زخمونه څه و زما د زړه خو موسېدل ګلونه
ستا چې د سترګو په ککو کې غوړېدل ګلونه
ستا د يادونو اورېده چې پرې د وينو پرخهپه هر پرهر کې مې د زړه راټوکېدل ګلونه
نسيم د روح مې ترې نه ډکه کړه لمن له خوشبوپه هره څانګه دې ځوانۍ يې زنګېدل ګلونه
ګلشن وطنه څوک به څوک تر ګرېوانه رانيسيچې هر ماليار دې پخپل لاس باندې رېبل ګلونه
تا خو خپل حُسن ته حېران د اسمان ستوري څارلما د احساس درته په لار کې ويړول ګلونه
زه چې د عمر د خزان په تصور کې ډوب شومدتا انځور د پېغلتوب پکې ټومبل ګلونه
څنګه به هېر کړمه هغه ازغي ازغي وختونهتا د موسکا به چې اشنا پکې شيندل ګلونه
چې يې خوله په رخسار راغله پرې دلګير ولې شوې\"حسنه\" څه و خو په پرخه لمبېدل ګلونه
ډاكتر حسن
وروستي