د ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم له سپړنې مخکې اړینه ده چې د لرغوني او نوي یا اوسني تر منځ پوله او برید څرګند شي. د لرغونتوب، ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم تر پېژندلو وروسته په پښتو ادب کې پر ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم باندې غږېږو.
نن چې موږ کوم ادب ته لرغونی او بیا کلاسیک وایو، د پنځېدو پر مهال ورته نوی او عصري ادب ویل کېده البته څرګنده ده چې د کلاسیکیت لپاره لرغونی او عصري اړین نه دي، ځینې ادبي پنځونې د خپل تخلیق په دور کې هم د کلاسیک کچې ته رسېدلای شي، په دې شرط چې د کلاسیکیت عناصر ولري. تر کومه ځایه چې د لرغونتیا، نويوالي (ماډرنیزم) او پوسټ ماډرنیزم اړیکه ده، نو په دې لړ کې د کلاسیکي معیار د زمانې تخلیق شوي ادب ته وروسته نوی او عصري نه شو ویلای، ځکه ټولنیز ارزښتونه جامد نه وي، هر وخت د پرمختګ پړاوونه وهي او اوښتون پکې رامنځ ته کېږي چې له لامله یې ادب چې د ټولنیزو ارزښتونو ترجمان دی په خپل رنګ کې لړي او په دې ډول له لرغونتیا څخه د نوي والي پر لور ګامونه اخلي.
د ټولنې اوسنیو حالاتو او د کرهکتنې د پرمختګ وضعیت د جدیدیت کیسه هم په زړه پورې کړې ده. د پوسټ ماډرنیزم نومونې جدید او نوی ادب هم د لرغوني ادب په چوکاټ کې شامل کړی دی، خو یوه خبره څرګنده ده، که ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم ته د ځانګړو اصطلاحاتو له زاویو وکتل شي، نو په رښتینې معنا په دواړو کې پوره اړخونه لیدل کېږي، خو د موضوعاتو او نظریاتو د ترجمانۍ اړخ یې ډېر کمزوری دی ان که د ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم پولې او بریدونه مات او په یو بل کې ګډ شي. د ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم په منځ کې دا موضوعاتي او نظریاتي اړخ او د نږدېوالي ټاکل به د پښتو شاعري راوسپړلای شي، خو لومړی د اصطلاحاتو له مخې د دغو دواړو تر منځ د توپیري کرښې د کاږلو هڅه کوو او د دغو اصطلاحاتو د سپړونکو او کرهکتونکو څو حوالې وړاندې کوو.
په نړیواله کچه د لوېدیځ ادب د درېو دورو (لرغونې، جدیدې او پس جدیدې) د اصطلاحاتو په اړه نامتو کرهکتونکی عباس نیر لیکلي دي:
«لوېدیځ خپل تاریخ په درېو برخو وېشي: لرغونی، جدید، او پس جدید. له څوارلسمې مېلادي پېړۍ څخه دمخه زمانې ته لرغونې یا پخوانۍ جدیده دوره وايي، دا هم په تیاره او منځني دورونو وېشل شوې ده. له څوارلسمې مېلادي پېړۍ وروسته د نشاة ثانیه زمانه راغله، دې ته د جدید (نوي) دور نوم ورکړل شو او دغه نوي دور د شلمې مېلادي پېړۍ تر نیمايي پورې دوام وکړ. تر دې وروسته د پوسټ ماډرنیزم دور پیلېږي. د لوېدیځ تاریخ د دوره بندۍ په نېټې کې توپیر شته دی، مثلاً ځینې خلک د نشاة ثانیه دوره د دیارلسمې مېلادي پېړۍ په دویمې لسیزې پورې تړلې ګڼي او ځینې یې په شپاړسمې مېلادي پورې تړي. دغسې ځینې پوسټ ماډرنیزم د شلمې مېلادي پېړۍ په دویمې لسیزې پورې، ځینې یې په پنځمې لسیزې او یو لړ یې په اوومې لسیزې پورې تړي، خو د لوېدیځ د فرهنګي او فکري تاریخ په لرغونې، ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم دورو په وېشلو کې اختلاف نشته دي.». (۱)
د درې دورو لپاره د یادو درې اصطلاحاتو په ټاکلو سره ناصر عباس نیر د لوېدیځ ادب پرمختیايي بهیر څرګند کړ، چې وروستۍ برخه یې پوسټ ماډرنیزم دی. نوموړی کرهکتونکی د پوسټ مادرنیزم د تاریخي شالید په اړه زیاتوي:
«د پوسټ ماډرنیزم کلمه کله او د کومو معناوو لپاره کارول شوې ده، دا ډېره په زړه پورې کیسه ده او د پوسټ ماډرنیزم د ځینو توپیرونو په پوهېدنې کې مرسته کوي. احب حسن په خپلې مقالې «From Postmodernism to postmodernity: the local/ global context» کې دا کیسه په پوره تفصیل وړاندې کړې ده. د پوسټ ماډرنیزم اصطلاح لومړی وار په ۱۸۷۰ز. کې انګرېزي انځورګر جان ويټکنز چیپ مان (John Wakins Champan) وکاروله، له دې سره پوسټ ماډرنیزم د اغېزناک تحریک په ډول د راتلونکي تمایل مفهوم خپل کړ. له دې وروسته په ۱۹۳۴ز. کې فیدریکو دی اونس Federico De Onis د معاصرې شاعرۍ د ازمېښت پالنې او سخت پالنې پر وړاندې پوسټ ماډرنیزم وکاروله. په ۱۹۳۹ز. کې آرنلډ ټو این بي پوسټ ماډرنیزم د ماډرنیزم د د مفهوم د پایښت لپاره راوړاندې کړ. Bermard Smith په ۱۹۴۵ز. کې د پوسټ ماډرنیزم اصطلاح استعمال کړه چې موخه یې ترې «سوشلسټ حقیقت نګاري (ټولنیزه رښتیاپالنه)» وه. ښايي له دې سره اجتماعي او اروايي حقیقت پالنه او نوې حقیقت پالنه نږدې وي. سوشلسټ حقیقت نګاري لکه څرنګه چې د جدیدې حقیقت نګارۍ څخه توپیر لري، له همدې لامله هغه پوسټ ماډرنیزم ده. Sharlis Oslow په ۱۹۵۰ز. کې، Irving Howe په ۱۹۵۹ز. کې او Harry Levin په ۱۹۶۰ز. کې پوسټ ماډرنیزم په «باارزښته خورا نوي فرهنګ (های ماډرن اسټ کلچر)» کې د زوال په څرګندو معناوو کې استعمال کړ. په خپله احب حسن د پوسټ ماډرنیزم اصطلاح په ۱۹۷۱ز، کې وکاروله. ده په خپل کتاب «The Dismemeberment of Orpheus: Towards Postmodern Literature» لومړی ځل د ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم د موضوع پر توپیر پوره تفصیلي بحث کړی دی. چارلس جینکس (Charles Jenics) په ۱۹۷۷ز. کې په خپل کتاب «The Language of Postmodern Architecture» کې پر پوسټ ماډرنیزم بشپړ لیکل کړي دي او له همدې څخه د پوسټ ماډرینزم د اصطلاح عاموالی پیل شوی دی. کله چې په ۱۹۷۹ز. کې لیوتار په خپل کتاب «The Postmodern Condition: A Report On Knowledge» کې پوسټ ماډرنیزم د معاصرو حالاتو په مفهوم کې وړاندې کړ، نو د دغو حالاتو له څرګندولو څخه پوسټ ماډرنیزم په ټولنو او علمي کړیو کې عام شو. له دې سره د پوسټ ماډرنیزم اصطلاح ۱۳۶ کاله پخوانۍ ده، خو د یوې نومونې (اصطلاح) په توګه له پنځو لسیزو څخه ډېر عمر نه لري.». (۲)
په پښتو ادب او شاعري کې له لرغوني څخه تر پوسټ ماډرنیزم پورې سفر ته له ډېرو زاویو کتلی شو. که موږ د بېلګې په ډول خوشحال خان خټک راواخلو، هغه نه یوازې په خپل دور او وخت کې له فکري اړخه نوی و، بلکې د څلور سوو کالو له تېرېدو وروسته هم د ده نادره او تازه فکر نن موږ هم مجبوروي چې نوی ورته ووایو. څلور سوه کاله مخکې چې خوشحال خان خټک په ډېرې بې باکۍ او جرأت مندۍ سره پر کومو موضوعاتو لیکل کړي، په ننني وخت کې ډېر د هغه فکري ندرت ته رسېدای نه شي. موږ له همدې لارې د پوسټ ماډرنیزم په بحثونو کې د ده د فکري ندرت څېړنه کولای شو، خو د لوېدیځ ادب تر سیورې لاندې چې د پوسټ ماډرنیزم تصور وړاندې کوي، دغه عامه اصطلاح له موډرنیزم سره لږ غوندې توپیر لري. د لوېدیځ ادب تر اغېزمندۍ لاندې د پوسټ ماډرنیزم تصور د ډاکتر وزیر اغا په وینا شپږ څرګندې نښې لري، چې په لاندې ډول دي:
« ۱) د منظم علم ترلاسه کول ناشوني دي. ۲) د Subject یعنې د مضمون یووالی ټوټه ټوټه دی. ۳) د انسان دوستۍ د تصور کیسه پخوانۍ ده. ۴) د ماورائیت او مابعدالطبیعت له تصوراتو څخه ځان ساتنه اړینه ده. ۵) په ورک شوي اصل پسې لټون بې ګټې دی. ۶. د راپیدا شوي واټن او د نه پرله پسې والي په اړه پوهېدل لازمي دي.». (۳)
که د ډاکتر وزیر آغا د پورتنیو ټکو په پامنیوۍ سره په پښتو شاعرۍ کې پوسټ ماډرنیزم وڅېړو، نو خبره تر دې ځایه راسېږي. راځو لومړي ټکي ته چې د منظم علم ترلاسه کول ناشوني دي. د پوسټ ماډرنیزم پوهانو دا ماده د دې لپاره راپورته کړه چې په لرغونو وختونو کې په ځانګړې ډول د یوناني فیلسوفانو دا عام تصور و چې علم په باقده او منظم ډول ترلاسه کېدای شي، خو اوسمهال دا ټکی ډېر جوت دی چې په دې ډول د علم ترلاسه کول شوني نه دي. خبره سمه ده، خو د شعر او ادب په برخه کې له شاعر او ادیب څخه په منظم ډول د علم د ترلاسه کولو غوښتنه ناسمه ده. شاعر د علم او مطالعې په مرسته لږ او د مشاهدې په مرسته ډېره زدهکړه کوي، شعریت هم په خپل ذات کې د کوم ځانګړي منظم نظام غوښتونکی نه دی. که څه هم د نړۍ د ټولو ژبو په کلاسیکي ادب کې علمي وقار او نظم ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او د پښتو په کلاسیکي ادب کې هم دا کار شوی دی، خو په ماډرنیزم او پوسټ مادرنیزم ادب کې لومړی د علمي وقار درلودل لازمي نه دي، د منظموالي پوښتنه وروسته رامخ ته کېږي، نو که موږ د مشاهداتي عمل له مخې د پښتو معاصره شاعرۍ جاج واخلو، نو د فکر او معنا د ابلاغ په کچې د هر منظم نظام پر ځای د تازه افکارو په لېږدولو ټینګار کوي. دویمه ماده دا ده چې د مضمون یووالی ټوټه ټوټه دی. مضمون یوازې او یوازې د ژانرونو فزیکي جوړښت ته ډېره پاملرنه کوي. مثلاً له لرغوني نظم څخه وروسته په نوی نظم (په ځانګړي ډول آزاد او معری نظم) کې اوس هم د مضمون واحد مفهوم اړین نه ګڼل کېږي. دغسې په پښتو ادب کې هم د مضمون یووالي ته د پاملرنې پر ځای فکري ندرت ته ډېره پاملرنه اړینه ده چې غوره بېلګه یې د امین الله امین چغرمټي نظمونه دي. په درېیمه ماده کې د انسان دوستۍ د تصور کیسه پخوانۍ ښوول شوې ده. دلته له انسان دوستۍ څخه دا موخه نه ده چې د انساني مسایلو کیسه پخوانۍ ده، له دې موخه د ادب په سوچه انساني اخلاقو پورې تړلې کیسه پخوانۍ ګڼل شوې ده. د پوسټ ماډرنیزم شننونکي په دې اخلاقي محدودیتونو پورې ادب نه محدودوي، ګنې ټولنه له انسان څخه راجوړېږي، تر څو چې انسان وي تر هغه به ټولنه وي او تر هغه وخته چې ټولنه وي، نو ادب به د ټولنیزو ارزښتونو ترجماني کوي، خو دا خبره اړینه ده چې ټولنه هیڅکله هم جامده او ناخوځنده نه وي، هره شېبه پکې بدلون راځي. نو هر څومره چې ټولنیز ارزښتونه تغییر مومي، دغسې ادب هم په خپله مخه درومي، همدا د پوسټ ماډرنیزم تصور دی. له همدې زاویې د پښتو شعر او ادب ته وګورئ چې له ټولنیزو اوښتونو سره یې په څومره تېزۍ بدلون کړی دی. که له شلمې مېلادي پېړۍ څخه مخکې د ادب له دورې څخه تېر شو، نو یوازې همدا شلمه مېلادي پېړۍ څومره له ټولنیزو بدلونونو سره څنګ په څنګ پاتې شوې ده او د دې ټولو بدلونونو عکاسي په پښتو شاعرۍ کې کله د خپلواکۍ پالنې په تمایل کې څرګنده شوې ده او کله هم د نورو سیاسي او عوامي تحریکونو په شکل کې وړاندې شوې ده. دا هم ویلای شو چې پښتو شاعري د هرې اوښوتونکې شېبې انځور وړاندې کړی دی او دا لړۍ تر اوسه روانه ده.
په څلورمه ماده کې له ماوارئیت او مابعدالطبیعیاتي تصوراتو څخه ځان ساتنه اړینه ګڼل شوې ده. د ماورائیت او مابعدالطبیاتي تصورات له آره د سورریالیزم د تحریک بنسټ و چې په لوېدیځ کې یې د رومانویت له تحریک څخه سرچینه اخیستې ده. د رومانویت تحریک په حقیقت کې د کلاسیکي قیوداتو پر خلاف بغاوت و چې په خپل دور کې یوه نوې مفکوره ګڼل کېده، خو د پوسټ ماډرنیزم مفکورو له یوې مخې رد کړ. په پښتو ادب کې د دې مفکورو په مقابل کې ټولنیزه حقیقت پالنه راژوندۍ شوه چې په نړیواله کچه یې د حقیقت پالنې تر سیورې لاندې وده وکړه؛ خو په پښتو ادب کې ټولنیزه حقیقت پالنه له لوېدیځ تحریک څخه اغېزمنه نه ده، بلکې د پښتنو د خاورې، اوبو او هوا او کلتور هېنداره ده. په عامه ادبي اصطلاح کې د پرمختګ پالنې تحریک له همدې ټولنیزې حقیقت پالنې څخه رامنځ ته شوی دی، خو له ټولنیز اوښتون سره سره په ادب کې روان ادبي نويوالي او بدلونونه د پوسټ ماډرنیزم شنونکي د پوسټ ماډرنیزم له کرهکتنې اغېزمن ګڼي.
په هره توګه د پښتو اوسنی ادب او شاعري د مابعدالطبیعت او ماورايي مفکورو له ښکېلاک څخه پاکه ده، په تېره د شلمې زېږدیزې پېړۍ نوی شعر او ادب له دا رنګه مفکورو خوندي دی. په پنځمې نکتې کې د ورکې پیلامې له پېروۍ ډډه شوې ده، که څه هم د پښتو نوې شاعري هم له خپلو لرغونو روایتونو او طبیعي اصل سره خپله اړیکه نه پرې کوي، خو تېر وخت ته د ستنېدو په ځای راتلونکي مهال ته ډېره پاملرنه کوي، چې همدا د پوسټ ماډرنیزم غوښتنه ده. شپږم ټکی یا شپږمه نکته له پنځمې نکتې سره لږ و ډېره متضاده ده. د پوسټ ماډرنیزم په مفکوره کې له یوې خوا په ورکې شوې پيلامې او له اصل څخه په ساتنې ډېر تاکید شوی دی او ورسره په شپږم ټکي کې د خپلو روایتونو د پرله پسې والي او د منظموالي په پرېکون او له منځه وړلو ټینګار شوی دی. د دې دا معنا شوه، چې د تېر مهال روایتونو ته د پاملرنې په ځای چې له راتلونکی مهال سره یې ونښلوي، خپله د پرله پسې والي اړیکه پرېکوي. د پوسټ ماډرنیزم شنونکي یوازې د هغو روایتونو د پرله پسې والي په اړه د پوهې ترلاسه کولو غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې د نوو مفکورو او اندونو پرله پسې والی لا غښتلی کوي.
د پورتنیو شپږو ټکو تر سپړنې وروسته په ټولیز ډول ویلی شو، چې د پوسټ ماډرنیزم مفهوم په حقیقت کې د اجتماعي خوځښت، اوړن او د روانو حالاتو پر بدلون باندې پام لري. نوي تنقیدي مفهوم له پوسټ ماډرنیزم سره سره د «پسرغښتوالې» یا پوسټ ساختمانیزم په نامه یوه بله اصطلاح هم راوړاندې کړې ده. په دې نومونې کې د «رغونې» یا سازونې له کلمې څخه اټکلېږي، چې په دې کې د ادبي آثارو له بنسټیزو برخو، رغښت او بڼې څخه بحث کېږي، خو داسې نه ده. په رغښتواله(ساختیات) او پسرغښتواله (پس ساختیات) کې د ادبي آثارو په دننه کې پر داخلي نظام او د کلمو پر باطني معناوو ډېر ټینګار کېږي. د رغښتوالې او پسرغښتوالې (پوسټ سټرکچرلیزم) نامتو شنونکی او کرهکتونکی ډاکتر ګوپي چندنارنګ په وینا دا نومونه له پوسټ ماډرنیزم څخه په اغېز راټوکېدلې ده، خو له دې وضاحت سره، چې تر اوسه پورې نه د پوسټ ماډرنیزم مفهوم په سمه معنا روښانه شوی او نه هم د پوسټ سټرکچرلیزم. دومره څرګنده ده، چې پوسټ ماډرنیزم د اجتماعي چاپېریال له اوړېدونکي او روان حالته غږېږي او پوسټ سټرکچرلیزم د دغه چاپېریال او حال لپاره یوه منظمه فلسفه او نظریه چمتو کوي. ګوپي چندنارنګ په دې لړ کې د لوی صلاحیت څښتن دی:
«د پوسټ ماډرنیزم مفهوم لا تر اوسه روښانه نه دی، دغسې یې له پوسټ سټرکچرلیزم سره اړیکې هم ناڅرګندې دي او په دې تړاو عام معلومات نشته دي. ډېر ځله دوه اصطلاحات د یو بل په ځای کارول کېږي، په هره توګه خبره دومره روښانه ده چې پسرغښتواله د پښتو معاصرې شاعرۍ یوه تیوري ده چې د فلسفي مسأیلو په اړه بحث کوي، چې د پوسټ ماډرنیزم تر تیورۍ دا بحثونه نوي دي. یعنې په عصري ټولنې کې د چټک بدلون حالت، د نوې ټولنې مزاج، رواني، اجتماعي یا فرهنګي چاپېریال یا د فرهنګي بدلون چې دا پوړ ټاکي، د بېلګې په ډول: Post Modern condition (د پوسټ ماډرنیزم حالت) ویلی شو؛ خو د «پوسټ سټرکچرلیزم حالت» نه شو ویلی، نو پوسټ سټرکچرلیزم له تیورۍ سره ډېرې اړیکې لري او پوسټ ماډرنیزم د ټولنې له خوی و بوی او له فرهنګي وضعیت سره ډېرې نږدې اړیکي پالي. خو داسې نه ده چې د پوسټ ماډرنیزم د تیورۍ یا نظریې د جوړېدو یا نوې کېدو هڅه دې شوې نه وي. داسې ځینې هڅې شوې دي او دا لړۍ روانه ده. ځینو مفکرینو د پوسټ ماډرنیزم پر وضعیت او تیورۍ دواړو بحثونه کړي دي، خو که ځیر شو، نو د تیورۍ لویه برخه هغه ده، چې د پس رغښتوالې (پس ساختیات) ده، یعنې د پوسټ ماډرنیزم او پس رغښتوالې فلسفیانه بحثونه یو ډول دي. دا څرګنده ده، چې تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته کومه نوې ذهني فضاء رامنځته شوې وه، هغه په بشپړ ډول لاکان، آلتهیو، فوکو، بارت، دریدا، دیلوز، ګواترې او د لیوتار په څېر مفکرینو وړاندې کړې ده. ګلبرټ ادیر وايي چې دا مفکرین د پس رغښتوالې د بدلون سرلاري دي، همدا وجه ده چې د پس رغښتوالې او پوسټ ماډرنیزم ترمنځ د بېلتون برید ټاکلی نه شو، ځکه ډېر وخت د پس رغښتوالې مفکرینو ته د پوسټ ماډرنیزم مفکرین ویل کېږي او دا دواړه نومونې یوه د بلې پر ځای کارول کېږي.». (۴)
اوس که له همدې زاویې پښتو شعر و ادب ته وګورو، که څه هم زموږ کرهکتونکو تر اوسه پورې د ادبي تیوریو او اندونو عملي تطبیق روښانه کړی نه دی، خو بیا هم موږ ویلای شو چې زموږ زیاترو کرهکتونکو او ژبپوهانو د لفظونو داخلي نظام او د معنوي شالید په اړه په لاشعوري توګه ډېر څه ویلي دي. همدارنګه په پښتو شعر و ادب کې له کاظم خان شیدا څخه تر اوسنیو پوهانو پورې ځینو په ادب کې د سبک په برخه کې د لفظونو د معنوي ابلاغ او د معناوو پر لفظي جوړښتونو څرګندونې کړې دي، خو دغه څرګندونې د کوم منظم کرهکتنیز فکر په رڼا کې نه، بلکې د خپل فطري صلاحیت، مشاهدې او د مطالعې په شالید کې وړاندې شوې دي.
که څه هم په دې لنډ بحث کې د لا وضاحت لپاره ما بېلګې وړاندې کړې نه دي او نه مې د پښتو شعر و ادب تاریخي او کلتوري شالید شنلی دی، که څه هم دا ډېر اړین وو، خو بیا هم د نتیجې په توګه وایم، چې که د پښتو شعر و ادب د پوسټ ماډرنیزم او پس رغښتوالې په رڼا کې وڅېړل شي او بېلګې یې وړاندې شي، نو په دې برخه کې یو غښتلی شالید زموږ په وړاندې راتللی شي. دم ګړۍ زه په همدې ابتدایي خبرو بسنه کوم، چې یوازې یوه تته خاکه ده او بس.
مأخذونه
۱. ناصر عباس نیر، مقدمه، (مشموله) مابعدجدیدت: نظري مباحث، مغربي پاکستان، اردو اکیډمی، لاهور، ۲۰۰۶، ۱۲مخ.
۲. پورتنی مأخذ، ۱۴، ۱۵مخونه
۳. وزیر آغا، ډاکتر، جدیدیت اور مابعد جدیدیت، (مشموله) مابعدجدیدیت: نظري مباحث (مرتبه: ناصر عباص نیر)، ۱۳۱مخ.
۴. ګوپي چندنارنګ، مابعد جدیدیت عالمی تناظر مین، (مشموله) مابعدجدیدیت نظري مباحث، ۴۹، ۵۰ مخونه.
وروستي