پوهاند دوکتور م.ا. زيار اکسفورد، 27-1-08 ځمکني خوبونه لا درزا د ماتو زړونو د دې جلوهلي کلي له هر چم، کوڅې او کور تر غوږه کېږي. لا په سترګو کې د شاړو وچو درګو د دې دښتو بنفشي باراني څاڅکي رنګين ټال د پلوشوته غاړې وځي. پر پترو نيولو شونډو د پاڼرېژ وهلي بڼ د ناوکيو مرورې زمزمې کړي غځونې د اوريا اوريا نارې د ټيوټيوکو ږدي به نن سبا پای ټکی د خنداوو وچکالۍ ته. لالهاند سيوري د ګورو تورو وريځو لروبر ځغلي راځغلي پر نهيلو تندغرو ګلکڅو، سوو، الوو غنمګرو... د اسمان په کولکيو کې ليدلي دې پرغز وهلې ځمکې ډېر رنګين رنګين خوبونه!!؟
وروستي