کله چې په ورزش او لوبو په مسلکي او له نړيوال انده غږېږو، نو لومړۍ پوښتنې مو چې ذهن ته راځي هغه دادي چې: ايا رښتيا هم لوبې له سياست څخه بېلې دي؟ ايا رښتيا هم سياست له ورزش، او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ او ايا رښتيا هم نړۍ د دواړو تر منځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟
لومړی به په دې اړه د ورزش څخه د سياسي استفادې په تاريخ غږېږو، په لومړي ځل په نړيوال ورزش کې د نړۍ د مشهورو او تر ټولو جذابو لوبو (اولمپيک) لوبې چې د نړۍ تقريبا ټول هېوادونه یې ګډونوال دي او هر څلور کاله وروسته په ډېر شور او ځوږ تر سره کېږي تاريخ ته تم کېږو.
د اولمپيک په تاريخ کې په ۱۹۰۸ زېږديز کال کې د لندن اولمپيک لوبې لومړی ځل په سياسي مسايلو کې راونغښتل شوې چې د پيل په مراسمو کې بايد د هر هېواد لوبډلې په ميدان کې د سټېج له مخې تېرې شوې وای او د انګلستان پاچا اووم ايډوارډ ته یې د درناوي په خاطر د خپل هېواد بيرغ ښکته کړی وای خو چې وار د امريکايي ورزشي ډلې ورسېده د هغوی د ډلې بيرغچي د خپل هېواد بيرغ ښکته نه کړ او ويې ويل نه غواړي چې هيچاته د خپل هېواد بيرغ ښکته کړي. له همدې پېښې وروسته دادی ۱۱۵ کاله تېرېږي خوا لا هم خلک په دې فکر دی چې ايا ورزش له سياست څخه جلا دی ايا جلا بايد اوسي ايا د جلاوالي امکان یې شته او که نه؟
ځکه ځينې وخت هغه ورزشکاران چې د سياسي اهدافو لپاره یې ځانګړي کارونه کړي دي دومره محترم ګڼل شوي چې مجسمې یې جوړې شوې او ځينې وخت سياسې لېوالتيا په ورزش کې د ورزشي ارزښتونو پر ضد ګڼل شوې ده.
په همدې ۱۹۰۸ کال ايرلنډيان ددې په غبرګون کې چې د برتانيا لخوا مستعمره شوي وو او ازادي یې پر رسميت نه پېژندله او نه یې د ايرلنډيانو خپلواکي منله، ايرلېنډيانو داولمپيک لوبې تحريم کړې.
لومړی نړيوال جنګ د نړۍ مشهورې لوبې (اولمپيک لوبې) په بشپړ ډول تر اغېز لاندې راوستې وي او همدا غټ لامل و چې د ۱۹۱۶ اولمپيک لوبې ونشوې.
په ۱۹۲۰ کې د اولمپيک لوبې پيل شوې خو په جګړو کې بريالیو هېوادونو هغو هېوادونو ته چې په جګړو کې یې ماتې خوړلې وه په اولمپیک د ګډون اجازه ورنه کړه.
په ۱۹۳۶ کې (له دويم نړيوال جنګ) دری کاله مخکې په جرمني کې اولمپيک لوبې وشوې چې هېټلر پکې یوازې جرمني لوبغاړو ته چې لوبې يې ګټلې وي د بريا مبارکي ورکړه او نورو ته یې توجه قدرې هم ونه کړه چې بيا د اولمپيک کمېټې ترې وغوښتل چې یا ټولو برياليو لوبغاړو ته مبارکي ورکړه او يا هيچاته هم مبارکي مه ورکوه هغه دويم انتخاب وټاکه او هيچاته یې هم مبارکي ور نه کړه. او د مډالونو له وېشلو مخکې یې لوبغالی پرېښود ځکه نه یې غوښتل کوم غيرجرمني لوبغاړي ته دهغه د بريا مبارکي ورکړي.
د ۱۹۵۶ اولمپيک لوبې هم همداسې تر سياسي انډوخر لاندې وې ځکه په دې لوبو کې (تايوان) ته چې چينايانو خپل خاوره ګڼله ، په اولمپیک لوبو کې مستقل ګډون اجازه ورکړل شوې او چين له همدې امله دا لوبې تحریم کړې وې. مصر، عراق او لبنان هم ددې له امله چې اسرايلو ترې د سينه ټاپو نيولی وو په دې لوبو کې د اعتراض په ډول ګډون ونه کړ.
همداسې د مونيخ د ۱۹۷۲ کال لوبو کې د فلسطينانو لخوا اسرايلي ورزشکاران يرغمل شول او څو کسان پکې ووژل شول د سياسي کېدلو او خونړي کېدلو يو بله مهم پېښه شوه.
د ۱۹۸۰ زېږدي کال د ماسکو د اولمپيک لوبې چې د افغان شوروي د جګړې تر تاثير لاندې وې ، امريکا او غرب نه غوښتل چې د اولمپيک لوبې دې په ماسکو کې وشي ځکه چې شوروي په افغانستان کې نظامي حضور درلود ، او د امريکا په شمول ځينو هېوادونو دا لوبې تحريم کړې وې ، جالبه یې دا وه چې خپله د افغانستان داولمپيک د لوبو لوبغاړو په دې لوبو کې حضور درلود او تر پايه په دې لوبو کې پاتي وو.
نو فلهذا د تاريخ په اوږدو کې د اولمپيک لوبو نړيواله کمېټه او د لوبو نورې نړيوالې ادارې او ان د هېوادونو په کچه د لوبو بورډونه او ادارې له نړيوال ، سيمه ييز او وطني سياسي تداخل څخه خالي نه دي پاتې شوې او په يو نه يو ډول د يوې ډلې هېوادونو او يا زبرځواکو هېوادونو لخوا د سياسي وسيلې په توګه کارول شوې دي. دوی د نړيوال سياست (د ملګرتيا او دښمني اصول) په لوبو کې هم ځايوي او هڅه کوي چې د هغو هېوادونو پر وړاندې خنډونه د قانون او بشري حقونو په نامه جوړ کړي چې په سياست کې ملګري نه دي.
يو مثال یې روسي ورزشکاران دي چې له څو کلونو راهیسې د نړیوالو ورزشي سازمانونو تر فشار او تحريم لاندې دي. د روسیې ورزشکاران له خپل بيرغ سره نړيوالو سياليو ته نه پرېښودل کېږي، د دوی په وړاندې ګنشمېر نه ختمیدونکي بندیزونه او خنډونه رامنځته کېږي؛ پر روسیې سربیره، د بیلاروس، شمالي کوریا، ایران او نورو هیوادونو ورزشکاران هم په ورته حالت کې قرار لري.
ښکاره او جوته خبره ده د فشار لاملونه سیاسي دي. او د اولمپيکي لوبو بیوروکراټان په نامنصفانه توګه اعلان کوي چې سپورت له سیاست څخه بېل دی ، خو د پردې تر شا درګرده لګيا دي لوبې هم د سياست خولې ته ورغورځوي او له دوستانو سره لوبې کوي خو هغه چې په سياست کې ملګري نه دي له هغو څخه له لوبو انکار کوي او يايې په مخ کې خنډونه جوړوي.
د سياسي ملګرتيا يو بل مثال په نړۍ کې اسراییل دی ، اسرايل په وحشیانه توګه د فلسطین ښارونه بمباروي ،ماشومان وژني خو په ټولو نړیوالو سیالیو کې بشپړ ګډون کوونکی پاتې هېواد دی ، هرې نړيوالې لوبي ته په توغ په نغاره روان وي. او ټول پوهيږي چې نړيوالې لوبې له پخوا څخه د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو د سیاست یوه مهمه برخه ګرځیدلې دي. او لويديځ دا پرېکړه کوي چې څوک په نړيوال سټیج د لوبو د ترسره کولو حق لري او څوک به په څوکيو ناست وي او تماشې به کوي.په داسې حالت کې بيا له لوبو څخه د سياست جدا کول او د لوبي بې طرفي تر سوال لاندې راځي، په ۲۰۲۴کې په روسیه کې یو شمیر مهمې نړیوالې سیالۍ ترسره کېدونکي دي. د بريکس هېوادونو لوبې، د دوستۍ لوبې او نورې خو د لوبو نړيوالې ادارې په دې لوبو کېدلو نيوکې کوي او وايي چې بايد ترسره نشي، په اصل کې دا عدالت نه دی، ورزشکاران باید د سیاسي دیکتاتورۍ ښکار نشي.د لویدیځو ورزشکارانو غوسه ولې راپارېدلې ده. د IOC مشر توماس باخ او د WADA عمومي رییس اولیور نیګلي چې پخپله يې د نړيوالو لوبو د سياست قرباني کولو او دوه قطبي کولو کې عمده رول لوبولی دی ولې دې حالت ته غوسه دي. دوی په یوه شی نه پوهیږي: کله چې دوی خنډونه جوړوي هيڅ مسئله نشته، او کله چې نور هېوادونه غواړي له يو بل سره خپلمنځي سيالۍ ولري بايد د دوی اجازې ته په تمه شي لنډه دا چې سپورټ او لوبې محدودیتونه او تعصب نه زغمي او نه يې هم مني.
نتيجه دا چې له بده مرغه د خلکو د ژوند هر اړخ چې د نړيوالو زبرځواکونو د کشمکشونو ميدان ګرځېدلي نړيوالې لوبې یې هم تر خپل بدرنګ فشار لاندې راوستې دي او بيا به کرار کرار د دوو او څو هېوادونو خپلمنځي لوبې هم تر تاثير لاندې راولي او هرڅه به د نړيوال سياسي سرطان تر سرطاني غدو لاندې راشي او د لوبو، ورزشو ، او د ژوند په هر اړخ کې سیاست او سياسي برتري ورو ورو داخلېږي او ورزش چې د سات تېرې، روغتيا، د ملتونو تر منځ د نږدېوالي او سکښت وسيله ده د نړيوال سياست تر بدرنګ سيوري لاندې راتلونکې دی.
وروستي