رڼاګانی شوی دنوروتورتمونه شوه زمونږ
راحت ددوی په برخه زحمتونه شوه زمونږ
دځمکی خوندیی واخست دوی فضاکی شوه آباد
دمریض په شان بستر کی خوبونه شوه زمونږ
دایی نښه دغرورچه په سرمورا څرخیږی
په خپل کور اوسیدای نه شوبمونه شوه زمونږ
ګردش دموسمونوکی بهارنه شو ښکا ره
سپرلی باندی پوه نه شو خزانونه شوه زمونږ
کفار دشرق او غرب یوځای سره اوسیږی
افسوس مسلمانانو نفاقونه شوه زمونږ
خپل وطن یی کړو آباد زمونږ په وینو
خرابی بربادی اوسره اورونه شوه زمونږ
دغه اورچی مو پخپله په خپل کورکی بلولو
راپه غاړه د سکروټوسره اورونه شوه زمونږ
وروستي