غزل

څانګوپناه كړۍ دى  ګلونو    پناه كړۍ دى
ګل رانه په خداى ګو ديوالونو پناه كړۍ دى
خلكو راته شيخ وايې چې مه ورځ ګناه لري
دلته كې جانان  خو  كتابونو  پناه  كړۍ دى
چپ شه بس اغياره داسي مه وانه خفه به شي
رابه شي په خپله كه  وختونو پناه  كړۍ دى
خداى به يې د سولي امنيت په شپو كې راولي
اوس مې كه ملګرۍ هجرتونو پناه كړۍ كړۍ دى
ورك د دغه غرونه شي چې سمي شي او دښتې شي
خوست رانه دجګو جګو غرونو پناه كړۍ دى
دلته يې مه ګورۍ چرته پروت به په كوم غره كې وي
اه!كمال سادات خو پيغورونو پنان كړۍ دى