دهرهيوادپه تاريخي اثاروداصلي توكم زړونه سوځي

۲۵ـ۰۱ـ۲۰۰۸  بســــــــــــــمل                        دهرهيوادپه تاريخي اثاروداصلي توكم زړونه سوځي                                     ځكه خوداختيارالدين كلا نن سبا د ژبو په سرو ده     ډېروقـدرمنولوستونكو!   زه نه دتلويزيون پروگرامونه ډېرگورم،نه خوندراكوي اونه ورته وخت لرم خوڅوشېبې مخكې له ملـي تلويزيون څخه د يو ډېرپه زړه پورې بحث شاهـد وم ډېرخوند يې وكړ،دا ځكه چې زماله فرعي مسلك اوزما دژوند له ډېروخوږو اوترخو خاطروسره يې اړخ لگاوه،په بحث كې دريوكارپوهانواوښومسلكي كسانوگډون درلوددپروگرام چلوونكي هم دنښې مينځ ويشت خبره ټوله په هرات كې داختيارالدين په تاريخې كلا راڅرخېده،هغه تاريخې كلا چې دډېرويرغلگرومخه يې نېولې وه،دافغـان ولس هغه ملي شتمني چې چنگېزهم دخپل وحشت نيلى ورته داخوااخواځغلولى اوزيان يې ورته رسولى و دا كلا  له دريوزروكلونو څخه زيات تاريخي قدامت لري،په دا دوه دريو ورځو كې مې دځينو ويبپاڼو په مخ زموږ د خوږو اوزړوروليكوالوملگروپه ليكنوسترگې لږېدې،كومو چې په خپل همت دهمدې كلا اودهرات دوالي په بدماشي خپلې ليكنې  كړې دي خوله بده مرغه چې مادخپلوورځنيوستونځواوراپېښې شوې ناروغي له كبله يوه ليكنه هم نه وه لوستې صرف عنوانونه مې لوستي وخوكله مې چې نن داتلويزوني بحث وكوت نو مې له ځانه سره ووېل چې كه هرڅومره ناروغ هم شم زه به دخپلوقدرمنو ليكوالانو ليكنې لولم اودامكان په صورت كې به زه هم څه وليكم نوځكه دادى دشپې تردريو بجو ورته كيناستم لوستنه اوليكنه مې وكړه هيله ده چې ستاسو دملاتړ اوخوښي سبب وگرزي، اوس راځم دنن ورځې بحث، چوراوتالان ته چې بياكوم چنگېز ورته كوم د نړولوغشي برابركړي دي هو! سياستوال مې چندان نه خوښيږي،زموږافغــان مظلوم ولس ته هغه څوك محكوم دي كوم چې زموږدگــران اوسرلــوړي افغانستان ملي،فرهنگي،تاريخي او اقتصادي شتمني لوټوي دهمدغوشتمنيو مجموعې ته زموږ دخوږې خاوري ترڅنگ ملي ناموث هم وېلاى شودهمدې ملي ناموث په لوټولواوپلورلوكې داسې څېرې راښـكاره شوې كومې چې په يو ډول نه يو ډول له ځينونا اهلوسياستوالوسره ټړلي دي،كه داسې نه وي نودهــرات په ځان مين والې باندې يې څه غرض چې د افرادوپه گټه نه تنهاله حكومتي مقرراتو څخه ژوره سرغړونه كوي بلكې دهيواد د اساسي قانون په خلاف دافرادوملاتړ كوي،په خپلوبېباكواوغيرمسؤلانه خبروكې زموږ دوروڼوقومونوبيلتون ته بياډول وهي،شخصاٌ زه نه تنها دگـران هيواد افغانستان ټولوقومونو ته بلكې دټولې نړۍ انسانانو ته دا كه توردي اوكه سپين سره دي اوكه ژېړ درناوى لرم خودنړۍ له داسرڅخه بياترهغه بله سره نه شم زغملى چې يوڅوك كوم بل څوك دنورودگناهو له وجې تورن كړي او داهم نه شم زغملى چې ديوهيواد په اصلي توكم نابللي مېلمانه ملنډې ووهي هغه كيسه ده وايي چې موږك دشرابوپه بوتل ورننوتى و نوچې راووت نشه و او نارې يې وهلې چې پيشوراپيدا كړئ نو نن سبا ډېرداسې كسان لكه دا دهـــرات والي دنشې په حال كې دي او زه ورڅخه هيڅ گيله نه كوم داځـكه چې په خپل زور او وړتياخو تردې ځايه نه دي رارسېدلې فقط زموږ دپاكې خاورې سره دجفاپه بدل كې داسې دولس په اوږو سپاره شول،همدا راز توقع كول له داسي په خوب ويده واكمـن څخه چې پرلپسې د ولس په سترگوكې خاوري اچوي،اودخداى بلا الوتكې اوټانكونه ورسره يوځاى راغلې وي خوبياهم دومره غافل وي ستره اشتباه گڼم. قدرمنو لوستونكو! جابراوزوروردخپل زورپه مرسته يوجرم سرته رسوي خوكله چې ونيول شي نوبيادقانون په ځانگړومواداتو ورته سزا وركوله كېږي خوبياكله كله يوچا ته دمشروع اعمالو لپاره زور او واك وركول شوى وي زور لري خوداسې يو مشروع عمل نه كوي په كوم باندې چې دنوروجابرانواومجرمينو مخه نيوله كېږي نوپه حقوقي او اخلاقي دلايلوددې ډول انسان سزا كله كله  له هغو نورو مجرمينو څخه هم لوړه ټاكله كيږي،دپوره روښنايي لپاره به يو سياسي مثال تاسـو ته راوړم مثلاٌ: كه دښاغلي كرزي له دوري څخه مخكني واكداران څوك په دي محكوم كړي چې واك يې جابرانه كارولى نوله ښــــاغلي كرزي څخه به خامخا سبا ته افغان ولس داپوښتنه هم كوي چې مشره!؟  تا ولې خپل واك دولس دنجات او خوشبختي لپاره ونه كاراوه له تا سره خو ټولې دنياتشريف راوړى و،او كه رښتيا هم ته هسې په نوم په چوكۍ سپوراوله غلو سره دسازشونولپاره گمارل شوې اوهسې ســـيمبول وې نو بيا د ولې ولس ته حال نه وېلې؟ شپږ كاله وشووچې ددنيادرته سترگې دي خوته دلوړپه ځاى په ځوړروان يې هغه اوښ ته چاوېلې ؤ چې غړۍ د كږه ده اوښ غريب په داخپل څلوربولتوب لاداانصاف درلود چې ورته ووائې چې كوم ځاى مې سـم دى نو ته په موږ گرانه !؟ ولې اعطرف نه كوې ولې دا ستا له بركته داشپږ كاله په پښــتنو سرې لمبې بليږي اودلستوڼي ماران د په اوږو ورسپاره كړې دي؟ دا چې په يوه ستر گه خاندې او په بله ژاړې په دي موږ څه پوه شوچې په تا څه تيرېږي هغه متل دى وائې چې دنرخويا خرپ وي يا ترپ نو دا ته څه ته گورې زركاله خوبه ستاعمرنه وي گرنټي؟ كه څنگه اشنا!؟ يادونـــــــــــــــــــــــــــه: له ټولو هغو اتلو ليكوالو،وېبپاڼواخبارچلوونكو،خويندو او وروڼوڅخه مننه كوم كوم چې دخپل سر په بيه ليكنې كوي او دافغان ولس په ټپونو پټۍ لگوي،دهغو گرانو ملگرو ليكنې به له دا خپل ننني مطلب سره وتړم هيله ده چې دپاڼو قدرمن چلوونكې يې ورسره يو ځاى خپرې كړې .                                       مننـــــــــــــــــــه           بســـــــــــــــــمل     سيد حسين انوري؛ هرات اوداېران ستراتيژيکه ملګرتيا اېران په هرات او سويلي ولايتونو کې تل پر هغو کسانو پانګونه کړې ، چې د اېران او شيعه مذهب د ګټو په خونديتابه کې اغيزناک تماميږي. د بن په کنفرانس کې د مصطفى کاظمي، سيد حسين انوري، محمد محقق ، خليلي او نورو  د برخې اخستنې تر شا په مستقيمه توګه په ملګرو ملتونو کې د اېران د استازي لاس و. 
دغۀ لاس په منځمهالې ، لنډمهالې او اوسنۍ اداره کې د اېران پلويو کسانو ونډه غوښنه کړې ده. همدا، چې اسماعيل خان له هرات نه لرې کېده اېران د افغان دولت پر دې پرېکړه ډېر اندېښمن و. د هغه په لرې کېدا کې د تهران د ستر رقيب واشنګټن لاس و، خو اسماعيل خان که اوس په هرات کې نشته ځايناستى يې تر هغه د اېران ګټې ښې او ((اغيزناکې)) خوندي کوي.
د اتنيکي جوړښتونو د بدلون هڅې:
د ((حرکت مردم )) د ګوند په مشرتابه کې دا ځواک شته، چې د هرات سيمه ييزه واکمني د اېران له بهرنۍ –کورنۍ پاليسۍ سره سمه پرمخ بوځي. په دې برخه کې د افغان دولت يا د بهرنيو چارو وزير لاس تر  (( سيد حسين انوري)) پورې نه رسيږي. له اېران سره د اسماعيل خان د پېر ټول قراردادونه نوي والي غځولي او پر هغو سربېره يې په سيمه کې يوه اېران پلوي شيعه_ هزاره اتنيکي جوړښت ته لاره اواره کړې ده.
سيد حسين انوري د هرات د لومړني شيعه مذهبه والي په توګه لومړى په سيمه کې د قومونو او مذهبي ګروهو پر بنسټ خپلې اتنيکي او قومي- مذهبي پاليسۍ پلې کړې. په دوهم پړاو کې يې هرات د لومړي ځل لپاره د سني- شيعه جګړې او مذهبي شخړو مرکز وګرځاوه. د ٣١٨٤ ل کال د دلوې پر شلمه نېټه هرات د سني- شيعه جګړې شاهد و. ددغې جګړې او شيعه بنسټپالنې تر شا په مستقيمه توګه (( حرکت مردم اسلامي)) او په سر کې يې سيد حسين انوري ولاړ و.  ظاهر ارشاد، سيد حسين انوري او يو شمېر نور په اصطلاح جهادي مشران د هرات د لوى جامع جومات او هرات ښار د ((سني-شيعه)) کرکجنې نښتې طراحان وو. د عاشورا د هغې پېښې د شاهدانو په وينا، د حسين انوري ځانګړې امنيتي قطعې ، غلام سرور احراري ( مشهور په سرور يکدست )  او  د هرات امنيه قوماندان ايوب سالنګي هرات ښار ته د وسله والو هزاره زلميانو د ننوتلو لاره  اواره کړه او سني- شيعه مذهبي شخړه يې په وسله والو نښتو او بلواوو واړوله.
دسني- شيعه مذهبي جګړو سرچينه د هرات د والي په توګه د سيد حسين انوري ټاکل کېدل و. انوري همدا، چې د ولايت پر څوکۍ کښېناست شيعه – هزاره ته يې د هرات ولايت د تذکرو وېش پيل کړ او په څو اونيو کې يې ٧٠٠٠ تنو ته تذکرې ووېشلې. دغه شيعه مذهبه وګړي له بېلابېلو سيمو هرات ته کډوال شوي وو ، يا پخپله د انوري په غوښتنه هلته تللي وو.  دې مسالې په هرات کې قومي- مذهبي شخړو ته پکى وواهه او ان کرزى اړ شو پخپله هرات ته لاړ شي او له هراتيانو پرته نورو کسانو ته د تذکرو د وېش چارې بندې کړي. خو دا لړۍ لا تراوسه روانه ده او هره ورځ په لسګونو کسانو ته په سيمه کې د ځانګړو اتنيکي او مذهبي جوړښتونو پر بنسټ تذکرې وېشل کيږي.
  انوري د خپلو فاشيستي او اېران نوکرانه پاليسيو په رڼا کې د اسلام کلا په شاوخوا او له اېران سره  په سرحدي ښارګوټي ، اسحاق سليمان کې ټولې ځمکې پر هزاره ګانو وېشلې او د هرات د سياوشان سيمې دولتي ځمکې او د ښار مهم ښارګوټي يې پر خپلو همفکرانو او شيعه هزاره ګانو وېشلي دي. په سياوشان کې د انوري دغه کار ددې لامل شو، چې پر ضد يې پخوانى جهادي قوماندان ((غلام يحيى)) راپاڅيږي او له هزاره ګانو نه بېرته خپلې ځمکې واخلي. د هرات له حفظ او مراقبت رياست نه د غلام يحيى د لرې کېدو تر ټولو ستر لامل له سيد حسين انوري سره د هغه مخالفت و.
له انوري سره د شيعه- سني په روانو شخړو کې د اېران او قاري يکدست (قاري احمد غوردروازي)  لاس دى. قاري احمد غوردروازي  په سيمه کې د اېران د مذهبي او سياسي ګوند(( حزب الله )) مشر ګڼل کيږي. د هرات د پېښو د شاهدانو په وينا، د تېر کال په عاشورا کې لومړى ډز د سيد حسين انوري د  وسله والو ځواکونو له خواى شوى و.
شيعه- هزاره ستراتيژيک ارتباطي پل:
د کورنيو جګړو پرمهال د اېران او هزاره توکمه ګوندونو د مشرانو په فکرونو کې څو مهمې نقشې وې. يوه نقشه داوه، چې د کابل د لويديز او په بهسودو کې د هزاره جاتو ترمنځ يوه ارتباطي لاره ټينګه کړي. ددې نقشې د پرځايښت لپاره هرات او بلخ ولايتونه وړ سيمې ګڼل کېدې. ددې نقشې تر ټولو ستر ملاتړى اېران و. دغه نقشه دمګړۍ د حامد کرزي د دولت د بې توجهۍ له امله پلي شوې او وروستۍ ستنې يې په ټينګېدو دي. اېران به نور دغه ارتباطي لاره د يوې ستراتيژيکي لارې په توګه کاروي. پر کابل د اېران د فشار يوه لاره همدا ده، چې کرزى يې په لوى لاس تر کابله راتېروي.
پرون ددغې نقشې د نه پلي کېدا تر ټولو ستر خنډونه په شمال کې جنرال دوستم ، په کابل کې استاد سياف او په هرات کې اسماعيل خان وو، خو نن ، چې نه سياف په واک کې پاتې نه  اسماعيل خان او دوستم ور رسيږي، په هرات کې د سيد حسين انوري په مرسته دغه نقشه ورځ تربلې پلې کيږي او غښتلې کيږي. په بلخ کې د مزارشريف د شاوخوا ځمکو اصلي پېرونکي شيعه پخواني جهادي قوماندانان دي. د حزب وحدت هڅه پر حيرتانو کنټرول دى او نن تر ډېره په هغه سيمه کې شيعه- هزاره وګړي پراته دي.  په هرات کې د جبرئيل، سيد قنات کلا او باحاجي سيمو ټولې ځمکې شيعه- هزاره وګړو اخستې او لړۍ يې تر اسلام کلا پورې رسېدلې ده. د طالبانو او اسماعيل خان د واکمنيو پرمهال ددغو ښارګوټو د جوړاوي چارې ځنډېدلې وې، خو اوس يوځل بيا د سيد حسين انوري په واکمنېدو سره پيل شوې او ورځ په ورځ هرات ښار د شيعه- هزاره وګړو لاسونو ته پرېوځي. د هرات سني وګړي وايي، چې د دغو ځمکو بيه د اېران له خوا ورکول کيږي او د ځمکو اصلي خاوندانو ته يوه پر دوه بيه ورکول کيږي.
قاچاق او پر اقتصاد واکمني:
په هرات، بلخ او کابل کې د هزاره توکمه مشرانو  ټولې هڅې پر اقتصادي ځواک راڅرخيږي.
 له اېران سره د سيد حسين انوري د مليونونو ډالرو سوداګري او د ګمرکونو پر عايداتو خېټه اچول يې غوره بېلګې دي. د لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د څرګندونو پر بنسټ، انوري ددغو سوداګريو يوه افغانۍ ماليه هم نه ورکوي. په دوبۍ، جرمني او نورو هېوادونو کې د افغانستان پر ملکيتونو د مصطفى کاظمي اوښيو  او د سيد حسين انوري د تره زامنو خېټې اچولې دي. د اماراتو په فسټيوال کې د افغانستان د ځاى او پلورنځي خرڅلاو يې ښه بېلګه ده. دغسې د انټرکانټېننټل هوټل په اجاره، د بغلان د قندو فابريکې او سمنټو فابريکې په برخه کې د مصطفى کاظمي لاسوهنې له هيچا پټې نه دي.  بغلان ته د هغه سفر او بيا مرګ د همدغې اقتصادي جګړې پايله وه. همدا اوس له اېران سره د ګازو او نورو توکو د واردولو ټول تړونونه د سيد حسين انوري له خوا ترسره کيږي. دا لړۍ يوازې په هرات  او کابل نه تماميږي، بلکې ټولو سيمو ته پراخيږي. دغسې دا اوس اوس د هغه او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ د اختيارالدين کلا پر سر شخړه روانه ده. ددې شخړې اصلي لامل د تاريخي اثارو قاچاق دى او انوري په دغه قاچاق کې د يوه دخيل کس په توګه د سلطاني د شخصي موزيم ملاتړ کوي. د سلطاني په اړه دا مشهوره ده، چې د تاريخي اثارو سوداګري کوي او په دې سوداګرۍ او په يوه وينا قاچاق کې د هرات اوسنى والي او د هرات ښاروال ښاغلى مجددي هم ورسره شامل دي.
پر دغو برخو سربېره د يادو شويو ډلمشرانو فرهنګي او سياسي هڅې هم له هيچا پټې نه دي. د جامعې په نامه د سيد حسين انوري خپرونه په خلاص زړه د پښتون سپکاوى کوي، نه يې اطلاعات او فرهنګ وزارت مخه نيسي او نه څوک د نيوکې جرئت پرې لري. انوري کوچيان وحشي، ځناور او.... بولي، خو که د ده پر قوم او پاليسيو(( اراده ))څه ليکي، تر کرزي او نړيوالې ټولنې پورې ټول عالم پرې غږوي.
دولت او په سر کې ښاغلى کرزى که غواړي په افغانستان کې د ګاونډيانو د نفوذ مخنيوى وکړي ، لومړى بايد پر اېران د هرات لاره ډب کړي. انوري په هرات کې د افغان دولت د استازي پرځاى د اېران او شيعه مذهب ګټې پالي او هغه څه، چې اېران په افغانستان کې په کلونو کلونو جګړه کې ترلاسه نه کړاى شول ، اوس يې په ساده او اسانۍ ترلاسه کوي. انوري نور د هرات لپاره د زهرو حيثيت لري، هغه بايد له ولايته لرې شي او پرځاى يې يو داسې کس وټاکل شي، چې افغانستان او افغان ملت ته وفادار وي، نه اېران او ځانګړې قوم او مذهب ته.
------------------------
دا ليکنه له بېلابېلو سرچينو، پخپله د ليکوال له شخصي يادښتونو او د عيني شاهدانو له روايتونو نه په ګټه اخستنه  ليکل شوې ده. حامد شينډنډى، هرات د هرات والی په سپین سترګی پر خرم بیځایه نیوکې وکړې   څه موده مخکې هم کله چه واقعی اتل ښاغلی عبدالجبار ثابت د هیواد د لو څارنوال په توګه د اداری فساد په وړاندې د جهاد اعلان و کړ او د نوموړی جهاد په ترڅ کې یې هرات ته مخه وکړه او لومړی سفر یې هرات ته وکړ. د ښاغلی ثابت لومړنی جهاد له دې کبله د هرات څخه پیل شو چه هرات د افغانستان د اقتصاد د ملا د تیر حیثیت لری او کلونو په تیریدو سره نوموړی ملاتیر د افغانستان د پاتې وجود څخه بیل وه او د ستمی بانډ ډلې یې پر عوایدو چور تالان جوړ کړی او خپلې مزې او چړچې یې پرې کولې.
داسې اټکل کېده چه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ چه اوسنۍ ګوډ او مات حکومت جوړ شوی او د هرات په ستراتیژیک ولایت کې به یې یو ملی ګټو ته وفادار او د افغانی احساس لرونکی والی ټاکل شوی وی نو ضرور به له ښاغلی جبار ثابت سره  د اداری فساد په وړاندې د جهاد په بریالیتوب کې اوږه په اوږه مخکی روان او ورسره به مرسته کوی. خو یو ځل بیا ثابته شوه چه جګړه ماران په هیڅ صورت سره له خپلو شخصی ګټو څخه تیریدونکی نه دی او هیڅکله هم د هیواد ملی ګټو ته وفادار نه دی.
ښاغلی انوری چه د هرات والی دی، نه یواځې د هیواد له لوی څارنوال سره مرسته و نکړه او حتی په ډیره سپین سترګی یې د افغانستان د اساسی قانون او نورو موجوده پلی قوانینو څخه سرغړونه وکړه او تورن کسان یې په خپله غیږه کې ونیول. ښاغلی انوری په دې پوهیدو چه که په اداری فساد تورن کسان د قانون منګولو ته په سپارلو کې مرسته وکړی نو له یوه اړخه به یې خپله شبکه له لاسه ورکړې وی چه د کومې شبکې پرمټ چی جګړه ماران میلیونران شول او له بل اړخه د نوموړو تورنو کسانو د محاکمې لړۍ به ضرور تر ده او دده نورو انډیوالانو پورې هم رسیږی.
ډیره په زړه پورې بریښی، هغه نړیواله ټولنه چه د افغانستان د ولس خواخوږیتوب یې شعار دی په یوه اړخ کې د طالب او القاعده په تور په سلګونو بیګناه پښتانه په بمبارونو وژنی او بل اړخ ته دداسې والیانو او نورو لوړپوړو دولتی چارواکی په شاه ډبوی چه د هرات په څیر د یوه ستراتیژیک ولایت والی په ډاډه زړه او ښکاره ډول د اداری فساد څخه ملاتړ کوی.
په هغه وخت کې ما داسې فکر کاوه چه نه یواځې به د هرات والی ښاغلی انوری له دندې څخه وشړل شی بلکه هغه به محاکمې ته هم را کاږل شی ځکه چه د قوانینو پر خلاف یې له لوی څارنوال سره مرسته نه وه کړې او حتا تورنو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو په مخ کې هم خنډ شو.
خو متاسفانه چه د هرې هیلې په خلاف نه خو ښاغلی ولسمشر په دې اړه خپل غوږ وښوراوه نه خو ولسی جرګې او نه هم نړیوالې ټولنې. چه بیا ددې سپین سترګی او سرغړونې په تعقیب په مزار کې هم عطاخان همداسې وکړل او دا ځکه چه جګړه مارانو او پردی پالو هیڅوخت فرصتونه له لاسه نه دی ورکړی.
د هرات نوموړی والی دداسې یو تور شالید سره سره نن د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ په وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم بیځایه نیوکې کوی چه واقعاً یې  د هیواد فرهنګ له تباهی څخه وژغوره کوم چه د پخوانی بی فرهنګه وزیر مخدوم رهین په لاسونو د تباهی کندې په غورځیدا وو.
دا نیوکې هغه مهال وشوې کله چه يوافغان چې په بريتانيا کې اوسي وايي د افغانستان ډېر شمېر لرغوني اثار يې په ګاونډيو هيوادونو کې په پنځه سوه مليون ډالرو رانيولي او اوس چې غواړي د هرات په اختيارالدين کلا کې شخصي موزيم جوړکړي، د کلتور د وزارت له مخالفت سره مخامخ دى.
د اطلاعاتو او کلتور وزيرعبدالکريم خرم وايي چې په هرات کې د ښاغلي سلطاني د موزيم له جوړولو سره هيڅ راز مخالفت نه لري، خو د اختيارالدين په کلا کې يې په ځينو علتونو د هغه له لوري د موزيم له جوړولو سره سلا نه ده کړې .
ښاغلي خرم وويل څرنګه چې د اختيارالدين په کلاکې د افغان او بهرنيو لرغونپوهانوله لوري د تاريخي اثارو لپاره کيندنې روانې دي اوپه دې کار کې د ملګروملتونو يونسکو اداره هم دخيله ده،نو اجازه نه شي ورکولى چې ښاغلى سلطاني په دې تاريخي کلاکې چې د افغانستان ملي شتمني ده، شخصي موزيم جوړکړي مګر هغه کولى شي د هرات په بله هره برخه کې چې دى غواړي موزيم جوړکړي .
د ښاغلي سلطاني موزيم حاضر دمه د هرات د مولاناجلال الدين محمدبلخي په تالارکې دى. د کلتور وزير وويل د افغانستان له قوانينوسره سم هرڅوک کولى شي شخصي موزيم ولري خوشرط دادى چې د موزيم اثار يې بايد ثبت او راجسترشوي وي خو ښاغلي سلطاني د خپلو اثارو له ثبتولوسره سخت مخالفت کاوۀ .
 دهرات والي له موقع څخه په ګټه اخیستنې دکلتورپروزير شديدانتقادونه وکړل اوهغه يې د ګلبدين حکمتيار د اسلامي حزب غړى وبالۀ چې دده په وينا د افغانستان لرغوني اثاريې لوټ کړي او ويجاړکړي دي .
د هرات والي وړمه ورځ په يوه خبري غونډه کې دکلتوروزيرته په خطاب کې وويل : (ښاغليه خرم تا د اسلامي حزب دغړي په حيث افغانستان وران کړ، نوبيا څنګه پرموږ تور پورې کوې چې زورورو د هيوادپه هرګوټ کې دولتي شتمنۍ لوټ کړي دي اولا يې هم لوټ کوي. افغانستان هغه بانډ وران کړ چې ته يې غړى وې،ته اوس پرموږ تورلګوې؟
زه غواړم ښاغلی انوری ته ووایم چه ایا ته تر ښاغلی خرم څخه ډیر پر افغانی کلتور زړه سواندی یې که د خپل بانډ د دود له مخې د سلطانی صاحب لخوا څه در څڅیدلی؟؟؟ او آیا غواړې چه ولس هم دا ومنی چه ستاسو توپکو او وسلو د کابل په ښار ګلان شیندل خو د اسلامی حزب توپکو او وسلو ګولۍ اورولې؟؟؟
زه نه پوهیږم چه تر کومه به داسې حالت روان وی او هغه د پاړسوانانو خبره چه د (بګیرش که نګیرت) سیاست به بریالی وی. تر کومې به دا کرغیړنې څهرې د افغانستان د وینو په زبیښاک ژوند کوی. د هیواد دیوه زړه سواندی بچی په توګه له ښاغلی ولسمشر، ولسی جرګې، مشرانو جرګې او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چه د افغان ولس د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه شریرې او مفسدې جګړه ماری شبکې د حکومت له وجود څخه پاکې کړی که نه نو !!!؟؟؟؟

 
ښاغلى انوري؛ بگيرش که نګيرت (دغزنیوال لیکنه) د هرات والي او د حرکت مردم اسلامي په نامه د يوه ګوند او د جامعې په څېر د يوې فاشستي اونيزې تمويلوونکي سيد حسين انوري د هرات ولايت پر اختيارالدين کلا خېټه اچولې ده. انوري غواړي په دې کلا کې د تاريخي اثارو د يوه بل تجار په مرسته يوه موزيم جوړ کړي او بهرني سيلانيان اختيارالدين کلا ته جذب کړي. سلطاني په دوبۍ، لندن، جرمني، سويس ، ايټاليا او ګڼو نورو هېوادونو کې د تاريخي اثارو سوداګري کوي او د افغانستان ګڼ اثار يې پېرلي يا قاچاق کړي او بيا يې په خپلو شخصي موزيمونو نندارې ته اېښي دي. ويل کيږي په دغه کار کې اوس ښاغلى انوري هم ورسره دى، هغه انوري، چې په هرات کې له بهرنيانو سره قراردادونه، د تېلو مساله، د ګازو قرارداد، د قير، کريړ او سمنټو چارې او نورې ساختماني ټېکې يې خپلو خپلوانو ، د تره زامنو، وروڼو او د ترور زامنو ته ور کړې دي. انوري د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزير نيوکې کړې او هغه يې د اسلامي حزب غړى بللى، چې دده په وينا، افغانستان يې وران کړى دى.
دا خبره خو ټولو ته ښکاره ده، چې انوري او دده د دسترخوان نورو انډيوالانو په افغانستان کې څه نادودې نه دي کړي. له سر پرې کولو نه نيولې بيا تر رقص مرده او ...پورې کارونه د اسلامي حزب و او که د ددوى د حرکت او وحدت او .... ګوندونو. پر کابل راکټونه چا وتوغول، د کابل کتابتونونه چا د اور خوراک کړل؟ په پښتو کتابونه چا خپلې بخارۍ او ځانونه تاوده وساتل؟ ايا د يوې نيمې لسيزې جنايتونو تر ټولو ستر اړخ پخپله انوري او د هغه د اېراني دسترخوان انډيوالان نه وو؟ هغه دري متل دى، چې بګيرش که نګيرت. انوري او دده نور ملګري اوس همغه کار کوي. د خپل بام واورې د نورو پر بامونو اچوي.  ده ته ښايي، چې د تېرو څو لسيزو جګړو تاريخ ور ياد کړي، جنايت چا وکړ، وطن چا وران کړ؟ راکټونه پر کابل چا توغول؟ روسانو ته چا لاس ورکړ، طالبانو ته چا او بيا اوس امريکايانو او د هغوى نورو تالي څټو ته چا؟ لمر په دوو ګوتو نه پټيږي، هرڅوک ښه پوهيږي، چې په افغانستان کې د ده او يو شمېر نورو په څېر کسان د اجيرۍ او غلامۍ لپاره ښه کار ورکوي. دوى هغه مهرې دي ، چې تل ددغه وطن د بدنامۍ ، ورانۍ  او تباهۍ لپاره بهرنيانو کارولې دي. دا هغه څېرې دي، چې پکول يې د يو، دسمال د اېران د سپاه پاسدران ، بوټان يې د مسکو او امريکا او واسکټونه يې د فرانسې دي. په دې جامه او دې قواره له هيچا هم نور نه غلطيږي.
حامد کرزى که رښتيا پر دغه خوار ملت درديږي او رښتيا د وطن درد ورسره وي، ددغسې خاينانو او د وطن د دښمنانو مخه بايد ونيسي. دا هغه کسان دي، چې وطن يې يوځل پلورلى و، دوى ته بيا چانس ورکول د ملت پر ستوني پښه اېښودل دي. که کرزى دغو ټکو ته پاملرنه ونه کړي، سبا به يې څوکۍ نه وي، خو په جګو سترګو به چا ته نشي کتلاى. لږ ترلږه خو بايد دومره وکړي، چې که سبا په کوڅه او سړک تېريږي، خلک يې که په ښه نوم ياد نه کړي، په بد نامه يې هم ياد نه کړي. محمد الله غزنيوال    د انوري صیب منطق (دا کلا لکه چي هم لوټوئ) په بېنوا ویب پاڼه کې مې پر اطلاعاتو کلتور وزیر د هرات د والي شدید انتفاد لیکنه ولوستله. د اطلاعاتو او کلتور پر وزیر  د والي نیوکه د هرات  ولایت  په اختیارالدین کلا کې دیوه شخصي موزیم له جوړولو سرچینه اخیستې. داسې چې د  احمدشاه سلطاني په نوم کوم افغان چې په برتانیه کې یې د هېواد ځینې تاریخي اثار را نیولي غواړي چې د هرات په اختيارالدين کلا کې شخصي موزيم جوړکړي.  .
خو د اطلاعاتو او کلتور وزيرعبدالکريم خرم وايي چې په هرات کې د ښاغلي سلطاني د موزيم له جوړولو سره هيڅ راز مخالفت نه لري، خو د اختيارالدين په کلا کې يې  ځکه د جوړولو مخالف دی چې
۱-                  د اختيارالدين په کلاکې د افغان او بهرنيو لرغونپوهانوله لوري د تاريخي اثارو لپاره کيندنې روانې دي اوپه دې کار کې د ملګروملتونو يونسکو اداره هم دخيله ده.
۲-                  اختیارالدین کلا  د افغانستان ملي شتمني ده،نو په ملي شتمنۍ کې د شخصي موزیم جوړول نامناسبه خبره ده. مګر هغه کولى شي د هرات په بله هره برخه کې چې دى غواړي موزيم جوړکړي
۳-                د افغانستان له قوانينوسره سم هرڅوک کولى شي شخصي موزيم ولري خوشرط دادى چې د موزيم اثار يې بايد ثبت او راجسترشوي وي ، خو ښاغلي سلطاني د خپلو اثارو له ثبتولوسره سخت مخالفت کوي
دا د کلتور د ښاغلي وزیر استدلال دی او ډېر پرځای هم دی په دې چې ملي ملکیت یا شتمني د شخصي کار او یا په شخصي توګه کارول  نه یواځې چې نامناسبه ده بلکې یو لوی جنایت او د ملي ګټو او اساسي قانون خلاف ګام پورته کول دي. بل د اثارو نه ثبتول  له اساسي قانون څخه دوهمه سرغړونه ده.
خو د هرات والي د دغو دو سرغړونو باوجود یوه بله لویه سرغړونه کوي او په درې قانوني سرغړونو سره د کلتورپر وزير سخته نیوکه کوي. ان داسې استدلال کوي چې ډېر احمقانه برېښي. دومره احمقانه چې په خپله د والي پوهه، شخصیت  تر پوښتنې لاندې راولي او د نوموړي خبرې په خپله د ولایت مقام ته یو سپکاوی دی او په لویه کې اوسمهالی دولت او ان د هېواد حیثیت ته یو لوی زیان دی. ځکه له سړي سره دا اندېښنه پیدا شي چې د هېواد یو لوړپوړ چارواکی یانې والي داسې استدلال او بې مسولیته خبرې کوي نو د هېواد د نورو ټیټ پوړو چارواکو او ان  د عادي وګړو د منطق او استدلال ژبه به څه وړ وي؟
دا دی د هرات د والي ښاغلي انوري  د خولې ملغلرې(؟؟؟؟!!!!) : (ښاغليه خرم تا د اسلامي حزب دغړي په حيث افغانستان وران کړ، نوبيا څنګه پرموږ تور پورې کوې چې زورورو د هيوادپه هرګوټ کې دولتي شتمنۍ لوټ کړي دي اولا يې هم لوټ کوي. افغانستان هغه بانډ وران کړ چې ته يې غړى وې،ته اوس پرموږ تورلګوې؟
د هرات د والي ښآغلي انوري  او د کلتور د وزیر ښاغلي عبدالکریم خرم څرګندونې، منطق او استدلال که تاسو درانه لوستونکي په غور ولولئ او فکر پرې وکړئ نو رسا به وپوهېږئ  چې ښاغلی انوري څومره ککړفکر او شالید لري او ښآغلی عبدالکریم خرم څومره سپېڅلی او پر ملي ګټو مین دی، دا خبرې باور وکړئ چې له ښآغلي عبدالکریم خرم سره د هیڅ ډول خواخوږي له مخې نه کوم، ځکه له نوموړي سره زه هیڅ ډول شخصي اړیکې او پېژندګلوي نه لرم . مګر د هېواد د یوه روڼ اندي، ملي شخصیت او د هېواد د کلتور وزیر په توګه ورته دومره درناوی لرم چې څومره ښايي.
د ښاغلي انوري په خبرو کې یوه بله ستونزه داده چې دی له قانون سره په ټکر کې ګړېږي په دې چې د هېواد اساسي قانون حکم کوي چې جرم فردي عمل دی او دیو چا په جرم د هغه کورنۍ او خواخوږي پړه نه بلل کېږي، بلکې له اساسي قانون څخه بې خبره او ان د قانون او ملي ګټو ضد انوري د یوه ګوند په جرم د هېواد یو سپېڅلی شخصیت پړ ګڼي او ورته وایي چې ستا ګوند هېواد وران کړی او تاریخي اثار یې غلا کړي.
اول خو د اساسي قانون له مخې ښاغلی خرم د ګوند په جرمونو پړ نه شي ګڼل کېدلی او که بیا هم والي صیب په خپل احمقانه استدلال ولاړ وي نو بیا د ده ګوند کوم ګلان کرلي؟
ایا د همده ګوند د بې وزلو افغانانو په سرونو کې لس، اتلس او دوه دېرش سانتي مېخونه نه دي ټکوهلي؟
ایا ښاغلی انوري له دې سترګې پټوي اویا منکر دی چې ناوړه ګوند یې د هېواد پلازمېنه کې د بې ګناه افغاني مېرمنو سینې نه دي پرې کړي؟
ایا انوري له دې منکر دی چې ګوندیانو یې پتمنۍ افعاني  مېرمنې نه دي بې پته کړي؟
ایا همدا انوري او د ده د ګوند نور ناوړه کسان نه وو چې په مړو به یې نڅاوې کولې؟
ایا د نیم کابل ودانۍ،او کورونه همدې انوریانو نه دي نړولي.
همداسې په سلګونو لوی او واړه  جنایتونه د همدې انوري ګوندیانو نه دي کړي؟
چې اوس یې ځینې د ولسمشر مرستیالان، ځینې وزیران، ځينې والیان، وکیلان او په نورو دندو کار کوي. انوري او نور پنډتان یې له  همومره ککړ او چټل ماضي  سره بیا هم ځاڼونه  د دې هېواد معنوي واکداران او خدمتګاران  ګڼي نو ښآغلی خرم ولې په دروغو تورن ګڼل کېږي.
په پای کې د هېواد ولسمشر او د سولې د کمیسیون مشرښاغلي مجددي ته زما وړاندیز دادی چې ښاغلي انوري په خبرو ښه غور وکړي په دې چې دا څو لوی زیانونه لرلی شي؟
لومړی دا چې د هېواد د لوړپوړي چارواکي ښآغلي انوري احمقانه استدلال په خپله د دولت د کمزوري او ګډوډي یو ثبوت ګڼل کېدلی شي.
دوهم د نوموړي دا وړ سرغړونې له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده نو چې والي قانون ته درناوی  ونه لري نویو عام وګړی به یې څه پروا ولري.
دریم د انوري دا وړ څرګندونې د سولې پروسه هم له ستونزو سره خنډ کوي په دې چې مخالفین به هم دا وایي چې دوی خرم ته پېغورنه ورکوي نو که موږ ورشو نو ښايي تردې هم بد چلند راسره وکړي.
څلورم د انوري خبرې د هېواد د ورورڼو قومونو تر منځ د نفاق خپرولوناوړه هڅه ده نو همدې ته په پآم سره دې ولسمشر ورته ووایي چې ښاغلی انوري په وړه خوله لویې خبرې مه کوه هسې نه چې څوک دې خوله در وڅيري. زرغون: پکتیکا