۱. د یوه کار د پیلولو لپاره مهمه نه ده عالي واوسېږئ؛ مهمه دا ده، هغه کار پیل کړئ او ځان په کې عالي وښیئ.
۲. باور داسې یو شی دی، چې جوړول یې کلونه وخت ته اړتیا لري، خرابول یې څو ثانیې غواړي، خو ترمیم یې د تل لپاره سخت دی.
۳. ولاړ و اوسېږئ، څو روښنايي خوره کړئ؛ پرتې شمعې مړې کېږي.
۴. له هر هغه چاسره مینه وکړئ، چې مینه درسره کوي آن تر دې که هغه ستاسې د دربار غلام هم وي؛ له هغه چاسره مینه مه کوئ، چې له تاسې سره مینه نه کوي، آن که د زړه پاچا مو هم وي.
۵. له موږ څخه هېڅ یو هم د «کاشکي» وروستۍ مرحلې ته نه یو رسېدلي.
۶. «وخت او زمان» د یوه کس وفاداري ثابتوي، نه د هغه «ژبه».
۷. تل باید په یاد ولرو، چې نا ویل شوې خبرې ویلی شو؛ خو ویل شوې خبرې بېرته نشو اخستی.
۸. ځان ښودنه د ځان لوړول نه، بلکې د نورو بې قدري ده.
۹. هېڅ ډول سینګار ناوړه شخصیت نشي پوښلی.
۱۰. له انسانانو سره د دوی د وړتیا په اندازه مینه او د دوی د ظرفیت سره سم ورسره د زړه خواله وکړئ.
۱۱.کله، چې له چا سره مرسته نه شئ کولای، نو بې ځایه د دروغو وعدې مه ورکوئ، دا کار مو دروند شخصیت ته ډېر زیان رسوي .
۱۲. له ملګرو سره، په وعده کې، متعهد، ژمن او مسئول واوسئ، کله، چې له چا سره وعده کېږدئ، د وخت، ځای، ټایم او هر څه کلک په نظر کې ولرئ،
۱۳. هیڅ وخت هم د ملګري د راز او پټو خبرو او کارونو باندي د پوهېدنې او خبرېدلو هڅه مه کوئ! ځکه هغه څه چې د ملګری مو نهٔ غواړي تاسي پرې خبر او پوه شئ، هغه همداسي پټ ښه دي…
وروستي