په اروپا کې دحزب اسلامي د سولې اوسياسی جرګګۍ اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحیم
نېټه : ٢ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-02-21
دوحشي اشغالګرانو په لاسو دبې ګناه  ولس  عامه وژنه
دهیواد په ګوډ ګوډ کې  او په ځانګړې توګه  تیره ورځ  په کنړ او دهغې نه  مخکې  په ننګرهار  کې  دلسګونو بې ګناه انسانانو  او  نن  د هوایی بمباریو  په پایلو کې  د یوې  مکملې کورنۍ  وژل او له منځه وړل  د امریکایی او ناټو داشغالګرو  ځواکونو اخري  وحشت  را په ډاګه کوي .  زمونږد  مظلوم ولس  په ینو  باندې په داسې حال کې دبهرنیو وحشیو او داخلې  داړه مارو  ستمي ځواکونو لاسونه ککړیږي  چې زمونږ د ولس  چاپلوسي ، بد کړچاره ، غلام صفته او مزدور  واکمنان  په ګدیو ناست دی او د خپل  مظلوم ولس نه  ددفاع کولو اویا دهغوې  په دفاع کې دخبروکولو وړتیا  هم نه لري .
د ۲۰۰۱  زیږدیز کا، یعنې د هغه وخته راهیسې  چې  افغانستان ددې  اشغالګرانو په کومې کې پریوتې  او ددوې تر  ولکې  لاندې  راغلې  تر اوسه   پورې په  لسګونو  زره  بې وزلې اومظلوم  انسانان  چې ډیره کی  یی  ښځې  ، کوچنیان  او عمر خوړلي  کسان دي ، په  شهادت  رسیدلې ،  په لسګونو  زره دخپلو  کورنو څخه  په زور  لیږد ته مجبورکړل شوی  ، په لسګونو زره  نور  معیوب شوی  او یا  د پردیو  ګاونډیو هیوادو  په لور  دخپلو ژوندونو د خوندي ساتلو په خاطر  هغه لورې  ته ورغلي  دي .  
د ناټو او امریکایی اشغالګرو  ځواکونو او دهغوې  په لاس  د جوړې شوې مزدور  صفته ستمي  اردو  په   لاسو  هره ورځ  زمونږ د بې دفاع   ولس   دمظلومو انسانانو  جنازې   هدیرو ته وړل کیږي  او بیا په هدیرو کې هم  تر بمباریو لاندې راځې .  دې  وحشي اشغالګرانو  نه یواځې   په  دې وژلو  بسنه  نه ده کړی  بلکه  ددې  بې دفاع ولس کلی  ، کورونه او کر کیله یی هم په مکمله توګه له منځه وړې   چې  غوره نمونه یی د قندهار  په  مختلفو ولسوالیوکې  زمونږ تر سترګو کیږي .
زمونږ د ولس  هغه  پردي لاس پوڅي  بړیڅې  باید دا درک کړی  چې  که دوې  هر څومره ددې  اشغالګرانو په  خدمت کې  و رغړی  او د  ډالرو او  پانګو خاوندان  شی  ، خو  هغه ورځ  نژدې ده  چې  دا  اشغالګران به  دهمدې  مظلوم  ولس  د بهادرو او میړنو  ځوانانو   په ځواکمنو مټو لکه  د روسی  وحشي زبرځواک  په  څیر د دې هیواده  تښتې  چې اثار او نښې  یی  دهغوې د همدې  اخري وحشتونو څخه  را په ډاګه  کیږي ، بیا به دا بړیڅي اوپردې  غلامان   هم  د ولس  د قهر او غضبه    خلاص نه شي .
د افغانستان اسلامی حزب  چې ددې اشغالګرو ځواکونو پر خلاف  دافغانستان  د ازادۍ اوپه افغانستان کې دیوه خپلواکه  منتخب  نظام  د جوړښت  له پاره دخپل ولس تر څنګ   ولاړ  دې   او هوډمن دې چې    دخپل ولس  داستقلال دبیرته  اخستو اود زمکنۍ بشپړتیا د سالمیت  په خاطر به  دټولو تر لاس  لاندې  هلو ځلو څخه کار اخلي .
حزب اسلامي افغانستان او ددې  حزب  امیر محترم حکمتیار ، دغه ټولې عامې وژنې   او  د ډیموکراسۍ تر عنوان  لاندې  ددې  وحشې ځواکونو  دغه وحشیانه اعمال  په هر ځآې او هر ولایت کې  په کلکه غندي  او د خپل ولس په   میړنیو ځوانانو غږ کوي   ، چې هر چیرې چې   یاست ،  او په هره دنده کې   چې مصروف یاست  ، ددې  اشغالګرو  وحشي ځواکونو په مقابل کې  سره  لاسونه یو کړئ ، دهر ډول  بې اتفاقیو څخه  لاس  واخلئ او   دیوه  بیرغ او یوه  شعار  لاندې  چې هغه د  افغانستان  د خپلواکۍ  تر لاسه کول او په  هیواد کې د ولس د خوښې د منتخب  نظام  جوړښت دې  ، سره راټول  شئ  . تر څو  دا  اشغالګران  مجبور  شي  د افغانستان  څخه د وتلو له پاره  دافغان ولس  غوښتنو ته احترام  وکړي ، او پریږدي  چې افغان میړنې  ، مجاهد او په ازادئ مین ولس  خپل برخلیک په خپله وټاکي .
ژوندې    او  بریالې  دې وې  د افغانستان مؤمن ،مجاهد او میړنې ولس.
مړه دې وې  اشغالګران او دهغوې لاس پوڅي  بړیڅي
قريب الرحمن  سعيد
په اروپا کې  دحزب اسلامي دسولې او سیاسي پالیسیو ممثل او د سولې د جرګګۍ  غړې
نېټه : ٢ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-02-21