پرمختيايي نړۍ له هېوادو څخه د راغليو اومېشت شويو کډوالو په ګټه خپله فرهنګي پاليسي له نړيوالو حقوقي ارونو او دويونو (نورمونو او قوانينو) سره سمه پر کار اچوي او ښه ترا لارې چارې او اسانتياوې ور برابروي. پر يوکلنو اوونيزو کورسونو سربېره په وړکتونو کې هم ور ښيي او په لومړنيو او منځنيو زده کړو کې د يوه مضمون په توګه هم پاينه(ادامه) ورکوي. هرګوره، په ناروې او اوتريش کې افغانانو په پرله پسې غوښتنو او ټينګار دغه رښته راخپله کړې ده.
په برېتانيا او بيا لندن کې مېشتوافغانانو بيا د ورته رښتې د راخپلونې لپاره د ورته هلوځلو پرځای د کاروبار (بېزنس) لار غنيمت ګڼلې او ژبني کورسونه او ښوونځي يې رامنځته کړي دي. داسې چې چلوونکي يې هم له شاګردانو باړه(فيس) اخلي او هم له اړوندو کوربه څانګو او سازمانو څخه. دغلته، هرګوره بياهم يوازې هماغه فرهنګپال او روښاندي افغانان خپل کوشنيان راولي او بې توپېره هغه ورسره کومه لېوالتيا نه لري.
په هر ډول د د رېيم پښت او لا ور پسې نورو ته د دويمې ژبې په توګه د مورنۍ ژبې زده کړه دا نړيواله ګټه هم لري چې که يومهال د کوربه يا دويم هېواد له خواخپل پلرني هېواد ته د يوه کارپوه په توګه استول کېږي، تر ارو هغو ((لويديځوالو)) ښه ترا کارکولای شي او ډېرې ګټورې پايلې او برياوې يې په برخه کېدای شي. همدا نن سبا موږ او تاسې په افغانستان کې د داسې غوروبېلګو يو څرک هومره لګولای شوچې ګوندې راتلونکې ته نور
وروستي