ژباړه: عبدالاول بشارت

۱- غیرې واقعي ملګري هغه خلک دي چې تل مو په شاوخوا کې وي، خو کله چې ته ورته ضروت ولرې، بیا ورک شي، دا ډول خلک په ملګرتیا نه ارزي.

۲- هغه کسان چې له تاسو سره ملګري دي، د نورو خلکو غیبت کوي، په دې پوه شه چې ستا غیبت هم نورو ته کوي، په داسې خلکو باور مه کوئ.

۳- داسې ملګري هم شتون لري چې تاسو ته داسې څرګندوي، چې ستاسو په خوښۍ خوښ او په خپګان مو خپه دي، خو په حقیقت کې داسې نه دي، په پیژندنه کې ځیرک اوسئ.

۴- هغه کسان چې ډیره هڅه کوي، ستاسو په اړه څیړنه وکړي او غواړي چې له ټولو خصوصیاتو مو زر ځان خبر کړي، په حقیقت کې هغوئ، دوکه باز دي.

۵- هغه کسان چې ستاسو په اړه زر پریکړه کوي، او په نیمګرتیاوو مو قضاوت کوي، هغوی ستاسو افکارو ته احترام نه لري، له داسې خلکو ځان لرې ساتئ.

۶ – کوم ملګري مو چې بې رحمه وي، د نورو په اړه منفي ذهنیت لري، هر کار کې درته زړه نازړه مشوره درکوي، دا هم غیرې واقعي دوستان دي.

یادونه: واقعي ملګري مو د دې برعکس خصوصیات لري، اوس تاسو د خپلو ملکرو په اړه فکر وکړئ، چې څوک مو واقعي او غیرې واقعي ملګري دي؟