ګلی دا ستا واړه شرطونه منم خو صرف دا يو شرط که د بيرته واخلی ګلی له تانه به ځوانی قربان کړم ګلی له تانه به غربت قربان کړم ګلی خپل ځان به سپيلنۍ کړم تاته غواړم چی وينی می له تا قربان کړم خو صرف دا يو شرط که د بير ته واخلی هغه شرط ماته يي منل ګران دی هغه شرط ماته يي زغمل ګران دی په هغه شرط باندی زه بد ښکاريږم په هغه شرط باندی زه سپک ښکاريږم هم په دنيا هم اخرت به سپک يم خيردی ليمی به می کړم ټيټی درته خير دی دا سربه می سرتور کړم تاته خير دی عذرونه به هم ډير وکړمه په ننواتو به دکورته درشم دا ستا د در به ملنګی وکړمه خو <<سر ټيټول >> پښتون نه مه غواړه ته هو زه پښتون يم سرمی تاته ټيټولی نشم سر ټيټول پښتون ته زيب نه کوی زما محبوبی صرف همدغه شرط دبيرته واخله سرټيټول پښتون نه مه غواړه ته
وروستي