کونړچې دهيواد په
خيتځ کې يوغرنى ولايت دي او خلک يې ورځنى ژوندله
کروندو او مالدارى له مخې پرمخ وړي، خلک يې ډير بي وسي دي اودغرنيوسيمو ښځې
يې د سړيوسره په کروندو او مالدارى په برخه کې فعاله ونډه لري اودرانه کارونه کوي
.
د کونړولايت دعامي
روغتيا رئيس ډاکټراسدالله فضلي ويلې : د
تبرکلوز د واقعاتويوجودا سيستم په کونړولايت کې لر و دلته د ټولو کلنيکونو نه منظم
راپوراخلو او د تبرکلوز واقعات ثبت کيږي موږ د خپلو راپورونوله مخي د تيرو شپږوکلونو
د راپور له مخي موږ مالومه کړي چې دښځوفيصدي د نارينؤ په نسبت د تبرکلوزپه ناروغى
زياتي اخته کيږي .
زموږ د راپورونوله
مخي د ٢٠٠٦ ز کال کې %٦٤ ښځي د تبرکلوزپه ناروغى اخته وې ٢٠٠٧ زکې %٦٢ ، په ٢٠٠٨
کال کې %٦٣ فيصده په ٢٠٠٩ کال کې %٦٠ او په ٢٠١٠ کال کې ( ٦٨% )
ښځي د تبرکلوزپه ناروغى اخته شوي .
د ا داسي سروى نه
ده چې دتبرکلوزد ناروغى د مالومه ولو په خاطرشوي وي بلکي داهغه زموږ واقعي
راپورونه دي چې موږ د خپلو کلنيکونوڅخه اخيستي اوپه دومره کچه مثبت مريضان د
درملنى لاندي نيول شوي اود ا واقعي ارقام دي ،تبرکلوز يومهم مرض دي چې په هيواد
کې او نړيوال روغتيايې سازمان داکو ښښ کوو
چې ددي مرض مخه ونيول شي .
ښځي ځکه د نارينؤپه
پرتله د تبرکلوز په ناروغى زياتي اخته
کيږي چې د ښځوژوند ډير سخت دي ،درانه
کارونه ډيرکوي ، غذايې سيستم ته يې زياته پاملرنه نشته ، او زياتي د ځوانى په عمر
ښځي د تبرکلوزپه ناروغى اخته کيږي ، ځکه چې دوى له ډيرو تکليفونوسره مخ دي ، د
يادي ناروغى درملنه کيدونکى ده په هغه صورت کې چې پدي ناروغى اخته کسان سملاسي
ډاکټرته مراجعه وکړي اودوايې په منظمه توګه وخوري اود ډاکټرد هدايت سره سم پرهيز
وکړي ، ددي ناروغى علاج په دريو کټګوريو کوو :اول
هغه ناروغ چې تازه پدي ناروغى اخته شوي وي هغي ته اوله کټګورى علاج شوروع
کيږي .
دويم .هغه مريضان
چې د سيني مثبت تبرکلوز نه دي اود سيني بيرون غوټي ولري هغي ته دريمي کټګوري علاج شوروع کيږي .
دريم .هغه ناروغ چې
مخکي يې ددي ناروغى دواء خوړلي وي اوبياپري دامرض حمله وکړي هغي مريض ته د دويمي
کټګورى دوا شوروع کيږي .
خوپه مجموعي توګه د
تبرکلوز د ناروغ علاج په اته مياشتوکې ترسره کيږي .
په ټول هيواد کې
کونړد تبرکلوز ناروغيو د مثبت واقعاتوپه پيداکولو کې اول ځاى لري ( ډاکټرانود
تبرکلوزپه مرض اخته مريضان ډيرپيداکړي ) .
هغه کورنى چې
وغواړي ددي ناروغى نه خپل غړي ر وغ وساتي بايد په کورکي لږخلک ژوندوکړي ، د
کوټواشداري بايد د لمرد شعاؤ پرمخ خلاصي کړي ، هغه مريض چې مشکوک وي ډاکټر ته
وښودل شي ، د ټوخي په مهال خپل مخ ته رومال ونيسي ، که يوڅوک د دوو اونيوڅخه زيات
وټوخيږي بايد خپل بلغم معائينه کړي ځکه چې دا سرويګانو ښوودلي ده که د تبرکلوز يوه
مثبت واقعه پټه پاتي شي هغه په کال کې دولس نوري مثبي واقعي پيداکوي . ددي ناروغى
علت دادي چې دايو مکروب دي چې مايکوبکتريم تبرکلوزورته وايې اوداپه دريمه نړى کې
پرمخ روان ملکونوکې ډيردي .
دساري ناروغيود
مسؤل ډاکټر احمد شاه ويلي : تبرکلوز يوه ميکروبي ، ساري او ځنډنى ناروغي ده .
سبب يې يومکروب چې
مايکوبکتريم تبرکلوزنوميږي علت يې هغه خلک چې په ګڼه ګوڼه کې اوسيږي غريب ،بيکاره
اوغذايې رژيم يې متوازن نه وي په ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي ، روغيتايې اسانتياؤ ته لاس
رسى نه لري ، دخاموشيدوڅخه استفاده کوي .
د ټي بي د ناروغ په
وخت تداوي پکارده که ديوناروغ تداوي په خپل وخت ونه شي نوپه يوکال کې د لسوڅخه
ترپنځلسوپوري نور کسان په نري رنځ اخته کوي ، د ټي بي ناروغ بايدخپله د وا د مناسب
وخت او پوره مودي لپاره واخلي ، لاړي او بلغم په هرځاي کې تو نه کړي ترڅونورخلک
پدي ناروغى اخته نه شي ، متوازنه غذا واخلي شيدي جوش کړي ، هغه ځاي کې چې اوسيږي
بآيد د کوټي کړکى او دروازى خلاصي کړي ترڅولمرد اوسيدوځايه ته داخل شي . پدي
ناروغي ټول خلک اخته کيدي شي خوښځي
اوماشومان پري ډير اخته کيږي ځکه چې ددي قشردناروغي پر وړاند ي مقاومت ټيټ وي ،
څرنګه چې موږ ته مالومه ده ښځي په کور کې ډير درانه کارونه کوي ، زيات ماشومان
زيږوي اوددي ترڅنګ په کور کې له ټولوڅخه روسته غذا ( پاتيشونى خواړه) خوري
همدارنګه مياشتنى ناروغى يومقدار وينه ضايعه کوي چې د دوي د مقاومت د ټيټوالي سبب
کيږي ، د اميدوارى او شيدو ورکولو په وخت د دوي وجود ته د ضرورت په اندازه خواړه
نه رسيږي چې د مقاومت د ټيټوالي او د تبرکلوزد فعاله کيدو سبب کيږي ، په کلتوري
لحاظ څرنګه چې ښځي له کور څخه د بآندي نه شي تللاي نوپه وخت
تشخيص اوتداوي نه کيږي .
م .
عصام
وروستي