روان نثر، د لیکوالۍ لرلیده انګېزه

موږ ټول دا خوښوو چې هم دې بریالي یوو، هم دې ناڅاپه فرصتونه هم ضایع نه کړو او هم دې پنځه واړه ګوتې په خولې ننباسو، خو دا چې څه ممکن دي او څه ناممکن دي، ستاسې لرلید یې ښه درک کولای شي. که له زحمت ډار ولرو او لومړیتوب ارام ته ورکوو، ښکاره ده چې د بریاوو لمریز څرک نه شئ لیدلی. که دا لیکنه تر پایه ولولئ، د فرصتونو څخه به ګټه اخیستل هم ژر زده کړئ او هم به د لیکوالۍ ځغلنده چل در زده کړو.
 
استاد اسد الله غضنفر د (نثر لیکلو هنر) په کتاب کې لیکي، په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د چنګاښ په میاشت کې د استاد سید عبدالله بختاني د زوکړې د اتیایمې کلیزې په ویاړ په  قلم ټولنه کې غونډه وه، په دې غونډه کې استاد بختاني وویل، چې د لیکوالۍ فن ته په ۴۰ کلنۍ کې راغی، او په دې لوړ عمر کې یې له ځان سره پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته به هره ورځ لږ تر لږه دوه ساعته لیکلو او لوستلو ته ځانګړې کوي او که سخته ناروغي یې مخه ونه نیسي، دې سلسله کې به ناغه نه را ولي. ارواښاد بختاني یو ښه ادیب، سیاستوال، ژورنالیست، په وطن، ولس او ژبه مئین انسان وو چې ۲۰۱۸ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۵مه  نېټه له دې فاني نړۍ وکوچېد او جنازه یې د ننګرهار په سرخرود کې خاورو ته وسپارل شوه، په دې غونډه کې وویل: څلوېښت کلن وم چې لیکنې مې پیل کړې، په تېرو څو څلوېښتو کلونو کې مې د لیکنې دا سلسله جاري ساتلې او دا دی اوس د لسګونو اثارو څښتن یم.  (۲)
 
 د ارواښاد بختاني د مړینې پر وخت یې د جنازې خبرتیاوې په خواله رسنیو خپرې شوې، لسګونه لیکنې مې ترسترګو شوې، چې د ارواښاد بختاني یو عکس چې سپینې جامې یې پکې پر تن دي، پر ځای ولاړ دی او د خپلو چاپ شوو کتابونو امبار قطار سره ولاړ دی، په انځورو کې ښکارېدل چې د استاد چاپ شوي کتابونه هم د نوموړي تر نیمايي قد لا زیات وو. دا بل څه نه وو، بلکې په ۴۰ کلنۍ کې د خپل ځان پېژندل او د ادب د بڼ نړۍ ته د خدايي خدمتګارۍ د لستوڼو را بډ وهل او د ملا تړل وو، چې استاد هره ورځ لږ تر لږه ۲ ساعته ورته ځانګړي کړی و.
 
له دې بېلګې ګټه واخلئ، ژور فکر وکړئ، چې هر څه اسان نه دي، بلکې د هر څه لپاره جلا تګلاره غوره کول پکار وي. که تاسې هم هره ورځ لږ تر لږه ۲ ساعته وخت لیک او لوست ته ځانګړی کړئ، لیرې نه ده، چې دا ډول مخته تګ وکړئ.
 
د پورته بېلګې په لوست سره ښه ده چې اوس مو د لیکوالۍ له فن سره اشنا کړو.
 
هر څوک غواړي بریالی دې شي، خو ډېر کم خلک نه غواړي چې په ټولنه کې دې مشهور شي، یانې بریا د هر چا خوښه ده، خو شهرت بیا د یو شمېر خلکو نه دی خوښ، له همدې کبله د بریا نندارې کتاب کې مې تر مخه راغلل، چې که پر څه شکمن یې او نه یې پوښتې، نو ناپوهه به پاتې شې، نو وپوښته، څو ناپوهي درڅخه کډه وکړي.  (۳)
 
که د دې لېوالتیا لرئ، چې لیکوالي دې پیل کړئ او په ټولنه کې دې د یو ښه مطرح لیکوال په څېر را څرګند شئ، بیا باید له شرم او یوازېتوب سره مخه ښه وکړئ.  د دې لپاره چې د لیکوالانو په کاروان کې ګډونوال شئ، دلته ځیني لارې چارې شته، چې په عملي کېدو سره یې له تاسې لیکوال جوړیدی شي.
 
لومړی: هره ورځ لیک وکړئ، پام مو وي چې تاسې باید هره ورځ یوه لیکنه وکړئ او قضايي يې پکې ونه کړئ. که هره ورځ په پرلپسې توګه لیکنه کوئ، دا چاره مو هڅوي او ورځ تر بلې مو تجربه زیاتوي، مهارت ترلاسه کوئ او پر ځان مو باور ډېریږي.
 
دوهم: خپلې ورځنۍ چارې په عادي ډول مخته یوسئ، تصور یې کړئ او هغه چې لیک یې ارزښت لري، تش کاغذ پرې ډک کړئ.
 
درېیم: که کوم څه تر مخه درغلل، مه هېروئ چې تر پایه یې په لېوالتیا ولولئ. دا چاره تاسې دا ګټه کوي، څو د بېلابېلو موضوعاتو د لیکلو پر مهال مو فکر ته بېلابېلې ګټورې جملې تر مخه راشي.
 
څلورم:  باید جېب کې سټېکر یا د یاداښت کتابچه ولرئ، تاسې پرې د اړتیا پر مهال ژر یاداښت اخیستلای شئ.
 
پنځم: له سختو او کلیشه يي کلماتو کارونې ډډه وکړئ.
 
شپږم: کوم څه مو چې پیل کړي، په لېوالتیا یې پای ته ورسوئ.
 
اووم: هڅه وکړئ چې له نورو باتجربه او مسلکي ملګرو څخه ستاسې د لیکنې په اړه فیډبک یا لیدلوری ترلاسه کړئ.
 
اتم: بېلابېل نظریات را ټول کړئ، پر همدې نظریاتو بیا تبصره وکړئ، مه هېروئ چې دا چاره له تاسې ښه سم استاد/ ماهر جوړوي.
 
نهم: هغه څه تصور کړئ چې تاسې ورسره مخ کېږئ، د چا په اړه څه په ذهن درڅرخي؟ کرکټر او دنده یې له همدې فورمول موندلای شئ.
 
لسم: د لیکوالۍ فن شعر نه دی چې په قافیه او ردیف کې به بند پاتې شئ. کولای شئ، ژر تر ژره په دې نوي پيلیدونکي مسلک کې ښه وځلېږئ او د پام وړ مخته ولاړ شئ. یوازې د الفاظو ښکلا او مناسبې کارونې ته یې فکر وړي شئ.
 
یوولسم: له انکار کولو لاس په سر شئ، دا چاره تاسې تاواني کوي او له ستر فرصت مو لاره بېلوي. هر کله چې د یو کار پایلې ستاسې په شخصیت لوړونه کې مرسته کوی شوه، بیا درېغ مه کوئ.
 
دولسم: ډېری مهال د خپلو چارو په اړه فکر وکړئ، دا چاره تاسې ته دا ګټه کوي، څو هغه ننګوونې او ګواښونه چې تاسې ورسره د کار په جریان کې مخ کېږئ، له یوې خوا به له تېروتنو وژغورل شئ او له بلې خوا به مو چارې پرته له ځنډ او خنډ مخته ولاړې شي.         
                                                    
دیارلسم: لیکنښو ته پام وکړئ او دا زده کړئ چې کوم ډول لیکنه ادبیاتو کې سمه ده. همدا خورا مهمه ده چې باید پوهه شئ، څو په کومو ځایونو کې کوم ډول لیکنښې وکاروئ، کومو ځایونو کې څه ډول کلمات او جملې وکاروئ. که په لیکنه کې د الفاظو ښکلا ته کار ووایاست، مینه وال به اړ کړئ، څو ستاسې له لوري هره لیکل شوې لیکنه بیا بیا ولولي او په پرلپسې توګه به یې له یو مخ لوست څخه بل مخ ته ولېږدوئ. 
 
که تاسې یو لیکوال یاست او پر خپلې خوبخانه کې پر کاري مېز او آن پر ځيرک تیلفون مو هم د سپن کاغد او قلم عکس ځړولی وي او هر وخت مو د پام ور ګرځي، دې ته مو مجبوروي، څو د خپل فکر تولیدات د قلم پر څوکه خپلو مینه والو ته وړاندې کړئ، بیا تر ټولو نېکمرغه یاست. نن ښه کافي فرصت شته او له دې باید ګټه واخلئ. که تاسې لیک او لوست کوی شئ، بیا تاسې هرو مرو لیکوال هم جوړیدی شئ، دا ستونزمنه ده؛ خو ناممکنه نه ده او تاسې هرو مرو دا له نوښت او پرمختګ برخمن مهارت زده کوی شئ.
 
د شخصیت د پرمختګ لپاره هر سهار یو ساعت ځانګړی کړئ، دا ۶۰ دقیقې وخت باید تاسې د خپل شخصیت لوړوونې لپاره وکاروئ. کتاب ولولئ، ولیکئ او بیا د شته ستونزو حل ته ملا وتړئ. هر سهار وختي تاسې د پیاوړې ارادې هوډ لرئ او کولای شئ چې هر سخت کار ته په اسانۍ حل را وباسئ. تاسې باید هر سهار وختي پورته شئ، او باید د لمر را خاته په سترګو وګورئ، دا خکه؛ څو تاسې د وختي پورته کېدو وړتیا خپله کړئ، له طبیعت سره ستاسې اوسېدل تاسې ته غښتلتیا درکوي، د ورځې ښه پیل تاسې او ستاسې شخصیت لپاره غوره پلان دی، باید هر سهار په بریاوو پیل کړئ.  (۴)
 
د سپيني پاڼې پر مخ قلم وکاروئ، ستاسې نظر ستاسې فکر دی او د خپل فکر تولیدات خپلو مینه والو ته وړاندې کړئ. هېڅ وخت یې په اسانۍ نشئ زده کولای، تر څو چې خپله سخته تېره نه کړئ، په اسانۍ نه کېږي، هر کار ته د ترسراوي بشپړ هوډ ولرئ، بیا وګورئ، چې کېږي که نه.
 
ـــــــــــــــــــــــــــ
۲- غضنفر، اسد الله. ( ۱۳۸۹ . ل) د نثر لیکلو هنر، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه.
۳ - نوري، حضرت عثمان. ( ۱۳۹۹ . ل) د بریا نندارې، کابل، علمي خپرندویه ټولنه. مخ: ۵۰.
۴ - شرما، رابین. نوري، حضرت عثمان، ژباړه. ( ۱۴۰۰ ل.) د بریا ۲۰۰ لارې، کابل، ذهنیت خپرندویه ټولنه. مخ: ۱.