چابهار؛ د افغانستان لپاره د ژوند او مرګ بندر!

افغانستان له پخوا راهیسې د سوداګرۍ او ترانزیتي دهلېز د انحصار له امله تر سخت فشار لاندې دی. له بده مرغه دا فشارونه تل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکو سیاسي ستونزو له امله زیاتیږي. په دې وروستیو کې پر افغان سوداګرو او سوداګریزو مالونو باندې سخت بندیزونه او مقررات ولګول شول.

د پاکستان له خوا د افغانستان پر اقتصاد او سوداګرۍ دوامداره فشارونه د دې لامل شول چې حکومت د افغانستان لپاره دهلیزونو او نورو سوداګریزو او ټرانزیټی دهلیزونو او بندورنو ته پاملرنه وکړي، د دغو هڅو پایلې دا وه چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د چابهار بندر فعالیت پیل شي.

چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري او د نړیوال تجارت د شمال او سویل د سوداګرۍ یو له مهمو لارو څخه دی. چابهار د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره چې په وچه کې بند دي، د اوبو ته د لاسرسۍ پیداکولو تر ټولو نږدې آو آسانه لاره ده.

د لومړنیو څیړنو له مخې، چابهار بندر، بندر عباس ته ۹۰ کیلومتره او د کراچۍ په پرتله د افغانستان مرکز ته ۷۰۰ کیلومتره نږدې موقعیت لري، چې د ټرانزیټ په لګښت کې د پام وړ کمووالي راولي او بهر ته د سوداګریزو مالونو د لیږد په برخه کې ځانګړي خدمات وړاندې کوي.

چابهار بندر ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت لري او کولای شي افغانستان ته په سیمه او بهر کې نویو سوداګریزو ملګرو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. د چابهار بندر د ازادې سوداګرۍ سیمې اسانتیاوو او امتیازاتو تر څنګ د افغان سوداګرو لپاره یې ښه چانسونه او فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

په دې حساس وخت کې چې هیواد د عوایدو ودې او کار رامنځته کولو ته اړتیا لري؛ په سیمه کې زموږ د ستراتیژیک موقعیت په پام کې نیولو سره د هېواد د شته ټرانسپورټي ظرفیتونو په لوړولو سره د سیمه ییزې سوداګرۍ د ودې لپاره د زمینې برابرول د هېواد د ډېرو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ستونزو له منځه وړلو، اقتصادي ثبات او هوساینې لپاره ډېر اهمیت لری.