د برتانيا د ځانګړو ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو وژل څنګه رسوا شول؟

د پانوراما په نامه پروګرام چې په افغانستان کې یې د برتانوي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنايتونو په اړه څېړنې کړې دي او  ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کلونو په موده کې چې برتانوي ځانګړو ځواکونو  په هلمند او شاوخوا سيمو کې کوم نظامي عمليات کړي او یا یې په اصطلاح چاپې اچولي دي په هغو کې د ملکي افغانانو (سړيو، ښځو او ماشومانو) د وژلو په اړه تحقيقاتي راپورونه چمتو کړي دي او هغو پټو ايميلونو ته یې لاس رسی پيدا کړی دی چې د نظامي افسرانو تر منځ تبادله شوي دي. چې دا پټ معلومات او موندنې ښيي چې په ځانګړي ډول  له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ پورې برتانوي ځانګړيو ځواکونو په نظامي عملياتو کې چې د هلمند ولايت  په کليو او لرې پرتو سيمو کې یې کړي وو په دې بهانه چې مخالف وسلوال پټ دي  په لسګونو او ان شايد په سلګونو بېګناه کسان وژلي او ټپيان کړي دي.
 
د ګارډین برتانوي ورځپاڼې د راپور له مخې، په تورنو کسانو کې د برتانیا د SAS د هوايي خدماتو سرتېري او افسران هم شامل دي.  او دوی به د عملياتو او چاپو په ترڅ کې د خلکو په کورونو ورننوتل او ویده خلک به یې په دې بهانه چې ګويا وسلوال مخالفين دي وژل.
 
د وژل شويو کسانو دکورنيو ډېرې بوږنونکې کيسې موجودې دي چې رسنيو ته یې کړې دي ؛ د مثال په توګه  د حبيب الله اکا په نامه يو سپين ږيری چې دوه ځوان زامن چې يو یې ۱۶ کلن او بل یې ۲۰ کلن و  د برتانوي ځواکونو لخوا له نورو ميلمنو سره يو ځای په بې رحمي سره وژل شوي دي ډېره دردونکې کيسه ده، نوموړی رسنيو ته ويلي چې سميع الله او نثاراحمد چې دده دوه زامن له ۷ کسانو نورو ميلمنو سره چې کلي ته د جنازي د مراسمو لپاره له ښار څخه راغلي وو يوځای له کوره لږ لرې په مهمان خانه کې ويده وو او برتانوي ځواکونو پرې د شپې پرې چاپه اچولې او په ويده حالت کې یې ټول وژلي وو.
 
حبيب الله اکا وايي : "موږ  ته بايد شواهد په لاس راکړل شي، ولې زموږ زامن ووژل شول؟ ، څه ګناه یې کړې وه؟   له محکمې څخه غواړو چې که انسانيت لږ هم غرب ته محترم وي، عدالت دې پلی کړي او تورن سرتېري او د هغو قوماندانان دې محکمې ته راکش کړي.
 
د جنګي جنایتونو نور قربانیان هم ورته کيسې لري. د سیف الله کورنۍ د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۶ د شپې په عملیاتو کې څلور تنه له لاسه ورکړل. د محمد داوود کورنۍ هم چې د هلمند ولايت اوسيدونکي دي ورته کيسه لري.  او دا پېښې هغه وخت پسې زياتې شوې چې برتانوي حکومت پرېکړه وکړه چې خپل ځانګړي ځواکونه په هلمند او شاوخوا سيمو کې مستقر کړي او د دوی په راتګ سره  هلمند او شاوخوا سيمې د ملکي وګړو لپاره اور وګرځېدې او د بې ګناه او بې وزلو خلکو له سترګو یې د شپې خوب الونيا کړی وو. 
 
که څه هم د برتانیې د دفاع وزارت له لسو کلونو څخه زیات ددې  تورونو په اړه چوپه خوله وو، او د بې ګناه خلکو په وژلو یې ځان تېر ايستلی وو  خو په دې وروستيو کې له پلټنو معلومه شوه چې  په افغانستان کې برتانوي ځواکونو له د نورو هېوادونو ځواکونو په پراخه پيمانه جنګي جنايتونه ترسره کړي دي.
 
له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د برتانیې پخوانی دفاع وزیر  بین والس اړ شو چې د خپلو کسانو د جنایتونو په اړه پلټنې پیل کړي. په هرصورت، ډیری قربانیان لاهم د تحقیقاتو په هدف شک لري او فکر کوي چې تورن سرتېري او د هغو قوماندانان به په رښتني او بې پرې ډول محاکمه نشي او نه به هم هغه سزا ورکړل شي چې ورته لازمه ده.
 
په دې اړه  چې کله په برتانيا کې د جوړې شوې محکمې له مشر  قاضي القضات جسټین هاډون کیف او د تحقیقاتي ټیم غړوڅخه وغوښتل شول چې د موضوع د لا روښانتیا او شواهدو ته رسېدو په خاطر افغانستان ته سفر وکړئ او د پېښې ځايونه له نږدې وګورئ دوی د شواهدو راټولولو څخه ډډه وکړه. دا پدې مانا ده چې تحقیقات ممکن سطحي او رسمي وي. قربانیان د هغو پوښتنو ځوابونو ته د رسیدو امکان نلري چې دوی له لسو کلونو څخه زیات  ورته انتظار وو.
 
د تحقیقاتي ټیم غړي بهانه داده چې دوی  د خپل خوندیتوب په اړه ویره لري، خو له هغه وخته چې طا-لبان واک ته رسېدلي، د برتانيا ډیری ژورنالیستان، سیاستوال او عام شخصیتونه په پټه او ښکاره افغانستان ته سفرونه کوي. حقايقو او د قضيې عمق ته د رسېدلو او د عدالت د پلي کولو په خاطر، دا اړینه ده چې د افغان چارواکو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او هڅه وکړي چې  خپلواک او بې طرفه تحقیقات ترسره کړي.
 
برتانوي ځواکونه لومړي نه دي چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دي. امریکایانو او د نورو هېوادونو سرتېرو هم په خپل وار سره د افغان ملکي وګړو په وژلو کې پام نه دی کړی او په خپلو تېرو شلو کلونو کې چې په افغانستان کې مېشت وو د بې ګناه خلکو په وژلو یې وخت ناوخته لاس پورې کړی دی.