غزل

هلته اشنا په خوله شكرې پيل كړې دلته مې زړه د غم سندرې پيل كړې   ما لا د شونډو شراب څښلي نه دي ناصحه تا راته خبرې پيل كړې   مرګه تر تا كه  زر را ونه رسو په ژوند مو چا سره ډغرې پيل كړې   په يو وجود كې مې دي دوه وجوده يو كړي نڅا او بل منترې پيل كړې   په ملا راماته شوه د شعر ښاپيرۍ دا ځل يې چارې جادوګرې پيل كړې   د رب لپاره شونډې ورو ښكولوۍ خرپ يې په ټول كلي خبرې پيل كړې   قادر بيګاه د خوب ګولۍ وغوښتې ده شوګيرې دا ځل ژورې پيل كړې   30-12-07  سولې پيغام راډيو- خوست