صحي خواړه، لوستل او سپورټ کول په ماشومانو کې د استدلال مهارتونو ته وده ورکوي


لنډیز:
د استدلال مهارتونه په عمومي توګه د فکر کولو او تحلیل مهمو مهارتونه ته اشاره کوی لکه: تحلیل، ارزونه او ترکیب به هر صورت پدې کې پراخ مسایل شامل دي  لکه ازاد او خلاص فکر کول، تخلیقی افکار، د معلوماتو پروسیس کول او د ستونزو لپاره د حل پیدایښت.
د یوې وروستۍ او تازه څیړنې له مخې، په نړۍ کې د عمومي غذایي توکو د کیفیت په ښه والي، د توری غوښې لږه استفاده، او همدارنګه په لوست او منظم سپورتونو کې د لګیدلي وخت زیاتوالی، هغه لاملونه بلل شوي چې د ښوونځي په لومړیو دوو کلونو کې د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونه لوړ کړي.

ولی د استدلال مهارتونه مهیم دی؟
لکه څرنګه چی د استدلال مهارتونه یو خوارا پراخ مفهم لری او د ماشومانو د ژوند د هری موضوع لپاره ځانکړی کیدلی شی، او دوی کولی شی د ژوند په چارو کې د نوموړو مهارتونو څخه په استفادی د یو لوی شخص په شان انتخاب او تصمیم ولری.

1-    د استدلال مهارتونه د بالغ او پرمختللی فکر عناصر په ځان کې رانغاړی چی ماشومان ورته په ښوونځی او ټولنیز چاپیریال کې د پام وړ اړتیا لری.

2-    دا مهارتونه د ماشومانو سره مرسته کوی چی د تعصب په ځای د شواهدو په اساس منطقی او عاقلانه پریکړی وکړی.

3-    ټولنیز پرمختک او د اړیکو په جوړولو کې د ماشومانو سره مرسته کوی.

4-    ماشومانو ته د ستونزو د حل او غوره فکر کولو وړتیا ورکوی.

د مباحثی او استدلال مهارتونه د زده کړې، اکادمیک کړنو  او د ورځني ستونزو د حل او فصل لپاره د خوارا زیات ارزښت لروونکی دی. د یوې وروستۍ څیړنې له مخې چې د ختیځ فنلینډ په پوهنتون کې ترسره شوې، د عمومي غذا کیفیت ښه شوی او د توری غوښې کمول، همدارنګه په لوستلو او منظم سپورتونو کې د مصرف شوي وخت زیاتوالي د ښوونځي په لومړیو دوو کلونو کې د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونه لوړ کړي او د هغوی په مثبتی ذهنی کچی یی د پام وړ تاثیر کړی. د پوهنتون د دوکتورا څیړونکی او یاد رسریچ غړی سحرش نوید وايي: "هغه ماشومان چې د صحي خواړو عادتونه لري د نورو ماشومانو په پرتله ډیر ادراکي وده کوی. په ځانګړي توګه د غوره غذایی ریژم، د سری غوښې لږ مصرف ، او د لږ غوړی لرونکو لبنیاتو ډیر مصرف د غوره استدلال مهارتونو سره تړاو درلود." 

د څیړنی په جریان کې هغه ماشومان چې ډیر وخت یې په لوستلو او منظم سپورتونو کې تیر کړی د خپلو ملګرو په پرتله یی د استدلال مهارتونو ښه وده کړی. له بلې خوا هغه ماشومانو چی خپل ډير وخت یی په کمپیوټر او ټولنیزو شبکو کې مصرفوی، تفریح ته یی وخت نه وو ورکړی او فزیکی فعالیت یی نکوی یا هم ډیر کم وو د هغوی په استدلال کې په ډيره کچه کمزورتیا راغلی وه، د اکاډومیک او ټولنیز لحاظه هم د نورو ماشومانو سره توپیر درلود. همداراز د څیړنی په جریان کې پوهان ځیر شول چی د سکرین وخت، د ښوونځي فعاله ترانسپورت، د رخصتۍ فزیکي فعالیت، او د فزیکي فعالیت شدت د استدلال مهارتونو په ښه کیدو او یا ضعف باندی کوم تاثیر نه درلود.

د مخ پر ودې ماشومانو په ژوند کې، خواړه او فزیکي فعالیت مداخله یو ډیر ګټور فکتور دی چې د ژوند طرز او د استدلال مهارتونه په مثبته توګه اغیزمن کوي. ډاکټر ایرو هاپالا: "زموږ د مطالعې پراساس، په صحي خوړو پانګه اچونه او لوستلو ته د ماشومانو هڅول د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونو د پراختیا لپاره خوارا ګټور دي، زموږ پیداینی داسې ښکاره کوی چې په منظمو سپورتونو او فزیکی تمریناتو کې د ماشومانو ښکیلتیا د استدلال د مهارتونو ملاتړ لپاره یو مهم فکتور دی ،" 
د څیړنو د منځه ټول هغه لاری او میتودونه درته راوړو چی د استدلال د مهارتونو د پرمختګ او زیاتیدو سبب ګرځی:

1-    په دلیلونو پوهیدل، د بحث په موضوعاتو غور کول او د هغوی د دلیلونو د پلټولو لپاره مقالی  او کتابونه لوستل.

2-    د توضیحاتو ارزونه، د پیښو په هکله د توضیحاتو د دلیلونو راسپړنه او د منابعو په دقیقوالی غورکول.

3-    تصمیم نیونه، په واضح ډول د مهیمو موضوعاتو پیژندنه، لکه برابری، حقوق، عدالت، ځورونه او اصول.

4-    په منظمه توګه نوی والی او پدیدی، د نوی مهارتونو او کړنو زده کول.

5-    منظم او دوامداره فزیکی تمرینات.

6-    د عمومی او مختلیفو کتابونو لوستل.

7-    تفریحی لوبی او د استدلال د مهارتونو د لوړولو ګیمونه.

8-    تخلقیت، د لیکلو، رسمولو، غږولو او اوریدلو په مرسته تخلیقی کړنی کول.

9-    ذهین او با فکره اوسیدل، د روځی په جریان کې د پریکړو او کړنو په هکله غور کول او د اصلاحی فکرونو درلودل.

10-    سالم او غوره خواړه خوړل، هغه څه چی د نویو څیړنو پر بنسټ د  استدلال د لوړنی په برخه کې د پام وړ تغیر راویستلی.

References:
۱.    Healthy eating for children -(https://www.nidirect.gov.uk/articles/healthy-eating-children)
۲.    Physical Activity and Cognitive Functioning of Children: A Systematic Review -(https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC۵۹۲۳۸۴۲/)
۳.    خلاصه امراض روانی و اجتماعی، داکتر فهیم احمدی ۱۳۹۸ 
۴.    Reasoning skill, Twinkl