مسلمانان او افغانان باید د امریکا د سیاست مهمه برخه شي

پنځوس کلن افغان امریکايي مدني او کلتوري فعال، عبد النصیر یاسیني تازه د امریکا د مهم ایالت، کالیفورنیا په سیاست کې قدم کیښود. خپلې مبارزې،د مسلمانانو د قانوني حقوقو پالنې او اغیزمنې سیاسي ونډې اخیستنې ته ډیر هیله مند ښکاري. نوموړی د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې زیږیدلې او د شوروي د یرغل پر مهال یې په پيښور کې تر دولسم ټولګي پورې درسونه لوستي دي. په ۱۹۹۷م کال کې یې د اسلام آباد له نړیوال پوهنتون څخه په قانون کې لیسانس ترلاسه کړې او په ۲۰۰۱م کال کې یې د انګستان د Brunel University of Uxbridge څخه په جنايي عدالت (Criminal Justice) کې ماستري اخیستې ده.
 
نن یې د یوې لیدنې په ترڅ کې، ما ته د دغه سیاسي ګام د انګیزې په اړه داسې وویل: ( دا پراخه او د نړۍ د نقشې پرمخ ځواکمن هیواد له مهاجرو او کډوالو څخه جوړ شویدی؛ دلته هغه لږه کي او پرګنې بریالۍ دي چې د خپل هویت او موجودیت لپاره منډې ترړې وهي. د یوې احصائيې له مخې، د کالیفورنیا په ایالت کې نژدې اته لکه مسلمانان اوسیږي او په دې ایالت کې ۴۹۵ جوماتونه او دیني او کلتوري مرکزونه آباد دي. دا یوه ستره ټولنه ده چې انسجام، استازیتوب او پوهاوي ته اړتیا لري، نو ځکه مې مټې را ونغاړلې).
 
زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې درې کاله وړاندې همدا جمهوري غوښتونکې ګوند په واک کې وو، د اوو مسلمانو هیوادونو اتباع یې له راتګ څخه بند کړل، آیا اندیښنه نه لرې چې که احتمالا دوئ قدرت ته ورسیږي او دغه پالیسي بیا تکرار کړي؟ یاسيني خپل نظر داسې څرګند کړ: (زه منم چې د کډوالو اړوند د ډیموکراتانو پالیسي نرمه او لبراله بريښي؛ خو تر کومه ځایه چې زه په جریان کې یم زموږ د ګوند ډیر مخکښ مشران د دغې پالیسۍ سره یوه خوله نه وو. نو که چیرې دغه ډول سیاست بیا پلې کیږي، یقینا چې زه به غلې نه کښينم او د ګوند د مشرانو غوږونو ته به د خپلو خلکو غږ رسوم. ټولټاکنې لیړې نه دي، دا ګوند د مسلمانانو استازیتوب، ګډون او ووټ ته اړ دی او موږ د دې ګوند ملاتړ ته. موږ د دې هیواد اتباع او د ټولنې اساسي برخه یو؛ بله دا چې همدغه دوه ګوندونه دي کله یو او که بل په واک کې وي، نو ځان ګوښې نیول د ګټې په ځای تاوان لري). 
 
کله چې ما وپوښته کالیفورنیا خو د ډیموکراتانو د واک او ځواک مرکز او د مسلمانانو اکثریت له همدې ګوند سره دی، نو څه شې د دې لامل شو چې د خپلې سیاسي تنستې د اوبدلو لپاره دې ریپبلګن ګوند غوره کړ؟ داسې ځواب یې راکړ: (ګوره، موږ په یو څو دیني مسائلو او کلتوري ارزښتونو کې له دې ګوند سره ورته والی لرو او څه ناڅه همفکره یو. د بیلګې په توګه، له زیږون وړاندې دوئ د ماشوم د ضائع کولو اوغورځولو سره مخالف دي، موږ هم یو. دوئ د همجسنګرایانو د واده سره جوړ نه دي او زموږ دین یې هم اجازه نه ورکوي). 
 
بیا مې وپوښته،تا څرنګه وکولاې شول چې دغه شان یوې مهمې څوکۍ ته ځان ورسوئ او د دې کمیټې د مشرۍ موده څومره ده؟ ځواب یې راکړ:( زه له ښایسته ډیر وخت راهیسې د همداسې یو استازیتوب په لټه کې ووم او غوره مې ګڼله چې که یو افغان دغه مقام ترلاسه کړي. دلته درې تنه کاندیدان وو؛ یو لبنانی، بل ایراني او دریم زه ووم. په دې کمیټې کې له ټولې کالیفورنیا څخه د جمهوري ګوند ۲۲ تنه مخه ور کسان غړیتوب لري چې شپږ یې د کانګرس غړي دي. که څه هم دا ډیر اجرائیوي مقام نه دی،خو د ځوان لیډرشپ په غوراوي کې مهم رول لري او همدا راز کولاې شي چې د هیواد په کچه په ځینو مشورو کې برخه واخلي او د ګوند لپاره ځوان مسلمان استازي په ګوته کړي. د دې مشرتابه دوره دوه کاله وي، البته د بیا کاندید حق خوندي دی).
 
ما له نصیر یاسيني څخه پوښتنه وکړه چې ستا په آند، د امریکا مسلمانان ولې په ټولټاکنو او سیاسي غورځو پرځو کې غوښنه ونډه نه اخلي؟ ځواب یې دا ډول وو: (فکر کوم چې د تعلیمي کچې ټیټوالی، د نوي کلچر او چاپیریال اغیز او له سیاسي بهیر سره ناشناني ددې باعث ګرځي چې مسلمانان په ووټونو او سیاسي غونډو کې ګډون ونه کړي. ډیر کله لیدل کیږي چې په یوې سیمې کې په زرګونو د ووټ مستحق مسلمانان اوسیږي، خو د انتخاباتو په ورځ د ګوتو په شمار خلک د صندوقونو مرکزونو ته ورځي. زه هیله کوم چې زموږ دا اقلیت او په ځانګړي ډول افغانان، د امریکا د سیاست یوه مهمه برخه شي او یوه بالقوه او فعاله لابي ولري).
 
وروستۍ پوښتنه، آیا د خپلې تجربې په رڼا کې هغو کډوالو ته چې په دې دوو کلونو کې له هیواده راغلي، څه مشوره یا پیغام لرې؟ (بلې، دوئ ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ډیر درناوي سره سپارښتنه کوم چې هم پخپله درس ووايي، نوي مهارتونه زده کړي او هم پخپلو اولادونو باندې د ښې روزنې او تعلیمي هڅونې جدي پیرزونه وکړي. زموږ خویندې او ورونه باید پرینږدي چې دغه نوی کول بې لارې، د خپلو کورنیو د سترګو ازغي او د نوې ټولنې نا بللې میلمانه شي. څرګنده ده چې د ټولنیز عدالت په سیوري کې، زموږ دغه وطنداران بې جوړې فرصتونه لري، نو په کار ده چې له هغو څخه تر هرممکن سرحده ښه او مثبته ګټه واخلي). 
 
باید ووایم چې له عبدالنصیر یاسيني وړاندې، ۳۶ کلنه عائشه وهاب چې اصلا د قندهار او په نیویارک کې زیږیدلې ده، لومړنۍ افغانه ده چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې د کالیفورنیا د سنا په مجلس کې د ډیموکرات ګوند استازیتوب کوي. له بله پلوه، د امریکا د کانګرس څلور واړه مسلمان غړي د ډیموکرات ګوند استازي دي او یو یې هم افغان نه دی.
—-----------------------------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ولي الله ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري
ادرس یې دا دی: Wali Malakzay