امریکا او د بشري حقونو دروغ شعارونه يې

امریکا، هغه هېواد دی چې له پېدايښت راهیسې يې که د نړۍ په هر ګوټ کې جګړه پيل شوې نو د دوی د لاس نښې پکې پيدا کېږي.
 
هغه هېواد چې په لومړي ځل يې اټومي وسله کارولې، هغه هېواد چې د تاریخ په اوږدو کې يې هېڅکله پر خپل قول، لیکلو ژمنو، تړونونو او معاهدو عمل نه دی کړی، بلکې هر وخت چې يې زړه غوښتي او ګټو يې اجازه ورکړې نو هر څه يې تر پښو لاندې کړي.
 
خو عجیبه دا ده چې دغه مکار او لوی شیطان د خپلو شیطان صفته کړنو په څنګ کې د (بشر حقوق، د بیان آزادي، ډیموکراسي، عدالت، د ښځو حقوق، د ماشومانو حقوق او داسې نورو) نومونو خلک غولوي او ځان د دې ټولو مدافع ګڼي.
 
همدا اوس دغه مکار او شیطان صفته هېواد له یوې خوا له وحشي اسراییلو سره پوځي او مالي مرستې کوي او په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنې په اړه يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه په داسې حال کې رد کړه چې د راپورونو له مخې په غزه کې تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې له ۳۰ زره ډېر کسان شهیدان شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي او تر ټولو زړه بوږنوکې يې لا دا چې لسګونه ماشومان له لوږې مړه شوي او سربېره پردې روغتونونه یا په هوايي بریدونو کې ویجاړ شوي او یا تر دې حده له امکاناتو خالي شوي چې ټپيانو ته د جراحي عملیاتو پر مهال انستیزي یا د بې‌هوشۍ لپاره هم دارو نه لري.
 
خو مکاره امریکا چې کله پوه شوه چې د نړۍ په عامه افکارو کې له دوی څخه کرکه اوج ته رسېدلې نو د عامه افکارو د غولولو لپاره يې د غزې خلکو ته له هوا څخه په نمایشي ډول څو بستې خوراکي توکې واستول او جوبایډن په مکرکجه توګه پر اسراییلو غږ وکړ چې د عامو فلسطینیانو ژوند ته دې پام وکړي.
 
هو! امریکا او شعارونه يې باید ښه وپېژنو، دغه هېواد په ۲۰۰۱ میلادي کال په تشو پلمو سره پر افغانستان یرغل وکړ او هلته يې پوره شل کاله د دغه هېواد پر کلیو او ښارونو بمبارۍ وکړې او د خلکو پر کورونو يې د شپې او ورځې چاپې وهلې چې نه یوازې خلک لسګونه زره ملکي افغانان چې ډېری برخه يې ښځې او ماشومان جوړوي شهیدان کړل، آن ډېری داسې پېښې هم د هغه وخت په مهمو رسنیو کې منعکس شوې چې ښځې يې له خپلو کورونو په چورلکو کې پورته کړې او بیا يې له فضا څخه را غور ځولې دي.
 
 په لرې پرتو سیمو کې يې دیني مدرسې، ښوونځي، جوماتونه او نور بېخ بينايي تاسیسات وران کړل، هلته يې د غربي او امریکا د خوښې ډیموکراسۍ په نوم د خلکو زرکلن مذهبي او ملي دودونو ته سپکاوی وکړ.
 
لنډه دا چې دې مکار او بېغيرته بشر دښمن ملک په تاریخ کې داسې کړنې ثبت کړې چې انسان يې په یادولو د شرم احساس کوي.
 
خو د خدای په مرسته او د افغان ولس د بې دريغه قربانیانو او سرښندنو په برکت دغه مکار او خونخوار دښمن هم په افغانستان کې و شرمید او په ټيټو سترګو وتښتېدل.
 
هو! امریکا او ملګرو يې په افغانستان کې ماتې وخوړه او هلته يې پوځي شتون پای ته ورساوه خو لا هم غلې نه ده ناسته او لا هم د ښځو د حقونو، بشر حقونو، بیان آزادۍ او نورو پلمو سره غواړي چې په افغانستان کې شته نظام و ننګوي او پروړاندې يې ستونزې جوړې کړي.
 
د امریکا مشران په خپل هېواد کې يې ټولنیزو بې عدالیتو او هلته د تور پوستو پروړاندې ظلم نه هېڅ پام نه کوي خو په نورو هېوادونو کې ټولشموله حکومتونو جوړېدو، عدالت د تامین نارې وهي.
 
دوی په امریکا کې دننه هغه څه نه ويني او پام نه ورته کوي چې د نژاد او رنګ په سبب له تور پوستو څخه نه یوازې د بیان آزادۍ حق اخیستل شوی بلکې د پولیسو له خوا ډول ډول پلمو سره وژل کېږي هم.
 
دوی بشر پالنې شعار یوازې د نورو په اړه پورته کوي او له دې موضوع څخه د نورو په چارو کې د مداخلې لپاره کار اخلي، خپله دوی د امریکا ګټې تر هرڅه لوړې ګڼي.
 
د امریکا بروان پوهنتون د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په ۱۴مه یوه سروې خپره کړې او ویلي يې و چې امریکایانو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې تر همدې نېټې پورې د ترهګرۍ خلاف جګړې په بهانه ۸ لکه انسانان وژلي دي.
 
دا هغه ارقام دي چې امریکايي ادارو تاييد کړي او په حقیقت کې يې له دې ډېر خلک وژلي دي.
 
د هدف خلاصه:
 امریکا په نړۍ کې په لوی شیطان شهرت لري او دا څه دروغ خبره هم نه ده ځکه دغه هېواد یوازې او یوازې خپلې ګټې ويني او چې دوی ته ګټه رسېږي نو نه د ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړو خیال ساتي او نه د بشر حقوق.
 
دوی آن هغه ډیموکراسي او هغه شعارونه هم په خپل ځان نه عملي کوي چې خپله يې نارې وهي.
 
د بېلګې په توګه دوی وايي هر انسان د بیان آزادۍ حق لري، د انتخاب حق لري او .... خو دوی په خپل ملک کې تورپوستو او نورو لږکیو ته آن د څارویو پر حقونو هم قایل نه دي.
 
دوی نورو هېوادونو ته دا حق نه ورکوي چې د خپلو خلکو او خپل کلتور او دود په رڼا کې حکومتونه جوړ کړي.
 
د امریکا په حقیقت کې غواړي چې پر ټوله نړۍ حکومت او باداري وچلوي خو حقیقت بیا داسې دی چې اوس د امریکا یکه تازي ختمه شوې او اوس د نړۍ ملتونه امریکا ښه پېژندلې او پوهېږي چې امریکا چې کوم شعارونه ورکوي دا یوازې د دې لپاره دې چې په دې پلمو د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او بس.
 
موږ غربي ډيموکراسي نه منو او دا ډيموکراسي د غرب کلتور سره سمون خوري نو د همدوی لپاره کافي ده، نه زموږ لپاره.