د مکېش امباني د زوی واده

په اقتصادي نظامونو کې چې د نړۍ په تاریخ کې رامنځته شوي یو پانګوال اقتصادي نظام یا کپیټالېزم Capitalism هم دی. دغه نظام په دې هم مشهور دی چې پکې غریب لا غریب کیږي او شتمن لا شتمن کیږي. دغه کرغېړن نظام اوس د نړۍ تقریباً ټول هیوادونه تر خپل سیوري لاندې راوستي دي.

معمولاً دغه نظام د آدم سمېت د آزاد تجارت (چې بازار خپله عرضه او تقاضا د یو نا لیدونکي لاس Invisible hand په مټ اداره کوي او دولت پکې هېڅ د مداخلې حق نه لري) څخه سرچینه اخلي.

په نړۍ کې ددې اقتصادي نظام لوی ملاتړ یه۰هود کوي، ځکه چې له دوی سره د نړۍ ۸۴ سلنه شاوخوا شتمني ده، او د همدې شتنمۍ د سود په مټ یې د غریبو خلکو او هېوادونو د سرچینو زبېښاک روان کړی او لا یې د غربت کندې ته ټېل وهي. په دې نظام کې د هر هیواد پیسه دار خلک د هغه هیواد له ولسمشر څخه ډېر صلاحیت لري.
 
لکه اېلن ماسک د هرې نوې جنګي پدیدي په اړه پوښتل کیږي او همدارنګه له جنګي ښکېلو خواوو سره د یوې خوا په ملاتړ د یو هېواد په استازولۍ مرسته کوي. بل ښه مثال یې د Black Water په پیسو باندې استخدام شوې جنګي کمپنۍ ده، چې دوی د انسانیت په نوم څه نه پیژني او د پیسو په مقابل کې ق-تل کوي.

راځم خپلې موضوع ته، دغه نظام په نړۍ کې لویه بې عدالتي رامنځته کړې ده چې یو کس آن د څو هیوادونو له ناخالص داخلي تولید GDP څخه زیاته سرمایه لري. 

ښه بېلګه یې په هندوستان هېواد کې هندي ملیاردر مکیش امباني د زوی واده و، چې یوازې یې یوې سندرغاړې ته ۷۰۰ میلیونه ډالر فیس ورکړی و، په دې واده کې ۵۱۰۰۰ کسان بلل شوي وو او یوازې ۱۰۰ مشهور آشپزانو ورته د ډوډۍ تابیا کوله.

په داسې حال کې چې په همدې هندوستان کې خلک د سرک په سر نړۍ ته سترګې وغړوي او پرته له کوره ژوند کوي، د سرک په سر واده وکړي او د سرک په سر مړ شي.

هېره دې نه وي چې دا کرغېړن نظام په اکثر اسلامي هېوادونو کې هم شتون لري. زموږ د هیواد  په تېرو اساسي قانونونو کې هم د آزاد بازار په نوم د همدې نظام څخه ملاتړ شوی و.
الحمدلله علی نعمة الاسلام
نوټ: دغه معلومات د لیکوال د پوهنتون د درسي نوټونو او مطالعاتو نچوړ دی، چې دقیق مأخذ نه لري.