زه بنديوانه مرغۍ
چاته فرياد وكړمه
څوګ به مي عرض واوري
چې زه بندي يم ولې
ما څه ګناه كړيده
چې د هغې بدل كې
دغه سزا وي زما
كه مې ګناه كړي وي
يامې خطا كړي وي
دومره به لويه نه وي
چې تا زه ښكار كړمه
دلته د راوستمه
ددغي لوي ونې
لاندې بندي د كړمه
په دا پنجرو كې ولي
اه!
داخو هغه ونه ده
چې زه پيدا وم پكې
مابه پدې ونه كې
خپلو همزولو سره
نوىء پرواز زده كوو
زه يو ازاد مرغه وم
ما خپلواكي لرله
اوس چې فرياد كومه
دا چغارونه كوم
ته رانه خوند اخلې خوشحاله شې لا
داسي ګمان د كيږي
چي زه سندرې وايم
زه به خوشخاله ومه
پدي تنګ قفس كې
نو اې ظالمه ښكاري !
چې خداى ازاد پيدا يم
نو تا بندي يم ولې؟
نو تا بندي يم ولې؟
وروستي