اینټوبیشن او د تطبیق اړتیا یې

د خولې، پزې او یا بیړنیو حالاتو کې د غاړې ښکتنۍ برخې له لارې د سږو هوا خلاصون لپاره په مسلکي او خاص ډول د ځانګړي ټیوب نصبولو ته اینټوبیشن وايي.
 
د خولې له لارې ډیر عام دی او د پزې له لارې په ځینو بیړنیو اړتیا وړ حالاتو کې هم ناروغ ته تطبیق کیږي او که چیرې یادې لارې ناشونې وې او حالت کړاومن او بیړنی ؤ، نو د غاړې لاندینۍ برخه کې ځانګړی ډریناژ ترسره کیږي او سږو ته د هوا او اکسیجن رسیدنې لار خلاصیږي. 
 
 
په کومو حالاتو کې اینټوبیشن تر سره کیږي؟
د یو مسلکي روغتیايي کارکوونکي په توګه موږ باید په دې پوه وو چې کله یو ناروغ اینټوبیشن کړو او له دې لارې یې هوايي طروق خلاص کړو، چې دلته به یې لنډه یادونه وکړم.
 
د تنفسي تنګون شدید حالت چې د ناروغ سچوریشن اتیا ته راښکته وي او یا له دې څخه هم ښکته وي باید ناروغ اېنټوبې شي او له دې لارې یې د تنفس کچه بشپړه شي. په داسې حالاتو کې ناروغ سیانوز لري او په عامه اصطلاح چې جلد یې شین شوی وي.
 
د کوما سیوریټۍ شدیدو حالاتو کې چې د ناروغ (GCS) اته او یا له دې څخه هم ښکته وي که څه هم سچوریشن یې کم نه ؤ خو بیا هم اړینه ده چې اینټوبې شي. چې د (GCS) په اړه مې له دې وړاندې یوه ځانګړې لیکنه کړې او دا جدول مې بشپړ تشریح کړی دی.
 
داسې ترومايي حالتونو کې چې تنفسي طروق بندښت سره مخ شوي وي، نو اړینه ده چې د تنفس بشپړتیا لپاره ناروغ کس این ټوبې شي.
 
د زړه او تنفسي عدم کفایې شدیدو حالاتو کې په تېرده د سږو عدم کفایې حالاتو کې چې تنفسي سیستم اوبلنو موادو څخه ډک وي او د ناروغ دوراني سیستم له کړاو سره مخ وي باید اینټوبیشن تطبیق شي او له ناروغ سره له دې لارې مرسته وشي.
 
پر دې سربېره د ولو یا مټو او سینې قفس ترومايي ستونزو کې چې تنفس ستونزمن وي ناروغ کس اینټوبې کیږي.  دغه راز په آی سي یو کې په تنفسي اریستو ناروغاانو کې هم اېنټوبیشن تطبیق کیږي.
 
په سوځیدنو کې چې د غاړې او پورتنۍ برخې سوزیدلې وي په تېره په ګازو او لوګیو سوځېدلو حالاتو کې باید ناروغ کس اینټوبې شي.
 
پر دې سربېره په مخدراتو اوپیوډونو باندې مسمومیت کې هم باید د تنفسي عدم کفایې یا له کاره لویدو مخنېوي کې ناروغ کس اېنټوبې شي او ژوند یې وژغورل شي.
 
په انافلاکټیک شاکونو کې چې ناروغ له درملو او یا نورو موادو سره حساسیت ښودلی وي او تنفس یې بند شوی وي باید اینټوبې شي. دا په هغه حالت کې چې درمل نتیجه ورنه کړي او ستونزه حل نشي کړای باید ناروغ اینټوبې شي؛ که چیرې د درملو په واسطه ناروغ ښه کیدو او یا ښه شو نو بیا اینټوبې کېدو ته اړتیا نشته.
 
کوم کسان اېنټوبیشن کولای شي؟
په ټوله کې باید د طبي څانګو کارکوونکي د بیړنیو مرستو په توګه د اېنټوبیشن تطبیق پوهه ولري او د کار په ساحې کې پیښو سره د مخ کیدو پر مهال دې په بیړه لاس په کار شي.
 
ډاکټران، انستیزي لوګ، د ډاکټر مرستیال، د عصبي ناروغیو متخصصین چې اړینو حالاتو کې ناروغانو ته برېښنايي شاکونه ورکوي او په همدې ډول د طبي مسلکونو اړوند نورو څانګو مسلکي کسان اینټوبېشن کولای یا تطبیق کولای شي، خو باید بشپړه مسلکي پوهه ولري او په عملي ډول یې کار کړی وي.
 
د ناروغ ایټوبې کولو لپاره یوازې یو کس بسنه نه کوي، بلکې لږ تر لږه دوه مسلکي او ځیرک مرستیالان هم ورسره کاري ساحه کې موجود وي.
 
انټوبیشن لپاره د اړتیا وړ توکي :
تر ټولو مخکې باید د ټولو توکو او پروسې د معقمم والي څخه خپل ځان ډاډمن کړو، ځکه دا یوه معقمه پروسه ده او په دې تړاو لږه بې احتیاطي د تنفسي سیستم د منتن کېدو لامل کیږي.
 
اړتیا وړ توکي:
۱ : د اینټوبیشن لپاره ځانګړي ټیوب شتون چې لویانو او ماشومانو لپاره خپل ځانګړي سایزونه یا کچې لري باید موجود وي او له کارولو مخکې چک شي.
 
۲ :  لارنګوسکوپ چې ( لور ته ورته ) آله ده او هغه چې منحني برخه لري ورنه ډير کار اخیستل کیږي. او د مستقیمې تیغې لرونکي لارنګوسکوپ څخه په ماشومانو کې کار اخیستل کیږي. ددې آلې یوې برخې کې څراغ دی چې له کارولو مخکې باید چک شي چې جوړ وي او بشپړه روښنايي وکړي.
 
۳ : آمبوبک: د امبوبک شتون اړین دی او باید مخکې له کارولو یې باید چک او کنټرول کړو چې کار وکړي او پوره ډاډمن شو. آمبوبک هم مخکې له انټوبې او هم وروسته له انټوبې مهم دی چې باید موجود وي او کارول کیږي.
 
۴ : لس سي سي سورنج شتون هم مهم دی. د انټوبې پایپ یا ټیوب کې ځانګړی ( کف ) دی چې باید د سورنج له لارې هوا ورکړل شي. او د کف ډکول له کارولو مخکې باید چک او وکتل شي.
 
۵ : د اوکسیجن ډبې او اړوند ټولو تجهیزاتو شتون هم مهم دی او ډبه باید په بشپړه کچه د اړتیا وړ اکسیجن ولري.
 
۶ : ساکشن ماشین او اړوند ټول توکي باید موجود وي او له کارول مخکې باید په سم ډول چک شي. ساکشن ددې لپاره مهم دی چې کیدای شي افرازات موجود وي او افرازات باید په بشپړ ډول ساکشن شي چې تنفسي طروق ته ولاړ نه شي.
 
۷ : د اړتیا وړ آجوکیټ شتون، د ځانګړي ګایډ لاین شتون ددې لپاره چې د اینټوبیشن ټیوب پرې سیده او برابر کړو.
 
۸ : مانیټورینګ سیستم باید په بشپړ ډول فعال او موجود وي تر څو د ناروغ حالت له دې لارې په کره ډول وارزول شي او مسلکي کس اړتیا سره سم عمل تر سره کړي. دغه راز د بیړنیو درملو شتون او د معقمو دستکشو شتون ته خو مو په لومړي سر کې اشاره وکړه چې باید موجود وي او دا پروسه په بشپړ معقم ډول ترسره شي.
 
د اینټوبیشن پروسیجر ځانګړې پوهه او کار غواړي چې زموږ ستاسو هېواد کې د طبي خدماتو او آسانتیاوو پراخ نشتوالي ددې په ګډون ګڼ طبي پروسیجرونه نېمګړي کړي؛ یعنې مسلکي پوهه نه ده پراخه شوې او داسې انګیرل کیږي چې ګویا اېنټوبیشن یوازې د انستیزي لوګانو پورې اړوند دی په داسې حال کې چې د زموږ ستاسو هېواد کې چې صحي خدماتو ته لاسرسی کم دی د خدماتو تر پوښښ لاندې ټولو ساحو کې اړوند کارکوونکو دا او دې ته ورته نور پروسیجرونه زده وي او د اړتیا پر مهال ترې کار واخلي او د یو کس ژوند ژغورنې سبب شي.
 
ددې لنډې لیکنې مأخذونو یادونه به یوازې دومره وکړم چې په لنډ ډول مې نږدې پنځو سرچینو، چې درسي لکچرونه، وېبنارونه او د انستیزۍ اړوند درسي مواد پکې شامل دي اخځ کړی دی. هیله ده چې تاسو ګرانو لوستونکو ته ګټوره تمامه شوې وي.