د فرانسې د بهرنيو چارو وزير
هوبرت ويدراين (Hubert Vedrin) د امريکا د
سفير سره په کتنه کې، په پاريس کې د امريکا په پاليسيو نيوکه کړی ده. دا خبره دويکي ليکس د هغه پټو سفارتي لاسوندونو کې
راغلې دی چې د ويکې ليکس لخوا خپاره شوې دي. لاسوند شمېره 05PARIS1667
راغلي دي چې دبوش د ادارې ناسمه پاليسي به په مينځني ختيځ کې اړو دوړ رامينځ ته
کړي. دغه کتنه چې د ۲۰۰۵ ز کال د مارچ په
يوولسمه تر سره شوې ده. د امريکا سفير هورډ
ليچ ( Howard H Leach)
د دغه کتنې ټوله جريان د مارچ په ۱۵ امه نېټه
واشينګټن ته ليږلی دی. امريکا سفيرپه خپل ليک کې ليکلی دي چې هيوبرت ورته ويلې دی
چې ايا په عرب نړۍ کې به د بوش د ادارې د ديموکراسۍ پلوې هڅې کومه ميوه ونيسې او
کنه؟ هيوبرت پخپلو خبرو کې ويلی دی چې په عراق کې ټاکنې، د فلسطين ټاکنې، د
اوکراين نارنجې انقلاب او په سوريه کې حالات هغه څه دي چې اروپا يې اړ کړی ده چې
هر څه له نزدې وګورې او د امريکا په پاليسيو ګوته ونيسي.
د فرانسي
د بهرنيو چارو وزير پدې زور راوړی دی چې امريکا دې د اسرايلو او فلسطين د سولي په
خبرو کې په اسرايلو زور راوړي چې غزه خالي کړي او پدې کار سره به د امريکا او عربو
نزدېوالی تضمين شي.
د سوريې
په اړه د بهرنيو چارو وزير ورته ويلی دی چې بشار الاسد خپله د حالاتو بندی دی او
نشي کولی چې اصلاحات راولی او ددې حال څخه ځان وباسي.
د فرانسې
د بهرنيو چارو وزير د امريکا د حکومت څخه هيله کړی ده. چې د فرانسې سره ريښتوني
اوسي او فرانسه بايد پدې پوه وي چې امريکا څه کوي.
وروستي