د دې سيمې حالات ډير زړه بږنوونکې دي، په هرې خوا د ناخوالو سپيرې سيلۍ لږيږي، ناهيلي په مخونو کې په څپو ده، هر ځای په يو ډول نه يو ډول انسانان ځورول کيږي. شډل هېواد، قهرېدلې څېرې، او له خپل عمره څو کاله زاړه وګړي، چې د څېرې هره ګونځه يې د ويرې، وير او له کړاو ډک ژوند انځوروي.
هېواد په ډېر وخیم او کړکېچن لوري روان دي، سیاسي شعور بدلون موندلی او لړۍ یې په ډېر خراب طرف روانه ده. له کلونو مخکې د سترو سیاسي قدرتونو ستراتیژي دا وه، چې په افغانستان کې د هغه قوم او وګړي وځپل شي، چې د دوي د موخو ته په رسېدلو کې خنډ ګرځي، همغه ستراتیژي اوس هم روانه او د هېواد دواړو خواوو ته بمبارۍ او بمونه اوري، د همدې کسانو کورونه لوټل کيږي، اسانتیاوې ترې اخیستل کیږي، ځمکې یې غصب کیږي او داسې نور.... د انتقالي دورې له پیله دا دي لس کلونه کیږي، چې د پښتنو مشران ډېری بې نومه بې نښانه له مینځه وړل کیږي، او ګناه او لوری یې هم معلوم نه وي، همدارنګه په ډېرو سیمو کې چې دغه قوم اوسیږي ټولې ستونزې، شخړې، نیونې، وهنې او ټکونې هملته دي. هره ورځ یو تن د طالب او القاعده په نامه له منځه ځي او بل تن د جاسوس په نامه وژل کېږي. د یوه کلي اوسېدونکي څوک د حکومت د ملاتړ په نامه له کورونو ایستل کیږي او څوک د دولت له خوا د تروریستانو او مخالیفینو د ملاتړي په تور د امریکایانو او یا د حکومت زندانونو ته لوېږي. لنډه دا چې په ټوله پښتنه سیمه کې د ښوونې او روزنې کچه ورځ په ورځ د رکود په لوري روانه ده، ډېرې سیمی له ښوونیزو مرکزونو او ښوونځیو محرومې دي. همدرانګه په یادو سیمو کې روغتیایي خدمتونه په ټپه ولاړ دي. رغنیز کارونه یا خو نشته او که وي هغه هم د څو قراردادیانو ترمنځ څو ځله لاس په لاس شوي، چې له شتون څخه یې نه شتون ډېر ښه دی.
د چارواکو مرموزې بڼې له وارخطايي او تمې ډکې څېرې، شيته او سړې سترګې، د پيسو او دولت ليوالتيا، حرص او لالچ پر هېواد د حکومت يوه ترينګلې فضا واکمنه کړې ده. زیاتره چارواکي دوه يا درې مخي دي، داسې چې له لوى نه لوى مقام کې هم هوسا او سوکاله نه دي، همدغه چلند دنظام او حکومت بنسټونه ګرځېدلي. مصنوعي کرکټرونه فرمايشي حرکتونه د زړه له پاسه دوستي او تزويرې اړيکې دسړي زړه چوي.
اوس هغه هيلې مړاوې شوي، چې د نړيوالو او په ځانګړی ډول د لويديځ په راتګ سره ورته وګړي سترګې په لار و. له نوی حکومت څخه افغانانو داسې انګيرله، چې ګواکې په هيواد کې به بې پلوه حکومت او بدلونونه راشي او په نړۍ کې به يې په اړه منفې تصور بدل شي، خو له بده مرغه دا هيلې هغه مهال له خاورو سره خاورې شوه، کله چې يو شمېر داسې کسان بېرته د واک پر ګدۍ کيناستل چې ولس ترې کومه ښه خاطره نه لري، د خلکو ملي ګټې په نظر کې و نه نيول شوې او پر ځای يې راکړه ورکړه ترسره شوه.
اداري فساد، په لوړه کچه بډې، له بشري ځواک، ملي وړتياوو او له نورو سرچينو څخه نا سمه ګټه، او هيواد ته د راغلو مرستو ناوړه کارونه هغه فکتورونه و، چې دغه هيواد يې ورځ تر بلې د پرمختيا او سوکالۍ پرځای په بل لوري يوړ. پايله يې دا شوه چې نن يې ټول ويني. نا امنيو يو ځل بيا د هيواد په زياترو برخو کې سر را وټوکاوو او حکومت يوازې په مرکزونو پورې محدود پاتې شو، په هرو دريو هيوادوالو کې يو يې د نېستۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او داسې نورې د پام وړ ننګونې چې په جدي توګه بدلون ته اړتيا لري. ځينې پرمختګونه هم د پام وړ دي، خو د ورکړل شوې مرستې په وړاندې په هيڅ حساب دي.
اوس خبره دا ده، چې ايا نړيوال په رښتيا پر دې نه پوهيږي چې دلته څه روان دي او يا که پوهيږي خو ځانونه يې پرې ناپوه نيولي. آيا په رښتيا په ټول هيواد کې قحط الرجال دی او داسې څوک نشته چې د نړيوالو د قناعت وړ وي او د دغه درديدلي ولس په غم وخوري، او يا که دوي هم اوبه خړوي او خپل کبان نيسي...
د زیاتو نظامونو چټک بدلون او کم پایښت هم کومه مثبته پايله نه درلوده. ايا ستونزه په نظامونو او که په نظام چلوونکو کې ده؟ کله چې له ډيرو تيرو نظامونو څخه خلک ناهيلي شو، په اصطلاح يوازينۍ هيله د لويديځ روڼ اندو او د نړۍ پرمختللو هيوادونو ته وه، خو کله چې نوموړې واک ته ورسیدل، هغوي داسې کارونه وکړل او/یا یې لا هم کوي، چې وضعیت یې لا پسې له بدو بدتر کړ. د ولس هيلې نورې په مړې کيدو دي، اوس نو نوره هيله چا ته نه ده ورپاتې او خدای مه کړه دغه وینا پر موږ تطبیق نه شي، چې وايي: "کوم وګړي چې هيله نه لري، مړه دي".
دا د هر افغان دنده ده څو په دې اړه فکر وکړي، چې دا لړۍ به تر څو او ترکومه روانه وي، د حل لارې یې څه دي او څه باید وشي ترڅو ددې شومې پدېدې مخه ډب شي. که چیرې وګورو د هغه چا حقوقو پيمال کیږي، چې ټیټه علمي کچه، کم سیاسي شعور ولري او کتلوي قوه یې په نشت حساب وي. هر هغه قوم ځپل کیږي، چې یووالی، واحد قیادت، د قیادت ملزمه پیروي، عصري زده کړه او کدرونه ونه لري. پکار دا ده، چې نور باید د پردیو په دسیسو ونه غولیږو، د یو بل په لار کې کندې ونه باسو، پر ځای یې یو بل ته لاسونه ورکړو.
که بدلون او له دغه حالت څخه وتل غواړي، نو ځانونه بدل کړﺉ، ځکه خدای هم د یو قوم حالت تر هغې نه بدلوي، ترڅو چې پخپله هغه قوم د ځان د حالت د بدلون هڅه نه وي کړي، چې یوه ژوندې بیلګې یې د منځني ختیځ د کړکیچ او بدلون ده.
الهام نیازی
کابل، افغانستان
ilham.niazi@gmail.com
وروستي