د اکتوبر يوولسمه جرګه؛ اې! پښتون قومه!

په ډير ستر غښتلي هوډ ٫په ټول توان هڅې او کوشش وکړئ چې دغه د پښتانو د حقوقو د حفظ او پر خپله خاوره ، وسأېلو  د خپل واک د ترلاسه کولو دا تاريخي جرګه (۱۱ د اکتوبر ) درنه ناکامه او سبوتاژ نشي. د سر او مال په قيمت ترې ملاتړ وکړئ، هر څوک چې هر چرته اوسی د خپل وس مطابق کار وکړئ، زحمت وباسئ ترڅو دا جرګه د پښتون درديدلي او مظلوم قوم ته  بريالۍ پايله  په لاس ورکړي. لکه څنګه چې منظور پښتين غواړي، لکه څنګه چې د ملي څيرو لکه ګيلامن وزیر، ارمان لوڼي، عارف وزیر، عثمان کاکړ  او همداسې په سلګونه نه بلکې په زرګونه شهيدانو هيلې او مبارزې چې وې، لکه څنګه چې واقيعتونه او پرستونه ايجابوي، لکه څنګه چې د وخت، حالاتو غوښتنه او تقضا ده، لکه څنګه چې خدای ج امر کوي چې باید (د هر ظلم پر وړاندې، د خپلو حقوقو د پاره  وجنګيږي او چوپ پاتې نشې)، باید هر قوم خپل حالت پر خپله بدل کړې او د بدليدو هڅې وکړې  لکه څنګه چې بيا الله ج امر کوي (يعنې که کوم قوم د خپلو حلاتو د بدليدو د پاره خپله هڅې او غوښتنه ونکړي زه يې حالات نه بدلوم )،  لکه څنګه چې د پښتون ټبر په زرګونه کونډې، ياتيمان، بنديان، لا درکه مشران او ځوانان غواړي او هيلې لري. 

په ټول توان بايد هرپښتون مشر، پيغله او ځوان  نه ستړي کيدونکي  مبارزې وکړئ ترڅو دا ستره تاريخي او برخليک ټاکنونکې جرګه بريالۍ شي، ترڅو نور پښتون ټبر په خپله خاوره او خپلو وسأېلو، خپل اختيار ولري ځکه  چې دا هرڅه د همدغې جرګې په بريا پورې تړلي دي.  په خلص ډول بايد ووايم چې په بر وطن کې  د پښتون ټبر بريا او ناکامي، عزت او ذلت، خپلواکي او غلامي ددغې جرګې، راټولېدنې ،هڅه او کوښښونو په کاميابۍ او ناکامۍ پورې تړلي ښکاري، خدای ج د نکړي که چېرېدا جرګه سبوتاژ يا ناکامه شوه نو  د پښتون ټبر دپاره دا لاندې درې ستر او نه جيبرانيدونکي نقصانات رامنځ ته کيدلی شي.
۱- بیابه  پښتون ټبر په دومره تعداد په اسانۍ سره راټول نشي او که راټولیږي نو لسګونه کاله کار ورته پکار دی چې تر منزله به يې مزل  لسګونه کاله ونیسي.
۲- بله ویره دا موجوده ده که خدای مه کړه سبوتاژ شوه نو د پښتون پر خاوره به هغه جنګ مطلق او حتمي شي  لکه د کوم جنګ حتمي کول چې هلته ورته هڅې کيږي.
۳- دریمه ویره او احتمال دغه دی چې پښتون ټبر به په خپلو سرلارو او مشرانو باور وباېلي  چې د بيا باور او فکر جوړونه به يې لسګونه کاله وخت ونيسي .
يعنې لسګونه کاله به بيا پښتون ټبر د وير، ماتم، ژړا، فقر، مختاجۍ او ذلت په ټغر ناست  او د غفلت په خوب به ويده وي د هراړخيزې غلامۍ ځنځير به يې پر غاړه پروت وي، په همدې اساس همدا جرګه  او راټولېدنه يو تاريخي، طلايي چانس او ټاکنه ده  چې بايد ددغې چانس څخه عظيمه ګټه واخلئ.