شاه محمود قريشي

د قيامت علامې دي ،يا د قيامت د نږدې کيدو خبرې به  ډېرو اوريدلي وي .  يوه ولسي کيسه ده، چې د کلي خلکو يو ګيدړ ونيوه او غوښتل يې چې دغه ګيدړ ووژني. ګيدړ د کلي خلکو ته وويل، چې که ما ووژنۍ قيامت به شي !  د کلي خلک وويريدل او ګيدړ يې خوشي کړ. خلکو له ګيدړ څخه پوښتنه وکړه، چې اوس خو دې  ازادي  تر ﻻسه کړه اوس ووايه، چې څنګه به قيامت شي؟ ګيدړ ځواب ورکړ ، چې زما مرګ زما لپاره قيامت و!!!
له يوې لسيزې راهيسې  هره ورځ زموږ مادي او معنوي بنسټونه نړول کيږي ، خلک وژل کيږي _ دا که ملکي خلک دي ، که طالبان دي او که افغان امنيتي ځواکونو خو ټول افغانان دي !!! د ډيورنډ د تپل شوي کرښې دواړو غاړو ته هم هره ورځ خلک  وژل کيږي  او د پښتنو د عام وژنې دسيسه همداسې روانه ده .
 رښتيا هم که نړۍ کې هر څومره تخنيکي پرمختګ رامنځته کيږي، نوي اختراعګانې کيږي، د خلکو ژوند ښه کيږي، خو په افغانستان کې خوقيامت دی او هر څه  په بل مخ  اوښتي دي. په افغانستان کې  خو د قيامت يوه نښه دا هم ده، چې معنويت له منځه تللی او زياتره اوس په دې هڅه کې دي، چې څه ډول ډالر وګټي او  واک ته ځانونه ورسوي او يا هم خپلې څوکۍ له ﻻسه ورنکړي. هغه څه ، چې مخکې پېغور و اوس  په وياړ بدل شوي. او پښتو متل دی : چې پخوا به  په ميړانه کې سيالي وه اوس په سپيتانه کې !
حتی داسې خلک، چې ځانونه سياسي  ليډران ګڼي او جمهوري رياست ته د ټاکنو لپاره يې هم ځانونه  کانديد کړي و او د هېواد پالنې ټټر وهي ، هم نن ورځ د يوې  نيوکې جرئت نه لري. يو ملګري خبريال  مې يوه وزير ته تيلفون وکړ او تر روغبړ وروسته يې ترې وپوښتل ، چې ګوند يې په کونړ کې د64 ملکي خلکو د وژنې په هکله خو به کومه اعلاميه نه وي ليکلي؟ دغه وزير سمدﻻسته تيلفون قطع کړ او بيا يې د خبرو کولو موکه هم دغه خبريال ته ورنکړه.
نن ورځ (23.02.2011) د جرمني په پارلمان کې د دغه هېواد د دفاع وزير (( کارل تېودر څو ګوتنبرګ ))  په هکله تاوده بحثونه روان وو. اپوزيسيون د نوموړي د استعفا غوښتنه له دې امله کوله ، چې ګوتنبرګ پر جعل او ادبي غلا تورن دی او له دې امله سخت ترنيوکې راغلی دی. پر ده تور دی، چې په دوکتورا کې يې د ځينو سرچينو اخځليکونه نه دي ښودل شوي. ګوتنبرګ هم له ځانه دفاع کوله ، خو دا څرګنده نه ده، چې برخليک به يې څنګه شي؟
د جرمني  د موکراسۍ سره د افغانستان د چټلې دموکراسۍ مقايسه کول يا د دغه هېواد له اقتصاد، حکومت ، پارلمان  سره زموږ  د ويجاړو بنسټونو ، مفسداو مافيايي حکومت او  د بهرنيانو په خدمت کې ولسي جرګې پرتله کول خو ناشوني دي خو لږ تر لږه بايد وکتل شي، چې زموږ په چم ګاونډ کې هم دومره کاوکه حکومت، چارواکي، شته لکه  په افغانستان کې چې دي ؟؟؟
بې له شکه، چې په دغه هېوادنو کې به هم مفسد، تالي څټي، افراطي، ظالم او ........ چاروکي او حکومتونو موجود وي، خو د افغانستان سره يې توپير دا دی، چې دوی هېڅکله له خپلو ملي ګټو څخه نه تيريږي !!!
راځئ چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هم يوه بېلګه وړاندې کړو او هغه  دا ځل د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت  پخوانی وزير شاه محمود قريشي دی ( چې په نږدې ورځو کې يې خپله استعفا وړاندې کړه ) :
کله چې زورور يا زردار په يوه مهمه موضوع بحث کوي نو پايله يې هم ستره وي. د پاکستان د ولسمشر په دفتر کې څو ورځې وړاندې پټې غونډې دا خبره کره کړه . په غونډه کې موضوع د امريکايي قاتل او د هغه په سر له پاکستان سره د امريکا د اړيکو ترېنګلتيا وه. هغه مهال داسې نه انګېرل کېدله چې دا ستونزه به دومره بخار کوي چې د بهرنيو چارو د وزير او وياند په ګوښه کېدو به تماميږي. ښاغلی قريشي له دې وړاندې پوخ امريکايي تالي څټی بلل کېده خو دې پېښې داګومان ناسم ثابت کړ. د قريشي د ژوندليک په لوستو سره به ګرانو لوستونکو ته ټوله مساله روښانه شي.
 
 شاه محمود قريشي د 1956 ز  د جون پر 22مه نېټه په لاهور کې د مري سېمې  په يوه بډايه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستي. د نوموړي پلار هم په  1980يمو کلونو کې د پنجاب ايالت  د والي په توګه دنده سر ته رسولې وه. نوموړي د لاهور د فورمېن عيسوي کالج څخه ليسانس ترلاسه کړی او بيا يې له کېمرېج پوهنتون څخه په حقوقو کې ماسټري ترلاسه کړی ده. قريشي د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې د اتو کلونو لپاره د پنجاب د قومي اسمبلۍ غړی و او بيا په 1993 ز کې پاکستان قومي اسمبلۍ ته وټاکل شو. دلته يې د درې کلونو لپاره خدمت ترسره کړ او بيا يې په 2002 ز کې بېرته همدغه چوکۍ وګټله. د بهرنيو چارو د وزارت څوکۍ ته د رسېدو تر مودې پورې دقومي اسمبلې غړی و. نوموړی دخلکو ګوند د مشرې بېنظير بوټو له لورې په 2006 ز کې د خلکو ګوند د پنجاب ايالت  مشر وټاکل شو. همداراز نوموړی د پنجاب د پلان او پرمختګ وزير، د پنجاب ايالت  د ماليې وزير او د پارلماني چارو د وزير په توګه دندې ترسره کړې دي . قريشي د زده کړو له پای ته رسولو څخه وروسته  پرسياسي هڅو پيل کړی و، له کوچنيتوب څخه د ذوالفقار علي بوټو غونډو ته ورته او د هغه له ویناوو سره يې لېوالتيادرلوده. په خلکوګوند کې ګډون يې شخصي ‌ذوق و که څه هم د هغه کورنۍ له پخوا څخه دې ګوند پورې تړلې وه.
قريشي په 2008 ز  کې د ټولټاکنو په پايله کې د پاکستان له نورو ګوندونو سره د خلکو ګوند په ګډ حکومت کې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شو. هغه د خلکوګوند پخوانی غړی او د دې ګوند له لورې د پنجاب ايالت  مشري هم په غاړه درلوده. شاه محمود قريشي د قريشي کورنۍ مشر دی او د هېواد دننه او په جنوبي اسيا کې ډېر پيروان لري. د بهرنيو چارو د وزير په توګه  قريشي څرګنده کړه چې په سيمه کې د امنيت راوستلو لپاره به کار کوي او له ګاونډي هندوستان سره دوستانه اړيکې جوړول يې له لومړيتوبونو څخه دي. ښاغلي قريشي د دغې دندې په دوران کې ډېرو بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي دي او د ترهګرۍ پر ضد يې د پاکستان د هڅو د روښانولو هڅه کړی ده.
قريشي له کابینې څخه لږه موده وړاندې استعفا کړې ده. سرچینې وايي چې د رېمونډ ډېوېس په سر له پاکستان سره د متحده ايالاتو ترینګلې شوې اړيکې د شاه محمود قريشي د استعفا ستر لامل و. داسې راپورونه هم شته ، چې هغه د متحده ايالاتو د ډېر فشار له امله استعفا ته اړ شو ځکه چې هغه په لاهور کې د دوه پاکستانيانو  امريکايي قاتل ته د دېپلوماتيک مصونيت د ورکولو سخت مخالف و. داسې ويل کيږي چې د دې مياشتې په سر کې د پیپلز خلکو د مشرانو د کميسون  په يوه غونډه کې په همدغه لانجه د رحمان ملک او ښاغلي قريشي تر منځ خبرې سختې شوې وې. ښاغلی قريشي د دغې قضيې لومړنی قرباني و. ويل کيږي چې هغه ته کوم بل مقام وړاندیز شوی و، خو هغه يې له منلو څخه انکار کړی دی. له استعفا څخه لږه موده وروسته ښاغلي قريشي د سياسي غونډو په جوړولو پيل کړی دی، د خلکو ګوند تر مشرۍ لاندې د ادارې په کړنو نيوکې کوي او داسې ګونګوسې دي چې نوموړی د رهبريت د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. قريشي د ملتان د قومي اسمبلۍ غړی او د ملتان استازيتوب کوي. د پام وړ خبره دا ده چې د لومړي وزير  يوسف رضا ګېلاني او شاه محمود قريشي کورنۍ له څو لسیزو راهيسې په ملتان کې په سياسي رقابت اخته دي. دواړه مشران تر هغه په کابینه کې يو ځای کار وکړ چې قريشي امريکايي قاتل ته د دېپلوماتيک مصونيت په ورکولو کې د امريکا فشار ته غاړه کېنښودله. قريشي په يوه مرکه کې ويلي وو چې له ګېلاني سره کومه سيالي  نه لري او له هغه سره يې اړيکې  په دوه اړخیزه درناوي ولاړې دي. ښاغلی قريشي د افغانستان د ستونزې په اړه تېره اونۍ په ميونېخ (مونشن )کې په غونډه کې له ګډون کولو څخه په وروستيو شېبو کې منع شو.
قريشي په يوه مرکه کې د امريکا په اړه ويلي وو: هو، امريکا مهم حیثيت لري؛ هو هغوي پر پاکستاني سياست اغېزه لري. زه له دې څخه انکار نه کوم، نه يې له پامه غورځوم، خو زه به يې هېڅکله تر اغیز لاندې رانه شم. مونږ باید د هغوي اغېزه له پامه ونه غورځوو خو له حده زياته غاړه هم باید ورته کېنږدو.
د نورو په پرتله د قريشي پر خلاف جنایي او ددرغلۍ  دوسيې د نشت برابر دي.
د قريشي په وینا پاکستان  رښتینو مشرانو ته اړتيا لري نه لېسانسه وو ته. اوس يوازې او يوازې ریښتیني رهبران دغه هېواد له اوسني بحران څخه ويستلای شي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرانو لړ ليک :
             د بهرنيو چارو د وزير نوم                د کار د پيل نېټه                 د کار د پای نېټه
1.    سر محمد ظفرالله خان                       ۲۷. دسمبر ۱۹۴۷             ۲۴ اکتوبر ۱۹۵۴
2.    محمد علي بوګرا                             ۲۴ اکتوبر ۱۹۵۴              ۱۱ اګست ۱۹۵۵
3.    حمیدالحق چودري                           ۲۸ سپټمبر ۱۹۵۵              ۱۲ سپټمبر ۱۹۵۶
4.    فېروز خان نون                              ۱۴ سپټمبر ۱۹۵۶              ۷ اکتوبر ۱۹۵۸
5.    منظور قدير                                  ۲۹ اکتوبر ۱۹۵۸               ۸ جون ۱۹۶۲
6.    محمد علي بوګرا                             ۱۳ جون ۱۹۶۲                 ۲۳ جنوري ۱۹۶۳
7.    ذوالفقار علي بوټو                           ۲۴ جنوري ۱۹۶۳               ۳۱ جون ۱۹۶۶
8.    سید شریف الدین پيرزاده                    ۲۰ جولای ۱۹۶۶               ۲۵ اپريل ۱۹۶۸
9.    ميا ارشد حسین                              ۲۵ اپريل ۱۹۶۸                 ۴ اپريل ۱۹۶۹
10. یحیی خان                                   ۵ اپريل ۱۹۶۹                    ۲۰ دسمبر ۱۹۷۱
11. ذوالفقار علي بوټو                          ۲۰ دسمبر ۱۹۷۱                  ۲۸ مارچ ۱۹۷۷
12. عزیز احمد                                 ۳۰ مارچ ۱۹۷۷                    ۵ جولای ۱۹۷۷
13. آغا شاهي                                   ۱۴ جنوري ۱۹۷۸                 ۹ مارچ ۱۹۸۲
14. صاحبزاده یعقوب خان                     ۲۱ مارچ ۱۹۸۲                   ۱ نوومبر ۱۹۸۷
15. صاحبزاده یعقوب خان                    ۹ جون ۱۹۸۸                      ۲۰ مارچ ۱۹۹۱
16. عبدالستار (سرپرست )                    ۲۳ جولای ۱۹۹۳                  ۱۹ اکتوبر ۱۹۹۳
17. فاروق لغاري                              ۱۹ اکتوبر ۱۹۹۳                   ۱۴ نوومبر ۱۹۹۳
18. اصف احمد علي                           ۱۶ نوومبر ۱۹۹۳                  ۴ نوومبر ۱۹۹۶
19. صاحبزاده یعقوب خان (سرپرست )      ۱۱ نوومبر ۱۹۹۶                  ۲۴ فروري ۱۹۹۷
20. ګوهر ايوب خان                           ۲۵ فروري ۱۹۹۷                 ۷ اګست ۱۹۹۸
21. سرتاج عزیز                               ۷ اګست ۱۹۹۸                     ۱۲ اکتوبر ۱۹۹۹
22. عبدالستار                                   ۶ نوومبر ۱۹۹۹                    ۱۴ جون ۲۰۰۲
23. خورشید محمود قصوري                 ۲۳ نوومبر ۲۰۰۲                  ۱۵ نوومبر ۲۰۰۷
24. انعام الحق (سرپرست )                    ۱۵ نوومبر ۲۰۰۷                  ۲۴ مارچ ۲۰۰۸
25. شاه محمود قريشي                         ۳۱ مارچ ۲۰۰۸                    ۹ فروري ۲۰۱۱
26. حنا رباني                                   ۱۱ فروري ۲۰۱۱                  فعال