اندونېزيايي مسلمانانو کليساګانې وسوځولې

جاکارتا، اندونېزیا- د اسوشیټېډ پرېس له قوله سلګونه مسلمانان د اندونېزیا په یوه ولایتي محکمه ورننوتل او هلته یې دوه کلیساګانو ته اور واچوه. هغوي دا کار د هغه عیسوي وګړي پر خلاف د مظاهرې په توګه کړی چې د اسلام د دین په سپکاوي تورن دی.
۵۸ کلن انټونیس رېچمنډ باوېنګن د اسلام په اړه د کرکې د خپرولو لپاره کتابونه او رسالې ویشلې وې. نوموړی اوس په پنځه کاله بند محکوم شوی دی.
مسلمانانو د مظاهرې پر مهال نوموړي کس ته د مرګ د سزا ورکولو غوښتنه کوله.
پولیسو د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره هوايي ډزې وکړې. د پولیسو یوه ویاند وویل چې دغه مظاهرې نن د ټېمنګنګ د ولایتي محکمې مخې ته پیل او وروسته شاوخوا ځایونو ته وغزېدلې. مظاهره کوونکو دوه کلیساګانې وسوځولې او په درېمه یې د تیږو باران ووروه. هغوي همداراز د پولیسو یو بس ته هم اور اچولی دی.