
ښايسته يوروپ درته بلاشووه ناسورزړګيه.
كابل كابل نارې وهې لكه منصورزړګيه.
ستاپه رګونوكښې دكومې غذاخوندپروت دى.
پوهېږم نه چى ته له كومې ياغي وينې ډك يې.
ستاپه يادونوكښې دكومې ليلا رنګ پروت دى.
پوهېږم نه چى ته له كومې پاكې مينې ډك يې.
وخت نامراده له ګل بېل كړلې په زورزړګيه.
كه دى رسۍ دهجرراغله نن ترغاړې پورې.
زماباوردى چى پښتون يې وارخته به نشې.
كه دې په داركې هم تندى رسي تركاڼوپورې.
يوڅوك به وي تابه په ګل ولي خته به نشې.
دبې وسۍ ژوندون خوهېڅ نه دى پېغورزړګيه.
كه رقيبان دې آن هډونولره اورورته كړي.
خوستاايرې ايرې احساس به كابل جان يادوي.
كه دى ايرې هم دهجران په سيندلاهولاهوكړي.
سيندبه هم مست شي اوڅپې به يې جانان يادوي.
شباب دعشق به مې وي هرې خواته خورزړګيه.
كابل كابل نارې وهې لكه منصورزړكيه.