د شرق اقتصادي فورم

لکه څنګه چې پوهېږو نړۍ تر بل هر وخت په سياسي او اقتصادي لحاظ د پام پر ژۍ ولاړه ده او په ځانګړي ډول د بې وزلو هېوادونو وګړي له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګريوان دي، ځکه دولتونه یې نشي کولای په دې نړيوال اقتصادي بحراني حالت کې د خپلو خلکو بنسټيزې اقتصادي اړتياوې پوره کړي، کار او اشتغال ورته پيدا کړي او د خپلو کورنيو توليداتو ته نړيوال بازار پيدا کړي او يا له نورو نړيوالو کمپنيو سره په ښه او ګټوره لار سوداګريزه همکاري ترسره کړي، نو سوداګر او هېوادونو مشران چې تر بل هر وخت د نړيوالو اقتصادي فورمونو چې  د سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو لخوا سپانسر کېږي او کوربانه يې هم همدا هېوادونه وي ګډون کولو ته لېوال وي، تر څو د نړيوالو شرکتونو له استازو  او سوداګرو سره ګوري او د راکړې ورکړې او د صادراتو او وارداتو په برخه کې تړونونه ورسره لاسلیک کړي چې د همدې اقتصادي مشراکت په برخه کې مشهور نړيوال پلټفارم (شرقي اقتصادي فورم Eastern Economic Forum) دی چې د اقتصاد، ورزش او فرهنګي تبادلې په برخه کې کار کوي دی. په ۲۰۱۵ کې یې بنسټ اېښودل شوی دی، د سږکال ناسته به یې  چې پرلپسې اتمه ناسته ده د سپتمبر له ۱۰ مې څخه تر ۱۳ پورې د روسيې په ولاديوستوک ښار کې ترسره شي. پکې به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په زرګونو مېلمانه، سوداګر، سیاستوال، او تيوريسن د خپل منځي سوداګريزو اړيکو، متقابلې راکړې ورکړې، اقتصادي پرمختګ او همکاري پر مسايلو خبرې وکړي او په دې برخه کې به بېلابېل اقتصادي تړونونه لاسليک شي. 
دا فورم چې په اقتصادي برخه کې د هېوادونو او نړيوالو سوداګرو تر منځ د همکاري پلټفارم دی او له بنسټ اېښودلو څخه یې يوازې لس کاله کېږي په دې وروستيو کلونو کې يې خورا شهرت موندلی دی. تېر کال د لوېديځو هېوادونو له بنديزونو او فشارونو سره سره د ۶۸ هېوادونو ۷۰۰۰ مېلمنو او خبريالانو په دغه فورم کې برخه اخيستې وه. چې پکې د  ۷۰۰ نړیوالو شرکتونو ۱۷۰۰ استازو پکې ګډون درلود. د فورم ګډون کوونکو د ۵۱ ملیارد ډالرو په اندازه ۲۹۶ د اقتصادي راکړې ورکړې تړونونه لاسليک کړل. چې عمده  یې د زیربناوو، ترانسپورت، ساختماني، صنعتي ، کرنې او کانونو د پروژو په اړه وو. 
سږنی د فورم ناسته په دې راڅرخې چې نړۍ تر بل هر وخت اوس وخت کې د بحرانونو له امله خپل منځي مشارکت ته اړتيا لري او افتصادي ټيکاو تر بل هر وخت خورا مهم دی او که هېوادونه لاس سره ور نه کړي، وضعيت نور هم پېچلی کېدلی شي او ددې لپاره صادقانه، پرانیستې او دوه اړخیزو ګټورو خبرو اترو لپاره بيخي ډېره اړتيا ده.  او ددې ناستې عنوان یې (د همکاري ،سولې او سوکالي پر لور)) دی  چې څنګه په تغييرېدونکې نړۍ کې نړيواله همکاري ټينګه شي؟. 
د خبرو اترو ګډونوال به د یو بدیل نړیوال پولي او مالي سیسټم د جوړولو، د ساینسي ډیپلوماسۍ د پراختیا او د همکارۍ په نویو بڼو باندې خبرې وکړي. د چين او نورو اسيايي هېوادونو سوداګر او سياستوال به د خپلمنځي همکاري په دوام او ټينګښت سره کېني، ټيکنالوجيک پرمختګ د حاکميت تضمين نر عنوان لاندې به بحثونه وشي. 
دا ناسته د ځوانانو برخه هم لري چې په پراخه کچه د معلوماتي ټکنالوجي، سوداګرۍ او د ځوانانو همکارۍ، رضاکارانه نوښتونو او د هیواد پالنې پر مسايلو په اړه خبرې پکې کېږي. د اوراسيا، شانګهای سازمان او بریکس هیوادونو ځوانان به په روسیه کې د ځوانانو د نړیوال فستیوال په اړه چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې ترسره کیږي بحث وکړي او يو لړ تصميمونه او اجنډاوې به سره شريکې کړي. ياده دې وي چې دا فورم په فرهنګي او ورزشي برخه کې هم حاشيوي ناستې لري چې په دې برخو کې د هېوادونو، شخصي پانګوالو په کچه، بېلابېل تړونونه او د همکاري ژمنې ترسره کېږي.